Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Index of Translations


Translation of the Meanings Surah: Al-Baqarah   Verse:
وَاِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ جَاعِلٌ فِی الْاَرْضِ خَلِیْفَةً ؕ— قَالُوْۤا اَتَجْعَلُ فِیْهَا مَنْ یُّفْسِدُ فِیْهَا وَیَسْفِكُ الدِّمَآءَ ۚ— وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ؕ— قَالَ اِنِّیْۤ اَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
او هغه وخت را یاد کړه چې ستا رب پرښتو ته وویل : چې زه په ځمکه کې د یوه خلیفه پیداکوونکی یم. پرښتو وویل: ایا تاسې په ځمکه کې داسې څوک خلیفه ټاکئ چې هغه به پکې ګډوډي جوړوي او وینې به تویوي؟ په داسې حال کې چې مونږ ستا تسبیح سره له ثنا وایو او تا په پاکئ سره یادوو. الله پاک وفرمایل: په یقین سره زه په هغه څه پوهیږم چې تاسې پرې نه پوهیږئ.
Arabic Tafsirs:
وَعَلَّمَ اٰدَمَ الْاَسْمَآءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَی الْمَلٰٓىِٕكَةِ فَقَالَ اَنْۢبِـُٔوْنِیْ بِاَسْمَآءِ هٰۤؤُلَآءِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
الله پاک د ټولو شیانو نومونه ادم علیه السلام ته وښوول او بیا یې همغه شیان ملائکو ته وړاندې او ورته يې وویل: ووايې ددې شیانو نومونه؟ که تاسې رښتینې یاست.
Arabic Tafsirs:
قَالُوْا سُبْحٰنَكَ لَا عِلْمَ لَنَاۤ اِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَلِیْمُ الْحَكِیْمُ ۟
پرښتو وویل: بشپړه پاکي یوازې ستا ده مونږ یوازې په هغه څه پوهیږو چې تا راښوولي دي. ته پوهیږي او د حکمت خاوند یې.
Arabic Tafsirs:
قَالَ یٰۤاٰدَمُ اَنْۢبِئْهُمْ بِاَسْمَآىِٕهِمْ ۚ— فَلَمَّاۤ اَنْۢبَاَهُمْ بِاَسْمَآىِٕهِمْ ۙ— قَالَ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ اِنِّیْۤ اَعْلَمُ غَیْبَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۙ— وَاَعْلَمُ مَا تُبْدُوْنَ وَمَا كُنْتُمْ تَكْتُمُوْنَ ۟
الله پاک وفرمایل: ما تاسې ته نه وو ویلي چې د اسمانونو او ځمکې نالیدلي شیان ماته معلوم دي او هغه څه هم راته ښکاره دي چې تاسې يې څرګندوئ او یا يې پټوئ.
Arabic Tafsirs:
وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اَبٰی وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
( او هغه وخت هم را په زړه کړه) کله چې مونږ ملائکو ته وویل چې : ادم ته سجده وکړئ ټولو سجده وکړه او اداب یې پرځای کړل خو یوازې ابلیس مخ واړاوه، لویې یې وکړه او له پخوا له کافرانو څخه وو.
Arabic Tafsirs:
وَقُلْنَا یٰۤاٰدَمُ اسْكُنْ اَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَیْثُ شِئْتُمَا ۪— وَلَا تَقْرَبَا هٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُوْنَا مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او مونږ وویل: ادمه ! ته او ښځه مو په جنت کې اوسئ. هر څه مو چې خوښ وي ښه پریمانه یې خورئ خو یوازې دغې( یوې) ونې( غنم یا انګور) ته مه نژدې کیږئ که نه نو تاسې دواړه به هم د تیري کوونکو په کتار کې راشئ.
Arabic Tafsirs:
فَاَزَلَّهُمَا الشَّیْطٰنُ عَنْهَا فَاَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِیْهِ ۪— وَقُلْنَا اهْبِطُوْا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۚ— وَلَكُمْ فِی الْاَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَّمَتَاعٌ اِلٰی حِیْنٍ ۟
هغه وو چې ادم او ښځه یې شیطان وښویول او له هغو نعمتونو څخه یې چې دوی پکې وو وایستل. نو مونږ ورته وویل: ښکته شئ! تاسې به ځينې د ځینو نورو دښمنان یاست. او په ځمکه کې تر یو وخته ستاسې د اوسیدنې او ګټې وټې بندوبست شوی دی.
Arabic Tafsirs:
فَتَلَقّٰۤی اٰدَمُ مِنْ رَّبِّهٖ كَلِمٰتٍ فَتَابَ عَلَیْهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟
بیا ادم له خپل رب څخه څو دعاء ګانې زده کړې او د همغو دعاء ګانو له کبله یې الله پاک توبه ومنله. بې شکه چې الله پاک ډير ښه توبه منونکی او مهربان دی.
Arabic Tafsirs:
 
Translation of the Meanings Surah: Al-Baqarah
Index of Surahs Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Index of Translations

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

Close