Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 拉尔德   段:

رعد

الٓمّٓرٰ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ ؕ— وَالَّذِیْۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ الْحَقُّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
المر ـ دا د الهي کتاب ایتونه دي. هغه څه چې ستا د رب له لورې تاته نازل شوي دي حق دي خو ډیر خلک پرې ایمان نه راوړي.
阿拉伯语经注:
اَللّٰهُ الَّذِیْ رَفَعَ السَّمٰوٰتِ بِغَیْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ؕ— كُلٌّ یَّجْرِیْ لِاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— یُدَبِّرُ الْاَمْرَ یُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَآءِ رَبِّكُمْ تُوْقِنُوْنَ ۟
الله هغه ذات دی چې اسمان يې پرته له ستنو ودرولی دی تاسې يې په خپله ګورئ بیا يې په عرش استواء وکړه. لمر او سپوږمۍ يې په واک کې اخیستې. چې هر یو تر ټاکلي وخت پورې چلیږي. د چارو واګي يې په لاس کې نیولي او خپل دلایل وړاندې کوي تر څو تاسې د خپل رب په ملاقات باور وکړئ.
阿拉伯语经注:
وَهُوَ الَّذِیْ مَدَّ الْاَرْضَ وَجَعَلَ فِیْهَا رَوَاسِیَ وَاَنْهٰرًا ؕ— وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ جَعَلَ فِیْهَا زَوْجَیْنِ اثْنَیْنِ یُغْشِی الَّیْلَ النَّهَارَ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟
او الله هغه ذات دی چې ځمکه يې غوړولي، په دې کې يې د غرونو میخونه ټک وهلي او سیندونه يې پکې بیه ولي. او هر ډول میوي يې جوړه جوړه پيدا کړي شپه پر ورځې ور خوري. په دې ټولو کې د هغو خلکو لپاره پوره دلایل دي چې له غور او فکر نه کار اخلي.
阿拉伯语经注:
وَفِی الْاَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجٰوِرٰتٌ وَّجَنّٰتٌ مِّنْ اَعْنَابٍ وَّزَرْعٌ وَّنَخِیْلٌ صِنْوَانٌ وَّغَیْرُ صِنْوَانٍ یُّسْقٰی بِمَآءٍ وَّاحِدٍ ۫— وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلٰی بَعْضٍ فِی الْاُكُلِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
او په ځمکه کې جلا، جلا سیمې دي چې یو له بل سره نښتې دي، د انګورو باغونه دي کښتونه دي او خُرما دي چې د ځینو جلا، جلا ښاخونه له یوه ډډ نه پورته شوي او ځينې يې له هر ډډ نه یوازې یوه ونه پورته شوې وي ټولو میوو ته یو شان اوبه ورکول کیږي. خو بیا هم مونږ ځینې په ځینو نورو په خوند اومزه کې غوره کوو. په دې ټولو کې د هغو خلکو لپاره ډیرې نښانې دي چې له عقل نه کار اخلي.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ ءَاِذَا كُنَّا تُرٰبًا ءَاِنَّا لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ؕ۬— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ الْاَغْلٰلُ فِیْۤ اَعْنَاقِهِمْ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
او که ته تعجب کوې نو رښتیا هم د هغوی خبره د تعجب وړ ده چې وايي ایا چې مونږ خاورې شو نو بیا به له سره ژوندي کیږو؟ دا هغه کسان دي چې په خپل رب کافران شوي دي. او د همدغو کسانو په غاړو کې به د اوسپنې ځنځیرونه وي. او همدوی د اور ملګري دي چې تل به پکې وي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拉尔德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭