Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 拉尔德   段:
وَیَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالسَّیِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ وَقَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمُ الْمَثُلٰتُ ؕ— وَاِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ مَغْفِرَةٍ لِّلنَّاسِ عَلٰی ظُلْمِهِمْ ۚ— وَاِنَّ رَبَّكَ لَشَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
او هغوی له تا نه بده ورځ له ښې ورځې نه وړاندې په منډه غواړي سره له دې چې له دوی نه وړاندې دا وړ عذابونه ډیر تیر شوې دي. او بې له شکه چې ستا رب د خلکو د تیریو ښه بښونکی او هم ستا رب د سخت عذاب ورکولو والا دی.
阿拉伯语经注:
وَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُنْذِرٌ وَّلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ ۟۠
او کافران دا هم وايې چې په دې پیغمبر د خپل رب له لورې ولې یوه ښکاره نښه نده نازله شوې؟ ای محمده! پخه خبره همدا ده چې ته یوازې یو ډاروونکی يې او د هر قوم لپاره یو لار ښود وي.
阿拉伯语经注:
اَللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تَحْمِلُ كُلُّ اُ وَمَا تَغِیْضُ الْاَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ ؕ— وَكُلُّ شَیْءٍ عِنْدَهٗ بِمِقْدَارٍ ۟
الله پاک ته هغه ټول ښه معلوم دي چې ښځې يې په خپلو ګیډو کې پالي او په رحمونو کې چې څه زیاتوالی یا کموالی راځي له هغه نه هم خبر دی. د هغه له لورې هر شي ته اندازه ټاکل شوې ده.
阿拉伯语经注:
عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ الْكَبِیْرُ الْمُتَعَالِ ۟
په پټ او ښکاره هر څه پوه، له هر چا لوي او تر هر چا لوړ او بر دی.
阿拉伯语经注:
سَوَآءٌ مِّنْكُمْ مَّنْ اَسَرَّ الْقَوْلَ وَمَنْ جَهَرَ بِهٖ وَمَنْ هُوَ مُسْتَخْفٍ بِالَّیْلِ وَسَارِبٌ بِالنَّهَارِ ۟
که له تاسې نه څوک ورو خبره وکړي یا په زوره او یا څوک ځان دشپې په تیاره کې پټ او یا د ورځې په رڼا کې ښکاره کړي د هغه لپاره ټول یو شان دي.
阿拉伯语经注:
لَهٗ مُعَقِّبٰتٌ مِّنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَمِنْ خَلْفِهٖ یَحْفَظُوْنَهٗ مِنْ اَمْرِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتّٰی یُغَیِّرُوْا مَا بِاَنْفُسِهِمْ ؕ— وَاِذَاۤ اَرَادَ اللّٰهُ بِقَوْمٍ سُوْٓءًا فَلَا مَرَدَّ لَهٗ ۚ— وَمَا لَهُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّالٍ ۟
د هر چا په وړاندې او وروسته څارونکې ملائکې دي چې د الله په حکم سره د هغه ساتنه کوي. حقیقت دا دی چې الله د یوه قوم حالت نه بدلوي تر څو هغوی د خپلو ځانو ګرویګنو کې بدلون رانه ولي. او کله چې الله پاک کوم قوم ته سزا ورکولو پریکړه وکړي نو هیڅوک یې مخه نه شي نیولای. او نه به دا وړ خلک پرته له الله نه څوک ملاتړ او سر پرست پیدا کړای شي.
阿拉伯语经注:
هُوَ الَّذِیْ یُرِیْكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَّطَمَعًا وَّیُنْشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَ ۟ۚ
الله هغه ذات دی چې بريښنا درته ځلوي چې هم ترې ډاریږئ او هم مو ورته هیلې وي او هم له اوبو ډکې او درنې وريځې راپورته کوي.
阿拉伯语经注:
وَیُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهٖ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ مِنْ خِیْفَتِهٖ ۚ— وَیُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَیُصِیْبُ بِهَا مَنْ یَّشَآءُ وَهُمْ یُجَادِلُوْنَ فِی اللّٰهِ ۚ— وَهُوَ شَدِیْدُ الْمِحَالِ ۟ؕ
د وریځو کړ سهار يې له تسبیح سره حمد او ثنا وايې او ملائکې يې له ډار او ویرې نه، او تندرونه رالیږي چې پر چايې خوښه شي په همغه وخت يې پرې ورغورځوي چې د الله په هکله یو له بل سره په جګړو اخته وي. هو! د هغه عذاب او پیاوړتیا له هر چا وړاندې ده.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拉尔德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭