Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាន់នីសាក   វាក្យខណ្ឌ:
لِلرِّجَالِ نَصِیْبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدٰنِ وَالْاَقْرَبُوْنَ ۪— وَلِلنِّسَآءِ نَصِیْبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدٰنِ وَالْاَقْرَبُوْنَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ اَوْ كَثُرَ ؕ— نَصِیْبًا مَّفْرُوْضًا ۟
نارینه و په هغه مال کې برخه ده چې مور، پلار او خپلوانو یي پریښې دي او د ښځو هم په همغه مال کې چې مور، پلار او خپلوانو پریښې وي برخه ده لږ پاتې وي که ډیر برخې پکې ټاکل شوې دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ اُولُوا الْقُرْبٰی وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنُ فَارْزُقُوْهُمْ مِّنْهُ وَقُوْلُوْا لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوْفًا ۟
او کله چې د میراث ویش ته خپلوان، یتیمان او مسکینان راشي نو له میراثې څخه خوراک ورکړئ او خبرې ورسره ښې او نرمې وکړئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلْیَخْشَ الَّذِیْنَ لَوْ تَرَكُوْا مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّیَّةً ضِعٰفًا خَافُوْا عَلَیْهِمْ ۪— فَلْیَتَّقُوا اللّٰهَ وَلْیَقُوْلُوْا قَوْلًا سَدِیْدًا ۟
باید خلک دې خبرې ته پاملرنه وکړي چې که چیرې له دوی څخه ناتوانه او بې وسې بچیان پاتې کیږي نو دوی به خامخا پرې ډاریږي، نو باید له الله څخه وډار شي[۲۶] او روغه او سمه خبره وکړي.
[۲۶] په همدی ډول باید له نورو څخه د پاتې یتیمانو سره ښه کړنه وکړي( کابلی تفسیر)
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَاْكُلُوْنَ اَمْوَالَ الْیَتٰمٰی ظُلْمًا اِنَّمَا یَاْكُلُوْنَ فِیْ بُطُوْنِهِمْ نَارًا ؕ— وَسَیَصْلَوْنَ سَعِیْرًا ۟۠
کوم کسان چې د یتیمانو مالونه په نا روا او تیري سره خوري نو بې شکه چې هغوی په خپلو خیټو کې اور اچوي، او ډير ژر به ګرم او سوزوونکي اور ته ورننوځي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
یُوْصِیْكُمُ اللّٰهُ فِیْۤ اَوْلَادِكُمْ ۗ— لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْاُنْثَیَیْنِ ۚ— فَاِنْ كُنَّ نِسَآءً فَوْقَ اثْنَتَیْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ ۚ— وَاِنْ كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ ؕ— وَلِاَبَوَیْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ اِنْ كَانَ لَهٗ وَلَدٌ ۚ— فَاِنْ لَّمْ یَكُنْ لَّهٗ وَلَدٌ وَّوَرِثَهٗۤ اَبَوٰهُ فَلِاُمِّهِ الثُّلُثُ ۚ— فَاِنْ كَانَ لَهٗۤ اِخْوَةٌ فَلِاُمِّهِ السُّدُسُ مِنْ بَعْدِ وَصِیَّةٍ یُّوْصِیْ بِهَاۤ اَوْ دَیْنٍ ؕ— اٰبَآؤُكُمْ وَاَبْنَآؤُكُمْ لَا تَدْرُوْنَ اَیُّهُمْ اَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا ؕ— فَرِیْضَةً مِّنَ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
د اولادونو د میراث په هکله الله تاسې ته ښوونه کوي چې: د نارینه خبره د دوه ښځو په انډول ده، نو که ښځینه دوه یا له دوه وو څخه ډيرې وي نو د ټول مال له درې برخو څخه یې دوه برخې دي او که یوه وه نو نیم مال یي دی، مور او پلار هر یو په هغه صورت کې چې مړي بچی پریښی وي شپږمه برخه اخلي، او که بچی ترې نه وي پاتې او وارث یې همدا مور او پلار وي نو مور یي دریمه برخه اخلي، او که مړي وروڼه او خویندې درلودل نو مور یې شپږمه برخه اخلي، خو وروسته له هغه چې کړی وصیت یې پوره او پور یې خلاص کړای شي، تاسې نه پوهیږئ چې په مور او پلار او اولادونو کې مو کوم یو تاسې ته ډیر ګټور دی، دا برخې الله ټاکلي دي، بې شکه چې الله په هر څه ښه پوه اود حکمت والا دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាន់នីសាក
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ