Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាន់នីសាក   វាក្យខណ្ឌ:
فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِّیْثَاقَهُمْ وَكُفْرِهِمْ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَقَتْلِهِمُ الْاَنْۢبِیَآءَ بِغَیْرِ حَقٍّ وَّقَوْلِهِمْ قُلُوْبُنَا غُلْفٌ ؕ— بَلْ طَبَعَ اللّٰهُ عَلَیْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلَا یُؤْمِنُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۪۟
نو د هغوی د تړون د ماتولو، دالله ایاتونو منکریدلو، او په ناحقه دپیغمبرانو وژلو، او په دې خبره یې چې زړونه مو له هر څه پټ دي( او ستا خبرې نه اورېې هغوی په لعنت کړل) (هو! زړونه یې یه پردو کې نه) بلکې د هغوی د کفر له کبله پرې الله مهر لګولی و نو پرته له لږو خلکو نور یې ایمان نه راوړي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَّبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلٰی مَرْیَمَ بُهْتَانًا عَظِیْمًا ۟ۙ
او هم د دوی د کفر او پر مریمې د لوی درواغ تړلو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَّقَوْلِهِمْ اِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِیْحَ عِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ رَسُوْلَ اللّٰهِ ۚ— وَمَا قَتَلُوْهُ وَمَا صَلَبُوْهُ وَلٰكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ ؕ— وَاِنَّ الَّذِیْنَ اخْتَلَفُوْا فِیْهِ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ ؕ— مَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ اِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ ۚ— وَمَا قَتَلُوْهُ یَقِیْنًا ۟ۙ
او ددی خبرې له کبله یې چې مونږ د الله رسول مسیح عیسې بن مریم وژلی دی ( په مصیبتونو او عذابونو اخته شول) هغوی نه ( حضرت عیسې وژلی ) او نه یې په دار زړولی دی مګر یو بل تن ورته د هغه په څیره کړای شو او کوم کسان چې د عیسې په هکله اختلاف کوي هسې په شک او ګمان روان دي د هغه په هکله ورسره پرته له اټکل څخه هیڅ پوخ معلومات نشته دا خبره پخه او شک نه وتلې ده چې وزلی یې نه دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
بَلْ رَّفَعَهُ اللّٰهُ اِلَیْهِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟
بلکې الله پاک ځانته پورته کړی دی او الله پاک زوره ور او د حکمت څښتن دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاِنْ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ اِلَّا لَیُؤْمِنَنَّ بِهٖ قَبْلَ مَوْتِهٖ ۚ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ یَكُوْنُ عَلَیْهِمْ شَهِیْدًا ۟ۚ
او خامخا به ټول اهل کتاب د حضرت عیسې علیه السلام له مرګ نه وړاندې پر هغه ایمان راوړي او حضرت عیسې به د قیامت په ورځ پر هغوی شاهد وي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَبِظُلْمٍ مِّنَ الَّذِیْنَ هَادُوْا حَرَّمْنَا عَلَیْهِمْ طَیِّبٰتٍ اُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ كَثِیْرًا ۟ۙ
د یهودیانو د ظلم او تیري او د الله له لارې څخه د ډیرو خلکو د منع کولو له کبله مونږ پر هغوی ډیر پاک حلال څیزونه چې مخکې ورته حلال وو حرام کړي وو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَّاَخْذِهِمُ الرِّبٰوا وَقَدْ نُهُوْا عَنْهُ وَاَكْلِهِمْ اَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ ؕ— وَاَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ مِنْهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟
او د سود خوړلو له کبله یې سره له دې چې ترې منع شوي وو او هم په ناروا خلکو مالونو خوړلو له کبله او مونږ د هغوی کافرانو ته دردناک عذاب تیار کړی دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
لٰكِنِ الرّٰسِخُوْنَ فِی الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤْمِنُوْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَمَاۤ اُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَالْمُقِیْمِیْنَ الصَّلٰوةَ وَالْمُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَالْمُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ سَنُؤْتِیْهِمْ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟۠
مګر د هغوی د پاخه علم خاوندان او د ایمان څښتنان په هغه څه ایمان راوړي چې: تاته نازل کړای شوی دی او پر هغه هم ایمان راوړي چې له تا وړاندې نازل کړای شوي دي او ( ستا یمه هغه کسان چې) لمونځونه بشپړ ډول دروي، زکات ورکوي، په الله او اخرت په ورځ ایمان لري همدغو کسانو ته به مونږ ډیر ژر لوی اجر ورکړو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាន់នីសាក
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ