Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Wāqi‘ah   Ayah:
اِنَّهٗ لَقُرْاٰنٌ كَرِیْمٌ ۟ۙ
چې بې شکه پر تا نازل د عزت والا قران دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
فِیْ كِتٰبٍ مَّكْنُوْنٍ ۟ۙ
هغه د لوح محفوظ په پوښل شوي کتاب کې ښکل دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَّا یَمَسُّهٗۤ اِلَّا الْمُطَهَّرُوْنَ ۟ؕ
پرته له پاکو[۲۲]کړو شوو بل څوک یې نشي مسه کولی.
[۲۲] ـ په لوح محفوظ کې یې پرته له پاکو ملایکو بل څوک نشې مسه کولی.او یا یې معنا ده:پرته له بااودسه مسلمانانو بل څوک باید لاس ورنه وړي( الماردی)
Arabic explanations of the Qur’an:
تَنْزِیْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
د ټول عالم د رب له لورې نازل شوی دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
اَفَبِهٰذَا الْحَدِیْثِ اَنْتُمْ مُّدْهِنُوْنَ ۟ۙ
نو ایا له دغه کلام سره تاسې سپکوونکې معامله کوئ؟
Arabic explanations of the Qur’an:
وَتَجْعَلُوْنَ رِزْقَكُمْ اَنَّكُمْ تُكَذِّبُوْنَ ۟
او تاسې ته د در کړې شوې روزۍ شکریه به مو همدا وي چې:تاسې قرآن درواغ ګڼئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَلَوْلَاۤ اِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُوْمَ ۟ۙ
نو ولې نه شئ کولای چې: د یو چاه ساه تر ستوني ورسي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاَنْتُمْ حِیْنَىِٕذٍ تَنْظُرُوْنَ ۟ۙ
او تاسې په رډو،رډو ورته ګورئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَنَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْكُمْ وَلٰكِنْ لَّا تُبْصِرُوْنَ ۟
او مونږ ورته له تاسې نه خورا ډیر نژدی یو خو تاسې یې نه وینئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَلَوْلَاۤ اِنْ كُنْتُمْ غَیْرَ مَدِیْنِیْنَ ۟ۙ
نو ولې نشئ کولای که رښتیا هم تاسې ته کومه جزا نه در کول کیږي.
Arabic explanations of the Qur’an:
تَرْجِعُوْنَهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
چې همدا ساه بیرته ور وګرځوئ،که تاسې رښتیني یاست؟
Arabic explanations of the Qur’an:
فَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟ۙ
نو که مړ شوی انسان خدای ته له نژدې خلکو څخه وو.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَرَوْحٌ وَّرَیْحَانٌ ۙ۬— وَّجَنَّتُ نَعِیْمٍ ۟
نو هوسايي،ښکلی ژوند،او د نعمتونو ډک جنت یې په برخه دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟ۙ
او که د ښي لاس له خاوندانو څخه ؤ.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَسَلٰمٌ لَّكَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ ۟
نو د ښي لاس له خاوندانو څخه بالکل بې غم اوسه.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِیْنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ۙ
او که له درواغجنو لار ورکو څخه وو.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَنُزُلٌ مِّنْ حَمِیْمٍ ۟ۙ
نو د ګرمو خوټیدونکو اوبو میلمستیا ورته تیاره ده.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَّتَصْلِیَةُ جَحِیْمٍ ۟
او د دوزخ اور ته یې ننویستل دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّ هٰذَا لَهُوَ حَقُّ الْیَقِیْنِ ۟ۚ
او بې له شکه همدا هر څه بیخي حق دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟۠
نو د خپل رب چې له هر څه نه لوی دی د پاک نامه ستاینه وکړه.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Al-Wāqi‘ah
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close