Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាន់នីសាក   វាក្យខណ្ឌ:
مَنْ یُّطِعِ الرَّسُوْلَ فَقَدْ اَطَاعَ اللّٰهَ ۚ— وَمَنْ تَوَلّٰی فَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ حَفِیْظًا ۟ؕ
څوک چې د رسول مننه وکړي نو بې شکه د الله یې منلې ده او څوک چې مننه ونکړي نو ته مې پر هغوی ساتونکی نه یې لیږلی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَیَقُوْلُوْنَ طَاعَةٌ ؗ— فَاِذَا بَرَزُوْا مِنْ عِنْدِكَ بَیَّتَ طَآىِٕفَةٌ مِّنْهُمْ غَیْرَ الَّذِیْ تَقُوْلُ ؕ— وَاللّٰهُ یَكْتُبُ مَا یُبَیِّتُوْنَ ۚ— فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا ۟
هغوی وایي چې مننه کوو خو کله چې له تا ولاړ شي نو یوه ډله یې د شپې له لورې پرته له هغې خبرې چې تا ته یي وایې نورې خبرې جوړوي ـ الله اک د هغوی شپېجوړې شوې خبرې لیکي ( نو مخ ترې واړه وه او یوازې په الله توکل وکړه یوازې الله کار جوړوونکی بس دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَفَلَا یَتَدَبَّرُوْنَ الْقُرْاٰنَ ؕ— وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَیْرِ اللّٰهِ لَوَجَدُوْا فِیْهِ اخْتِلَافًا كَثِیْرًا ۟
ایا هغوی قران ته فکر نه کوي؟ که چیرې له الله څخه پرته د بل چا له لورې وای نو ډیر اختلاف به یې پکی میندلی وای.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاِذَا جَآءَهُمْ اَمْرٌ مِّنَ الْاَمْنِ اَوِ الْخَوْفِ اَذَاعُوْا بِهٖ ؕ— وَلَوْ رَدُّوْهُ اِلَی الرَّسُوْلِ وَاِلٰۤی اُولِی الْاَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِیْنَ یَسْتَنْۢبِطُوْنَهٗ مِنْهُمْ ؕ— وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّیْطٰنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟
او کله چي هغوی ته د ډاډ یا ډار کومه خبره راشي نو هغوی یې مشهور وي که هغه خبره یې رسول یا خپلو مشرانو ته رسولې وای نو هغو کسانو ته به معلومه شوې وه چې په دوی کې د خبرې بیخ ته رسیدای شي او که پر تاسې د الله فضل او رحمت نه وای نو پرته له لږو خلکو نورو ټولو به د شیطان مننه کړې وای.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَقَاتِلْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۚ— لَا تُكَلَّفُ اِلَّا نَفْسَكَ وَحَرِّضِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۚ— عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّكُفَّ بَاْسَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— وَاللّٰهُ اَشَدُّ بَاْسًا وَّاَشَدُّ تَنْكِیْلًا ۟
د الله په لار کې وجنګیږه، ته نه یې ککلف شوی مګر یوازې د حق د ځان خپل کې او مسلمانان د جنګ په لور وهڅوه کیدای شي چې الله پاک د کافرانو جنګ بند کړي د الله پاک زور تر تولو زیات او الله پاک سخت سزا ورکوونکی دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
مَنْ یَّشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً یَّكُنْ لَّهٗ نَصِیْبٌ مِّنْهَا ۚ— وَمَنْ یَّشْفَعْ شَفَاعَةً سَیِّئَةً یَّكُنْ لَّهٗ كِفْلٌ مِّنْهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ مُّقِیْتًا ۟
څوک چې نیک سپارښت وکړي نو برخه به یې پکې وي، او څوک چې بد سپارښت وکړي برخه به یې پکې وي او الله پاک په هر څه توانا دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَاِذَا حُیِّیْتُمْ بِتَحِیَّةٍ فَحَیُّوْا بِاَحْسَنَ مِنْهَاۤ اَوْ رُدُّوْهَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ حَسِیْبًا ۟
او کله چې تاسې ته دعا وکړای شي[۱۰] نو تاسې له هغې ښه یا یې انډول دعا وکړئ بې شکه الله د هر څه حسا کوونکی دی.
[۱۰] سلام درباندې واچول شي( کابلی تفسیر)
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាន់នីសាក
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - បកប្រែជាភាសា ហ្ពាស់តូវីយ៉ះ - សារីហ្វរ៉ាស - មាតិកានៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅលូឡាវី ចានីហ្ពាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ