Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 优努斯   段:
فَلَوْلَا كَانَتْ قَرْیَةٌ اٰمَنَتْ فَنَفَعَهَاۤ اِیْمَانُهَاۤ اِلَّا قَوْمَ یُوْنُسَ ۚؕ— لَمَّاۤ اٰمَنُوْا كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ الْخِزْیِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَمَتَّعْنٰهُمْ اِلٰی حِیْنٍ ۟
نو ولې د یوه کلي خلکو هغه ایمان نه ؤ راوړی چې ګټه یې ورته رسولې وای؟پرته د یونس له قوم نه کله چې هغوی ایمان راوړ نو مونږ ترې په دنیا کې رسوا کوونکی عذاب لرې،او د مرګ تروخته مو فایده ور ورسوله.
阿拉伯语经注:
وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَاٰمَنَ مَنْ فِی الْاَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِیْعًا ؕ— اَفَاَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتّٰی یَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟
که ستا رب غوښتي وای چې ټول خلک مؤمنان شي نو خاماخا به د ځمکې ټولو اوسیدونکو له یوې مخي ایمان راوړی وای.ایا ته خلک اړباسي چې مؤمنان شي؟
阿拉伯语经注:
وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ اَنْ تُؤْمِنَ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَیَجْعَلُ الرِّجْسَ عَلَی الَّذِیْنَ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟
او هیڅ ساکښ د الله له حکم نه پرته ایمان نه شي راوړي.او الهي نظام همدا دی چې پلیتي او چټلي د هغه چا په غاړه کې اچوي چې له عقل څخه کار نه اخلي.
阿拉伯语经注:
قُلِ انْظُرُوْا مَاذَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَمَا تُغْنِی الْاٰیٰتُ وَالنُّذُرُ عَنْ قَوْمٍ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟
ای محمده! ورته ووایه چې هغه دلایل په غور وکورئ چې په اسمانونو او ځمکه کې دي.خو چې څوک ایمان نه راوړي،هیڅ ډول دلایل او ډار وونکي خبرې ګټه ورته نه شي رسولای.
阿拉伯语经注:
فَهَلْ یَنْتَظِرُوْنَ اِلَّا مِثْلَ اَیَّامِ الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— قُلْ فَانْتَظِرُوْۤا اِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُنْتَظِرِیْنَ ۟
ایا هغوی پرته له دې نه د څه انتظار کوي چې هغه ورځې پرې راشي چې پخواني خلک ورسره مخ شوي وو، ووایه:تاسې یې انتظار کوئ.او زه هم ستاسې په کتار کې انتظار کوونکی یم.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ نُنَجِّیْ رُسُلَنَا وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كَذٰلِكَ ۚ— حَقًّا عَلَیْنَا نُنْجِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠
د هغې ورځې د راتګ په وخت مونږ پيغمبرانو او مؤمنانو ته نجات ورکوو.هو!مونږ پر ځان لازمه کړې ده چې مؤمنانو ته به نجات ورکوو.
阿拉伯语经注:
قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنْ كُنْتُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْ دِیْنِیْ فَلَاۤ اَعْبُدُ الَّذِیْنَ تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلٰكِنْ اَعْبُدُ اللّٰهَ الَّذِیْ یَتَوَفّٰىكُمْ ۖۚ— وَاُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۙ
ای پیغمبره!ووایه:ای خلکو که تاسې زما د دین په هکله شکمن یاست نو واورئ چې زه هغه څه هیڅکله نه بلم چې تاسې پرته له الله نه رابلئ بلکې یوازې د هغه الله عبادت کوم چې ستاسې مرګ یې په واک کې دی.او ماته امر شوی دی چې زه باید له ایمان راوړونکو څخه اوسم.
阿拉伯语经注:
وَاَنْ اَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ حَنِیْفًا ۚ— وَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
او هم راته امر شوی دی. چې په بشپړ ډول د رښتیني دین په لور مخ واړه وه.او هیڅکله ځان د مشرکانو په کتار کې مه ګڼه.
阿拉伯语经注:
وَلَا تَدْعُ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُكَ وَلَا یَضُرُّكَ ۚ— فَاِنْ فَعَلْتَ فَاِنَّكَ اِذًا مِّنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او پرته له الله هغه څه مه رابله چې نه درته ګټه رسوي.او نه تاوان.نو که له الله پرته دې بل څه رابلل نو ته په ښکاره ډول له ظالمانو څخه یې.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 优努斯
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭