Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Baqarah   Ayah:
وَاِنْ كُنْتُمْ عَلٰی سَفَرٍ وَّلَمْ تَجِدُوْا كَاتِبًا فَرِهٰنٌ مَّقْبُوْضَةٌ ؕ— فَاِنْ اَمِنَ بَعْضُكُمْ بَعْضًا فَلْیُؤَدِّ الَّذِی اؤْتُمِنَ اَمَانَتَهٗ وَلْیَتَّقِ اللّٰهَ رَبَّهٗ ؕ— وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ ؕ— وَمَنْ یَّكْتُمْهَا فَاِنَّهٗۤ اٰثِمٌ قَلْبُهٗ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ ۟۠
که تاسې په سفر کې وۍ او لیکونکی مو تر لاسه نه کړ نو په کار ده چې یو څیز په ګرو واخلئ، نو که ځينو ستاسو ځینې نور امین وګڼل نو په چا چې باور شوی دی باید د هغه بل امانت ورکړي او له خپل رب الله څخه دې وډار شي او شهادت مه پټوئ او څوک چې شهادت پټوي څرګندیږي چې زړه یې ګناه کار دی او الله ستاسې په کړنو ښه پوه دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَاِنْ تُبْدُوْا مَا فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ اَوْ تُخْفُوْهُ یُحَاسِبْكُمْ بِهِ اللّٰهُ ؕ— فَیَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
هغه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي خاص د یو الله دي، که تاسې د خپلو زړونو(پټ) څیزونه ښکاره کړئ او یا یې پټ، الله به درسره پرې حساب وکړي، نو بیا یې چې چا ته خوښه شوه بښنه به ورته وکړي، او چا ته یې چې خوښه شوه نو عذاب به پرې ورکړي، الله پر هر څیز توانا( قدرتمن) دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
اٰمَنَ الرَّسُوْلُ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مِنْ رَّبِّهٖ وَالْمُؤْمِنُوْنَ ؕ— كُلٌّ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَمَلٰٓىِٕكَتِهٖ وَكُتُبِهٖ وَرُسُلِهٖ ۫— لَا نُفَرِّقُ بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْ رُّسُلِهٖ ۫— وَقَالُوْا سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَاِلَیْكَ الْمَصِیْرُ ۟
رسول او مؤمنانو په هغه څه ایمان راوړی دی چې رسول ته نازل شوي دي، دوی ټولو په الله، او د هغه په ملائکو، کتابونو او رسولانو ایمان راوړی دی، او وایې مونږ د الله په پیغمبرانو کې یو تر بله توپیر نه کو او وایې مونږ د الله حکم واورید او مننه مو وکړه، ای زمونږ ربه ستا بښنه غواړو یوازې تاته در تګ دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَا یُكَلِّفُ اللّٰهُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا ؕ— لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَیْهَا مَا اكْتَسَبَتْ ؕ— رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَاۤ اِنْ نَّسِیْنَاۤ اَوْ اَخْطَاْنَا ۚ— رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَیْنَاۤ اِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهٗ عَلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِنَا ۚ— رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهٖ ۚ— وَاعْفُ عَنَّا ۥ— وَاغْفِرْ لَنَا ۥ— وَارْحَمْنَا ۥ— اَنْتَ مَوْلٰىنَا فَانْصُرْنَا عَلَی الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ ۟۠
الله په هیچا د هغه له توان ( وس) څخه پورته بار نه ږدي، هر چا ته همغه څه دي چې ګټلې یې دي، او د هغه څه مسؤلیت یې په غاړه دی چې کړي یې دي، ای زمونږ ربه! مونږ په هغه څه مه نیسه چې مونږ په هیره کړې او یا په غلطۍ، ای زمونږ ربه! په مونږ دروند پیټی مه باره وه لکه چې له مونږ څخه په وړاندې خلکو مو بار کړی وؤ، ای زمونږ ربه! پر مونږ هغه بار مه ږده چې مونږ یې توان نه لرو، مونږ ته عفوه وکړه، مونږ ته بښنه وکړه، په مونږ مهربان شه ته زمونږ بادار او واکدار یې نو په کافرانو مو بریمن کړه.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Al-Baqarah
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close