Check out the new design

Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz. * - Ishakiro ry'ibisobanuro


Ibisobanuro by'amagambo Umurongo: (5) Isura: Al Hajj
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنْ كُنْتُمْ فِیْ رَیْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَاِنَّا خَلَقْنٰكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَّغَیْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَیِّنَ لَكُمْ ؕ— وَنُقِرُّ فِی الْاَرْحَامِ مَا نَشَآءُ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوْۤا اَشُدَّكُمْ ۚ— وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّتَوَفّٰی وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّرَدُّ اِلٰۤی اَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَیْلَا یَعْلَمَ مِنْ بَعْدِ عِلْمٍ شَیْـًٔا ؕ— وَتَرَی الْاَرْضَ هَامِدَةً فَاِذَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَاَنْۢبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِیْجٍ ۟
ای خلکو!که له مرګ نه وروسته په بیا ژوند کې مو څه شک وي نو باید پوه شئ چې تاسې مو له خاورې([۱۵]ب)پيدا کړي یې بیا له نطفي،بیا د ویني له یوې ټوټې،بیا د غوښې له یوی بوټۍ چې روغ بدن ترې جوړ شوی وي او یا ترې پوره بدن نه وي جوړ شوی. تر څو درته خپل قدرت او حکمت څرګند کړو.او چې زمونږ خوښه شي.نو په رحمونو کې ځینې نطفې تر ټاکلي مودې پورې ساتو.بیا مو کوچني راوباسو،بیا مو پالو[۱۶] تر څو چې بشپړې ځوانۍ ته ورسیږئ.ځینې مو مړه کیږي،او ځینې مو د ناکاره عمر خواته ګرځول کیږي چې په هر څه باندې له پوهیدلو وروسته بیا په هیڅ ونه پوهیږي.او ته ګورې چې ځمکه وچه کلکه وي خو کله چې مونږ پرې اوبه راوور وو نو تاسره ډډه او خوزیږي او هر ډول ښکلي او تازه بوټي را زرغون کړي.
[۱۵] ـ یوه معنا یې داسې کیدای شي چې:د هر څیز اصل له خاورې نه دی یعنې له کومو عناصرو چې انسان جوړ شوی دی او یا معنا دا چې ستاسې اولنې پیدایښت له خاورې وشو چې ادم علیه السلام په مستقیم ډول له خاورې نه پيدا شو.او بیا د پيدایښت سلسله له نطفې نه دوامداره شوه.
[۱۶] ـ له پیدایښت وروسته تاسې دری ډوله یاست:۱:ځینې له ځوانۍ نه مخکې مړه کیږئ۲:ځينې تر ځوانۍ رسیږئ۳:او ځینې تر بوډا توب رسیږئ.
Ibisobanuro by'icyarabu:
 
Ibisobanuro by'amagambo Umurongo: (5) Isura: Al Hajj
Urutonde rw'amasura numero y'urupapuro
 
Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz. - Ishakiro ry'ibisobanuro

byasobanuwe na Mawlawi Janbaz Sarfaraz

Gufunga