Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 优努斯   段:
قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَآىِٕكُمْ مَّنْ یَّبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ؕ— قُلِ اللّٰهُ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ ۟
ای محمده!هغوی وپوښته چې ایا ستاسې په نیولو شریکانو کې څوک شته چې لومړی ځل پیدایښت کوي او بیا یې بیرته هم راګرځوي؟ووایه دا الله دی چې لومړی ځل پیدایښت کوي او بیا یې بیرته راګرځوي نو تاسې په کوم لور اړول کیږئ؟
阿拉伯语经注:
قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَآىِٕكُمْ مَّنْ یَّهْدِیْۤ اِلَی الْحَقِّ ؕ— قُلِ اللّٰهُ یَهْدِیْ لِلْحَقِّ ؕ— اَفَمَنْ یَّهْدِیْۤ اِلَی الْحَقِّ اَحَقُّ اَنْ یُّتَّبَعَ اَمَّنْ لَّا یَهِدِّیْۤ اِلَّاۤ اَنْ یُّهْدٰی ۚ— فَمَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟
او دا پوښتنه هم ترې وکړه چې:ایا ستاسې په نیولو شریکانو کې څوک شته چې:د حق په لور ښوونه کوي؟ووایه:دا الله دی چې د حق په لور ښوونه کوي نو ایا هغه څوک چې د حق په لور ښوونه کوي ددې ډیر وړ دی چې مننه یې وشي او که هغه څوک چې:په خپله هم پرته له ښوونکي نه لیار نشي میندلای؟په تاسې څه شوي دي؟دا څه پریکړه کوئ؟
阿拉伯语经注:
وَمَا یَتَّبِعُ اَكْثَرُهُمْ اِلَّا ظَنًّا ؕ— اِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ الْحَقِّ شَیْـًٔا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَفْعَلُوْنَ ۟
د هغوی ډیر پرته له ګومان نه بل څه نه مني.او دا پخه ده چې ګومان د واقعیت ځای هیڅکله نه شي ډکولای.بې شکه چې الله پاک ته د هغوی کړنې ډیرې ښې معلومې دي.
阿拉伯语经注:
وَمَا كَانَ هٰذَا الْقُرْاٰنُ اَنْ یُّفْتَرٰی مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلٰكِنْ تَصْدِیْقَ الَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ وَتَفْصِیْلَ الْكِتٰبِ لَا رَیْبَ فِیْهِ مِنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۫
او قران داسې کتاب نه دی چې پرته له الله نه د بل چا له لورې په درواغو جوړ کړای شي.بلکې قران د هغه څه رښتینی ګڼونکی دی چې له ده نه وړاندې راغلي وو.او پر تاسې د لیکلو احکامو پوره تفصیل دی له شک نه وتلې خبره ده چې قران رب العالمین رالیولی دی.
阿拉伯语经注:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ؕ— قُلْ فَاْتُوْا بِسُوْرَةٍ مِّثْلِهٖ وَادْعُوْا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
ایا هغوی وايې چې قران محمد له ځان نه جوړ کړی دی.ورته ووایه:نو تاسې هم ددې کتاب په شان یو سورت جوړ کړئ؟او پرته له الله نه چیرته مو چې لاس رسي کومک ترې واغواړئ که تاسې رښتیني یاست.
阿拉伯语经注:
بَلْ كَذَّبُوْا بِمَا لَمْ یُحِیْطُوْا بِعِلْمِهٖ وَلَمَّا یَاْتِهِمْ تَاْوِیْلُهٗ ؕ— كَذٰلِكَ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظّٰلِمِیْنَ ۟
بلکې هغه څه یې درواغ وګڼل چې پوهه یې نه ده ورته رسیدلې او نه یې تر اوسه د هغه مفهوم په سترګو لیدلی.له دوی نه وړاندې خلکو هم همدا وړ د درواغو نسبتونه کړي وو نو وګوره چې بالاخره د ظالمانو پای څه شو؟
阿拉伯语经注:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یُّؤْمِنُ بِهٖ وَمِنْهُمْ مَّنْ لَّا یُؤْمِنُ بِهٖ ؕ— وَرَبُّكَ اَعْلَمُ بِالْمُفْسِدِیْنَ ۟۠
د هغوی ځینې خلک په قران ایمان راوړي،او ځینې به یې ایمان رانه وړي ـ او ستا رب ته مفسدان تر هر چا ښه معلوم دي.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ كَذَّبُوْكَ فَقُلْ لِّیْ عَمَلِیْ وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ ۚ— اَنْتُمْ بَرِیْٓـُٔوْنَ مِمَّاۤ اَعْمَلُ وَاَنَا بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
او که هغوی تا درواغجن ګڼي،نو ورته ووایه چې زما کړنې به ماته رارسیږي.او ستاسې کړنې تاسې ته تاسې زما د کړنو ذمه وارنه یې او زه ستاسې د کړنو.
阿拉伯语经注:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُوْنَ اِلَیْكَ ؕ— اَفَاَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ وَلَوْ كَانُوْا لَا یَعْقِلُوْنَ ۟
ځینې یې تاته غوږ نیسي.خو ایا ته هغه کاڼه ته اورولی شې،چې په هیڅ نه پوهیږي؟
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 优努斯
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭