Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Baqarah   Ayah:
وَاِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ فَبَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَاَمْسِكُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ اَوْ سَرِّحُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ ۪— وَلَا تُمْسِكُوْهُنَّ ضِرَارًا لِّتَعْتَدُوْا ۚ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهٗ ؕ— وَلَا تَتَّخِذُوْۤا اٰیٰتِ اللّٰهِ هُزُوًا ؗ— وَّاذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَمَاۤ اَنْزَلَ عَلَیْكُمْ مِّنَ الْكِتٰبِ وَالْحِكْمَةِ یَعِظُكُمْ بِهٖ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟۠
او کله چې تاسو ښځې طلاقې کړۍ او د هغوی عدت پوره شو نو بیا یې په غوره ډول وساتئ او یا یې په غوره توګه خوشې کړئ او د ضرر رسولو په تکل چې تیرې به پرې کوئ له ځان سره یې مه ساتئ او هر څوک چې دا کار کوي نو په حقیقت کې یې په ځان ظلم وکړ، او د الله احکام په ټوکو مه اخلئ او پر تاسې د الله شوې پیرزوینې دریادې کړئ او هغه دریاد کړئ چې پر تاسې یې کتاب او د حکمت[۵] خبرې نازلې کړي چې پند او نصیحت پرې درکړي له الله څخه وډارشئ او پوه شئ چې بې شکه الله پاک پر هر شي پوه دی.
[۵] علماو له کتاب څخه قران کریم او له حکمت څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث مراد کړي دي ( ابن جریر الطبري)
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ فَبَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوْهُنَّ اَنْ یَّنْكِحْنَ اَزْوَاجَهُنَّ اِذَا تَرَاضَوْا بَیْنَهُمْ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— ذٰلِكَ یُوْعَظُ بِهٖ مَنْ كَانَ مِنْكُمْ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— ذٰلِكُمْ اَزْكٰی لَكُمْ وَاَطْهَرُ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
او کله چې تاسې ښځې طلاقې کړې او هغوی خپل عدت پوره کړ نو له دې څخه یې مه منع کوئ چې له خپلو پخوانیو میړونو سره بیرته نکاح وکړي چې په مینځ کې یې د عرف او رواج مطابق په نیکه توګه موافقه راشي، په دې خبرې سره ستاسو هغو کسانو ته پند او نصیحت ورکول کیږي چې په الله او اخرنۍ ورځې ایمان لري دا کار تاسې ته ډیر غوره او سپیځلې دی الله پاک پوهیږي او تاسې نه پوهیږئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَالْوَالِدٰتُ یُرْضِعْنَ اَوْلَادَهُنَّ حَوْلَیْنِ كَامِلَیْنِ لِمَنْ اَرَادَ اَنْ یُّتِمَّ الرَّضَاعَةَ ؕ— وَعَلَی الْمَوْلُوْدِ لَهٗ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ اِلَّا وُسْعَهَا ۚ— لَا تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُوْدٌ لَّهٗ بِوَلَدِهٖ ۗ— وَعَلَی الْوَارِثِ مِثْلُ ذٰلِكَ ۚ— فَاِنْ اَرَادَا فِصَالًا عَنْ تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَا ؕ— وَاِنْ اَرَدْتُّمْ اَنْ تَسْتَرْضِعُوْۤا اَوْلَادَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ اِذَا سَلَّمْتُمْ مَّاۤ اٰتَیْتُمْ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
مورګانې باید خپلو بچیو ته دوه بشپړ کلونه تې( شیده) ورکړي دا حکم د هغه چا لپاره دی چې د تي( شیدو) ورکولو موده پوره کول غواړي، په دې موده کې د مورګانو خوراک او پوښاک د وس او توان په رڼا کې د پلرونو په غاړه دی په هیچا باندې د هغه له وس څخه پورته پیټی نه شي ایښوول کیدای نه به مور ته د هغې د بچې له مخې زیان رسول کیږي او نه به پلار ته د بچې له مخې کوم زیان رسول کیږي، د کوچني پر وارث هم همدا وړ حق دی نو که مور او پلار په خوښه د مشورې په رڼا کې پریکړه وکړه چې کوچنی له تي( شیدو) څخه جلا کړي په دواړو هیڅ ګناه نشته ، او که تاسو غوښتل چې خپلو بچیو ته یوه بله ښځه د شیدو لپاره ولټوئ پر تاسې هیڅ ګناه نشته چې هغې ته ټاکلی مال په ښه توګه د عرف او رواج په رڼا کې وسپارئ او له الله څخه وډارشئ او پوه شئ چې الله پاک ستاسې ټولې کړنې ویني.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Al-Baqarah
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close