Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 优努斯   段:
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ائْتُوْنِیْ بِكُلِّ سٰحِرٍ عَلِیْمٍ ۟
فرعون وویل: ټول پوه ساحران ماته راولئ!.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا جَآءَ السَّحَرَةُ قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰۤی اَلْقُوْا مَاۤ اَنْتُمْ مُّلْقُوْنَ ۟
کله چې ساحران راغلل نو موسې ورته وویل:تاسې چې څه میدان ته غورځونکی یې نو وئې غورځوئ!
阿拉伯语经注:
فَلَمَّاۤ اَلْقَوْا قَالَ مُوْسٰی مَا جِئْتُمْ بِهِ ۙ— السِّحْرُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَیُبْطِلُهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
نو کله چې هغوی خپل څیزونه میدان ته کړل،موسې وویل:تاسې جادو وکړ.زما پوخ باور دی چې الله به یې ډير ژر له مینځه یوسي ځکه چې الله پاک دوران کارو کار ته مخه نه ورکوي.
阿拉伯语经注:
وَیُحِقُّ اللّٰهُ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهٖ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُوْنَ ۟۠
او الله پاک د خپلې کړې وعدې له مخې حق په ډاګیزه توګه میدان ته راوباسي که څه هم مجرمان پرۍ ناخوښه وي.
阿拉伯语经注:
فَمَاۤ اٰمَنَ لِمُوْسٰۤی اِلَّا ذُرِّیَّةٌ مِّنْ قَوْمِهٖ عَلٰی خَوْفٍ مِّنْ فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهِمْ اَنْ یَّفْتِنَهُمْ ؕ— وَاِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِی الْاَرْضِ ۚ— وَاِنَّهٗ لَمِنَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟
د بني اسرائیلو له څو ځوانانو پرته بل چا په موسې ایمان رانه ووړ. ځکه چې ډار ورسره وو هسې نه چې فرعون او خپل مشران یې وربړوي. او له هیچا نه پټه نه وه چې د ځمکې لوی ځواک او له هغو خلکو نه وو چې په هر دول پولو ور اوښتی و.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ مُوْسٰی یٰقَوْمِ اِنْ كُنْتُمْ اٰمَنْتُمْ بِاللّٰهِ فَعَلَیْهِ تَوَكَّلُوْۤا اِنْ كُنْتُمْ مُّسْلِمِیْنَ ۟
او موسې خپل قوم ته وویل:که تاسې په الله ایمان راوړی وي نو پر یوه الله توکل وکړئ که رښتیا مو ورته غاړه ایښې وي.
阿拉伯语经注:
فَقَالُوْا عَلَی اللّٰهِ تَوَكَّلْنَا ۚ— رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ
هغوی وویل:مونږ یوازې په یو الله توکل کړی ای زمونږ ربه! مونږ د ظالمانو لپاره ازمیښت مه ګرځوه.
阿拉伯语经注:
وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ ۟
او په خپل رحمت سره مونږ ته له کافرانو نه نجات راکړه.
阿拉伯语经注:
وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰی وَاَخِیْهِ اَنْ تَبَوَّاٰ لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُیُوْتًا وَّاجْعَلُوْا بُیُوْتَكُمْ قِبْلَةً وَّاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
مونږ موسې او د هغه ورور ته وحې وکړه چې:تاسې دواړه په مصر کې د خپل قوم لپاره کورونه ولټوئ او هستوګن ځایونه مو د جومات په توګه هم استعمال کړئ.لمونځ وکړئ.او مؤمنانو ته دبري او خلاصون زیری ورکړه.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ مُوْسٰی رَبَّنَاۤ اِنَّكَ اٰتَیْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَاَهٗ زِیْنَةً وَّاَمْوَالًا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۙ— رَبَّنَا لِیُضِلُّوْا عَنْ سَبِیْلِكَ ۚ— رَبَّنَا اطْمِسْ عَلٰۤی اَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَلَا یُؤْمِنُوْا حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟
موسې وویل:ای زمونږ ربه!تا فرعون او د هغه سردارانو ته د دنیا په ژوند کې ښه ښکلا،دبدبه،او ډیر مالونه ورکړي دي چې خلک ستا له لیارې بې لیارې کړي. ای زمونږ ربه!د هغوی مالونه تس،نس او په زړونو کې یې سختي وکړه.ځکه هغوی ایمان نه راوړي تر څو دردناک عذاب وویني.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 优努斯
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭