Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Baqarah   Ayah:
وَاقْتُلُوْهُمْ حَیْثُ ثَقِفْتُمُوْهُمْ وَاَخْرِجُوْهُمْ مِّنْ حَیْثُ اَخْرَجُوْكُمْ وَالْفِتْنَةُ اَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ ۚ— وَلَا تُقٰتِلُوْهُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتّٰی یُقٰتِلُوْكُمْ فِیْهِ ۚ— فَاِنْ قٰتَلُوْكُمْ فَاقْتُلُوْهُمْ ؕ— كَذٰلِكَ جَزَآءُ الْكٰفِرِیْنَ ۟
او هغوی ووژنئ په هر ځای کې مو چې پرې وس ورسید او ویی باسئ له کومو ځایو څخه یې چې تاسې ایستلي یاست، فتنه او فساد له وژلو څخه خورا بد دی او په مسجد حرام کې تر څو چې هغوی جګړه نه وي پیل کړې تاسې ورسره جګړه مه کوئ خو که هغوی درسره جګړه پیل کړه نو ویې وژنئ همدا د کافرانو جزاء ده.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَاِنِ انْتَهَوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او که لاس یې واخیست نو دا خبره پخه ده چې الله پاک بښونکې او مهربان دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَقٰتِلُوْهُمْ حَتّٰی لَا تَكُوْنَ فِتْنَةٌ وَّیَكُوْنَ الدِّیْنُ لِلّٰهِ ؕ— فَاِنِ انْتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ اِلَّا عَلَی الظّٰلِمِیْنَ ۟
تر هغو ورسره وجنګیږئ چې فتنه له مینځه ولاړه او یوازې د الله دین واکمن شي خو که له جنګ څخه یې لاس واخیست نو پرته له ظالمانو په بل چا تیرې نشته.
Arabic explanations of the Qur’an:
اَلشَّهْرُ الْحَرَامُ بِالشَّهْرِ الْحَرَامِ وَالْحُرُمٰتُ قِصَاصٌ ؕ— فَمَنِ اعْتَدٰی عَلَیْكُمْ فَاعْتَدُوْا عَلَیْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدٰی عَلَیْكُمْ ۪— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ ۟
د حرامې میاشتې بدله همغه حرامه میاشت ده، او د حرامو کړو شوو څیزونو پالنه برابره ده نو که چا پر تاسې تیری کړی وي تاسې هم پرې په همغه شان تیری وکړئ او له الله څخه و‌ډارشئ او پوه شئ چې الله له ده څخه د ډاریدونکو مل دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاَنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَلَا تُلْقُوْا بِاَیْدِیْكُمْ اِلَی التَّهْلُكَةِ ۛۚ— وَاَحْسِنُوْا ۛۚ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
د الله په لیار کې مو مالونه مصرف او پخپلو لاسونو ځانونه په هلاکت کې مه اچوئ او ښیګڼې کوئ بې شکه چې الله پاک ښیګڼه کوونکي خوښوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلّٰهِ ؕ— فَاِنْ اُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَیْسَرَ مِنَ الْهَدْیِ ۚ— وَلَا تَحْلِقُوْا رُءُوْسَكُمْ حَتّٰی یَبْلُغَ الْهَدْیُ مَحِلَّهٗ ؕ— فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَّرِیْضًا اَوْ بِهٖۤ اَذًی مِّنْ رَّاْسِهٖ فَفِدْیَةٌ مِّنْ صِیَامٍ اَوْ صَدَقَةٍ اَوْ نُسُكٍ ۚ— فَاِذَاۤ اَمِنْتُمْ ۥ— فَمَنْ تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ اِلَی الْحَجِّ فَمَا اسْتَیْسَرَ مِنَ الْهَدْیِ ۚ— فَمَنْ لَّمْ یَجِدْ فَصِیَامُ ثَلٰثَةِ اَیَّامٍ فِی الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ اِذَا رَجَعْتُمْ ؕ— تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ؕ— ذٰلِكَ لِمَنْ لَّمْ یَكُنْ اَهْلُهٗ حَاضِرِی الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟۠
د الله لپاره حج او عمره پوره کړئ خو که چیرې ستاسې مخه ونیول شوه د خپل توان په رڼا کې قرباني وکړئ مګر سرونه مو باید تر هغو کل نه کړئ تر څو چې د قربانۍ څاروي د حلالولو ځای ته نه وي رسیدلي او که ستاسې کوم یو ناروغ او یا یې په سر کې څه تکلیف وي او سر یې کل کړ نو باید د فدیې په توګه روژه ونیسي یا خیرات ورکړي او یا څاروی حلال کړي او کله چې ډاډمن شوئ نو چا چې : عمره سره له حج کړې وي نو باید د خپلې وسي څاروی قربانې کړي خو که چاته په لاس ورنه شي نو درې ورځې دې د حج په شپو کې روژه ونیسي او(۷) ورځې دې هغه وخت روژه شي چې کله خپلو ځایونو ته ستانه شئ په دې توګه(۱۰) ورځې پوره شوې، دا سانتیا د هغه چا لپاره ده چې : کورنۍ يې د مسجد حرام په حدودو کې نه وي له الله څخه و ډار شئ او پوه شئ چې الله پاک خورا سخت عذاب ورکوونکې دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Al-Baqarah
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close