Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'safat   Aya:
مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُوْنَ ۟
په تاسې څه وشول؟ ولې یو له بل سره لاس نه کوي؟
Tafsiran larabci:
بَلْ هُمُ الْیَوْمَ مُسْتَسْلِمُوْنَ ۟
هو! نن ټول ځانونه تسلیموي.
Tafsiran larabci:
وَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟
یو به پر بل مخ واړوي او سره به پوښتي.
Tafsiran larabci:
قَالُوْۤا اِنَّكُمْ كُنْتُمْ تَاْتُوْنَنَا عَنِ الْیَمِیْنِ ۟
تاسې واست چې له ښي ړخ نه پر مونږ راتلئ.
Tafsiran larabci:
قَالُوْا بَلْ لَّمْ تَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
نور به ځواب ورکړي چې : نه: بلکې تاسې په خپله ایمان راوړونکي نه واست.
Tafsiran larabci:
وَمَا كَانَ لَنَا عَلَیْكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ ۚ— بَلْ كُنْتُمْ قَوْمًا طٰغِیْنَ ۟
زمونږ خو پر تاسې کوم زور نه و. بلکې تاسې په خپله سرغړوونکي خلک واست.
Tafsiran larabci:
فَحَقَّ عَلَیْنَا قَوْلُ رَبِّنَاۤ ۖۗ— اِنَّا لَذَآىِٕقُوْنَ ۟
هو! زمونږ د رب خبره پر مونږ پخه شوه نو ځکه د عذاب څکونکي یو.
Tafsiran larabci:
فَاَغْوَیْنٰكُمْ اِنَّا كُنَّا غٰوِیْنَ ۟
هو! مونږ تاسې ته د همغو بې لاریو په لور بلنه درکړې چې مونږ پرې وو.
Tafsiran larabci:
فَاِنَّهُمْ یَوْمَىِٕذٍ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟
بې له شکه نن به ټول په عذاب کې برخه من وي.
Tafsiran larabci:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِیْنَ ۟
او مونږ مجرمانو ته همدا وړ جزا ورکوو.
Tafsiran larabci:
اِنَّهُمْ كَانُوْۤا اِذَا قِیْلَ لَهُمْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟ۙ
دوی وو چې کله به ورته وویل شو چې: پرته له الله بل معبود نشته نو لويې به يې کوله.
Tafsiran larabci:
وَیَقُوْلُوْنَ اَىِٕنَّا لَتَارِكُوْۤا اٰلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُوْنٍ ۟ؕ
او ویلي به يې: ایا مونږ خپل خدایان د یوه لیونی شاعر په خوله پریږدو؟
Tafsiran larabci:
بَلْ جَآءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟
نه: هغه لیونې نه: بلکې حق يي راوړی او پخواني پیغمبران رښتیني ګڼي.
Tafsiran larabci:
اِنَّكُمْ لَذَآىِٕقُوا الْعَذَابِ الْاَلِیْمِ ۟ۚ
بې له شکه به تاسې دردناک عذاب وڅکئ.
Tafsiran larabci:
وَمَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۙ
او د خپلو عملونو جزا به درکړای شي.
Tafsiran larabci:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
خو د الله غوره بنده ګان به له دې بدي ورځې نه خوندي وي.
Tafsiran larabci:
اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَّعْلُوْمٌ ۟ۙ
د هغوی لپاره ټاکلې روزي ده.
Tafsiran larabci:
فَوَاكِهُ ۚ— وَهُمْ مُّكْرَمُوْنَ ۟ۙ
هر ډول میوې او هلته به عزتمن وي.
Tafsiran larabci:
فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟ۙ
د نعمتونو په باغونو کې به وي.
Tafsiran larabci:
عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟
یو بل ته پر مخامخ تختونو به وي.
Tafsiran larabci:
یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِكَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍ ۟ۙ
د خالصو او پاکو شرابو ډکې پیالې به پرې ګرځول کیږي.
Tafsiran larabci:
بَیْضَآءَ لَذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَ ۟ۚ
تک سپین، پاک او څښونکي به ترې خوند اخلي.
Tafsiran larabci:
لَا فِیْهَا غَوْلٌ وَّلَا هُمْ عَنْهَا یُنْزَفُوْنَ ۟
نه به پکې څه تاوان او ضرر او نه به پرې هغوی نیشه کیږي.
Tafsiran larabci:
وَعِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ عِیْنٌ ۟ۙ
نظر ژغورونکي د ښایسته غټو سترګو لرونکي ښځې به ورسره وي.
Tafsiran larabci:
كَاَنَّهُنَّ بَیْضٌ مَّكْنُوْنٌ ۟
ګواکې پوښل شوي هکۍ دي.
Tafsiran larabci:
فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟
جنتیان به یو پر بل مخ اړوي او سره به پوښتي
Tafsiran larabci:
قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ اِنِّیْ كَانَ لِیْ قَرِیْنٌ ۟ۙ
نو یو به ووایې چې: زما یو دوست و.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'safat
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa