Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'safat   Aya:

صافات

وَالصّٰٓفّٰتِ صَفًّا ۟ۙ
قسم پر کتار او صف جوړوونکو.
Tafsiran larabci:
فَالزّٰجِرٰتِ زَجْرًا ۟ۙ
او قسم پر شړونکو.
Tafsiran larabci:
فَالتّٰلِیٰتِ ذِكْرًا ۟ۙ
او قسم پر ذکر کوونکو
Tafsiran larabci:
اِنَّ اِلٰهَكُمْ لَوَاحِدٌ ۟ؕ
چې بې شکه ستاسې معبود یکې یو دی.
Tafsiran larabci:
رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا وَرَبُّ الْمَشَارِقِ ۟ؕ
د اسمانونو، ځمکې، د دواړو په مینځ کې د ټولو څیزونو او د بي شمیرو ختیځونو رب دی.
Tafsiran larabci:
اِنَّا زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِزِیْنَةِ ١لْكَوَاكِبِ ۟ۙ
مونږ نږدې اسمان د ستورو په ښایست سره سینګار کړی دی.
Tafsiran larabci:
وَحِفْظًا مِّنْ كُلِّ شَیْطٰنٍ مَّارِدٍ ۟ۚ
او هم مو له هر خپل سري شیطان څخه ژغورلی دی.
Tafsiran larabci:
لَا یَسَّمَّعُوْنَ اِلَی الْمَلَاِ الْاَعْلٰی وَیُقْذَفُوْنَ مِنْ كُلِّ جَانِبٍ ۟
شیطانان د پورته عالم خبر وته غوږ نه شي نیولی او له هرې لورې ویشتلی شي.
Tafsiran larabci:
دُحُوْرًا وَّلَهُمْ عَذَابٌ وَّاصِبٌ ۟ۙ
ښه پوره شړل کیږي او تل پاتې عذاب يې په برخه دی.
Tafsiran larabci:
اِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ ثَاقِبٌ ۟
بیا هم که کوم یو يې په منډه څه وتښتوي نو سوزوونکې لمبه ورپسې شي.
Tafsiran larabci:
فَاسْتَفْتِهِمْ اَهُمْ اَشَدُّ خَلْقًا اَمْ مَّنْ خَلَقْنَا ؕ— اِنَّا خَلَقْنٰهُمْ مِّنْ طِیْنٍ لَّازِبٍ ۟
نو اوس کافران وپوښته چې د هغوی پیدایښت سخت دی او که د هغو څیزونو چې مونږ پیدا کړي دي؟ له شکه وتلې ده چې دوی مو له سریښناکې خټې نه پیدا کړي.
Tafsiran larabci:
بَلْ عَجِبْتَ وَیَسْخَرُوْنَ ۪۟
ته د عالم هر څه ته په تعجب کې يې او هغوی پرې ملنډې وهي.
Tafsiran larabci:
وَاِذَا ذُكِّرُوْا لَا یَذْكُرُوْنَ ۪۟
او چې پند ورکړای شي نه يې اخلي.
Tafsiran larabci:
وَاِذَا رَاَوْا اٰیَةً یَّسْتَسْخِرُوْنَ ۪۟
او چې هره لویه نښه وویني نو ملنډې وهي.
Tafsiran larabci:
وَقَالُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ
او وايې چې دا پرته له ښکاره جادو بل هیڅ نه دی.
Tafsiran larabci:
ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ
او وایې چې ایا مونږ مړه، خاورې او هډوکې شو نو بیرته به ژوندي راپاڅول کیږو؟
Tafsiran larabci:
اَوَاٰبَآؤُنَا الْاَوَّلُوْنَ ۟ؕ
او زموږ تیر پلرونه او نیکونه هم؟
Tafsiran larabci:
قُلْ نَعَمْ وَاَنْتُمْ دَاخِرُوْنَ ۟ۚ
ای محمده! وووایه چې: هو! او تاسې خورا سپک او بې وسې يې.
Tafsiran larabci:
فَاِنَّمَا هِیَ زَجْرَةٌ وَّاحِدَةٌ فَاِذَا هُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟
قیامت خو بس یو ټکان دی. ناببره به هر څه په خپله وویني.
Tafsiran larabci:
وَقَالُوْا یٰوَیْلَنَا هٰذَا یَوْمُ الدِّیْنِ ۟
او و به وايې چې: افسوس پر مونږ دا خو د جزا ورځ ده.
Tafsiran larabci:
هٰذَا یَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟۠
ورته به وویل شي چې: هو! دا د پریکړې هغه ورځ ده چې تاسې به درواغ ګڼله.
Tafsiran larabci:
اُحْشُرُوا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا وَاَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوْا یَعْبُدُوْنَ ۟ۙ
الله به امر وکړي چې ظالمان د هغوی ښځې، انډیوالان او هغه خدایان چې پرته له الله يي هغوی عبادت کاوه راټول کړئ.
Tafsiran larabci:
مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَاهْدُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطِ الْجَحِیْمِ ۟
او ټولو ته د دوزخ لار ور وښايئ.
Tafsiran larabci:
وَقِفُوْهُمْ اِنَّهُمْ مَّسْـُٔوْلُوْنَ ۟ۙ
او ويي دره وئ چې پوښتنه ترې کیږي.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'safat
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa