Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 优努斯   段:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّنْظُرُ اِلَیْكَ ؕ— اَفَاَنْتَ تَهْدِی الْعُمْیَ وَلَوْ كَانُوْا لَا یُبْصِرُوْنَ ۟
او ځینې یې تاته ګوري. خو ایا ته هغه ړانده ته لیار ښوولای شې چې هیڅ نه ویني.
阿拉伯语经注:
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَظْلِمُ النَّاسَ شَیْـًٔا وَّلٰكِنَّ النَّاسَ اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟
الله پاک پر انسانانو هیڅ تیری نه کوي خو دا انسانان دي چې پر خپلو ځانو په خپله ظلم کوي.
阿拉伯语经注:
وَیَوْمَ یَحْشُرُهُمْ كَاَنْ لَّمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا سَاعَةً مِّنَ النَّهَارِ یَتَعَارَفُوْنَ بَیْنَهُمْ ؕ— قَدْ خَسِرَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِلِقَآءِ اللّٰهِ وَمَا كَانُوْا مُهْتَدِیْنَ ۟
او هغه ورځ چې ټول خلک رایو ځای شي،(نو صحنه به داسې وي)لکه چې په دنیا کې یې پرته له یو ساعت نه نور هیڅ وخت نه وي تیر کړی یو تر بله به سره پيژني ـ په تحقیق همغه څوک زیانمن شوي دي چې له الله سره ملاقات یې درواغ ګاڼه او پر سمه نه وو.
阿拉伯语经注:
وَاِمَّا نُرِیَنَّكَ بَعْضَ الَّذِیْ نَعِدُهُمْ اَوْ نَتَوَفَّیَنَّكَ فَاِلَیْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ اللّٰهُ شَهِیْدٌ عَلٰی مَا یَفْعَلُوْنَ ۟
مونږ به ځینې هغه عذاب چې له هغوی سره مو وعده کړې ستا په وړاندې هغوی ته ورکړو او یا به یې ستا له وفات وروسته،خو د هغوی راتګ مونږ ته دی او الله پاک د هغوی په ټولو کړنو شاهد دی.
阿拉伯语经注:
وَلِكُلِّ اُمَّةٍ رَّسُوْلٌ ۚ— فَاِذَا جَآءَ رَسُوْلُهُمْ قُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْقِسْطِ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
د هر امت لپاره مو پيغمبر وي نو کله یې چې پيغمبر راشي نو له هغه وروسته د هغوی په مینځ کې په انصاف سره پریکړه کیږي.او هیڅ ډول تیری به پرې ونه شي.
阿拉伯语经注:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او هغوی وایې که تاسې رښتیني یې نو د عذاب راتللو وعده مو کله ده؟
阿拉伯语经注:
قُلْ لَّاۤ اَمْلِكُ لِنَفْسِیْ ضَرًّا وَّلَا نَفْعًا اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰهُ ؕ— لِكُلِّ اُمَّةٍ اَجَلٌ ؕ— اِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ فَلَا یَسْتَاْخِرُوْنَ سَاعَةً وَّلَا یَسْتَقْدِمُوْنَ ۟
ای محمده!ووایه چې:زه د ځان لپاره د تاوان او ګټې واک نه لرم یوازې هغه څه به کیږي چې د الله خوښه وي.د هر امت لپاره یو وخت ټاکل شوی دی. کله یې چې وخت پوره شي نو نه یو ساعت وروسته کیږي،او نه وړاندې.
阿拉伯语经注:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَتٰىكُمْ عَذَابُهٗ بَیَاتًا اَوْ نَهَارًا مَّاذَا یَسْتَعْجِلُ مِنْهُ الْمُجْرِمُوْنَ ۟
ای محمده!ووایه:په دې مې پوه کړئ که د الله عذاب د شپې یا د ورځې راشي نو دا کومه د خوښۍ خبره ده چې مجرمان یې ژر غواړي.
阿拉伯语经注:
اَثُمَّ اِذَا مَا وَقَعَ اٰمَنْتُمْ بِهٖ ؕ— آٰلْـٰٔنَ وَقَدْ كُنْتُمْ بِهٖ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟
نو چې عذاب در باندې راپریوزي نو بیا به یې ومنئ؟ښه نو اوس ... په داسې حال کې چې همدا ستاسې یې ژر راتګ ته تلوسه وه.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ قِیْلَ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ذُوْقُوْا عَذَابَ الْخُلْدِ ۚ— هَلْ تُجْزَوْنَ اِلَّا بِمَا كُنْتُمْ تَكْسِبُوْنَ ۟
بیا به ظالمانو ته وویل شي چې:اوس د تل پاتې عذاب خوند درواخلئ.تاسې ته ستاسې د عمل بدله درکول کیږي.
阿拉伯语经注:
وَیَسْتَنْۢبِـُٔوْنَكَ اَحَقٌّ هُوَ ؔؕ— قُلْ اِیْ وَرَبِّیْۤ اِنَّهٗ لَحَقٌّ ؔؕ— وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟۠
او هغوی له تانه پوښتنه کوي چې:ایا رښتیا هم عذاب راتلونکی دی؟ ووایه:هو! قسم مې په رب چې خاماخا راتلونکی دی او تاسې یې مخه نه شئ نیولای.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 优努斯
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭