Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'safat   Aya:
فَكَذَّبُوْهُ فَاِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَ ۟ۙ
خو هغوی درواغجن وګاڼه نو ځکه به هغوی عذاب ته حاضر کړای شي.
Tafsiran larabci:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
یوازې د الله هغه بنده ګان له عذاب نه خلاص دي چې خاص کړي شوي وو.
Tafsiran larabci:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ
او مونږ په ورستیو امتونو کې پرهغه لورینه پریښووله.
Tafsiran larabci:
سَلٰمٌ عَلٰۤی اِلْ یَاسِیْنَ ۟
سلام پر الیاس.
Tafsiran larabci:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
هو! مونږ نیکوکارو ته همدا وړ بدل وکووو.
Tafsiran larabci:
اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
په رښتیا چې هغه زمونږ له مؤمنو بنده ګانو څخه وو.
Tafsiran larabci:
وَاِنَّ لُوْطًا لَّمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ
او له شک نه وتلې ده چې لوط هم پیغمبرانو څخه و.
Tafsiran larabci:
اِذْ نَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
هغه یاد کړه چې مونږ هغه او د هغه ټولې کورنۍ ته نجات ورکړ.
Tafsiran larabci:
اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَ ۟
یوازې یوه سپین سرې وه چې په پاتې کیدونکو کې وه.
Tafsiran larabci:
ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟
بیا مو نور ټول هلا کړل.
Tafsiran larabci:
وَاِنَّكُمْ لَتَمُرُّوْنَ عَلَیْهِمْ مُّصْبِحِیْنَ ۟ۙ
او ای قریشو! تاسې ګهیځ پر هغوی تیریږئ.
Tafsiran larabci:
وَبِالَّیْلِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠
او د شپې له لورې هم. ایا له عقل نه کار نه اخلئ
Tafsiran larabci:
وَاِنَّ یُوْنُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ
او له شک نه وتلې ده چې یونس هم له پیغمبرانو څخه و.
Tafsiran larabci:
اِذْ اَبَقَ اِلَی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۙ
هغه يي یاد کړه چې د یوې ډکې کښتۍ په لور وتښتید
Tafsiran larabci:
فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِیْنَ ۟ۚ
چې په خپلو مینځونو کې ي پچه واچوله نو یونس ماتې خوړونکی و.
Tafsiran larabci:
فَالْتَقَمَهُ الْحُوْتُ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟
نو هغه وو چې یوه کب تیر کړ او ځان يې پړ ګاڼه
Tafsiran larabci:
فَلَوْلَاۤ اَنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِیْنَ ۟ۙ
که هغه له تسبیح ویونکو څخه نه وای؟
Tafsiran larabci:
لَلَبِثَ فِیْ بَطْنِهٖۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟ۚ
نو د بیرته ژوندي راپاڅیدلو تر ورځې به د کب په خیټه کې پاتې شوی ؤ
Tafsiran larabci:
فَنَبَذْنٰهُ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ سَقِیْمٌ ۟ۚ
په یوه هوار، خالي ‌ډاګ کې مو بې وسې او ناتوانه وغورځاو.
Tafsiran larabci:
وَاَنْۢبَتْنَا عَلَیْهِ شَجَرَةً مِّنْ یَّقْطِیْنٍ ۟ۚ
او زیلۍ لرونکې[۱۲] ونه مو پرې رازرغونه کړه.
[۱۲] هغه بوټي ته وايي چې ډډ ونه لري او د ځمکي په مخ خوریږي( تفسیر الماوردی)
Tafsiran larabci:
وَاَرْسَلْنٰهُ اِلٰی مِائَةِ اَلْفٍ اَوْ یَزِیْدُوْنَ ۟ۚ
او له یو لک نه زیاتو خلکو په لور مو ولیږه.
Tafsiran larabci:
فَاٰمَنُوْا فَمَتَّعْنٰهُمْ اِلٰی حِیْنٍ ۟ؕ
ټولو ایمان راوړ نو تر یوه وخته مې مهلت ورکړ.
Tafsiran larabci:
فَاسْتَفْتِهِمْ اَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُوْنَ ۟ۙ
نو ته کافران وپوښته: چې ستا د رب دې لروګانې وي او د هغوی ځامن؟
Tafsiran larabci:
اَمْ خَلَقْنَا الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِنَاثًا وَّهُمْ شٰهِدُوْنَ ۟
او ایا دوی حاضر وو چې مونږ ملایکې ښځینه پیدا کړې؟
Tafsiran larabci:
اَلَاۤ اِنَّهُمْ مِّنْ اِفْكِهِمْ لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ
خبردار چې دوی د خپلو درواغو له مخې وايي.
Tafsiran larabci:
وَلَدَ اللّٰهُ ۙ— وَاِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
الله زیږول کړي او په رښتیا چې ډیر درواغجن دي.
Tafsiran larabci:
اَصْطَفَی الْبَنَاتِ عَلَی الْبَنِیْنَ ۟ؕ
ایا الله لورګانې پر ځامنو غوره کړي دي؟
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'safat
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa