Check out the new design

Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz. * - Ishakiro ry'ibisobanuro


Ibisobanuro by'amagambo Isura: Al Hajj   Umurongo:

حج

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّكُمْ ۚ— اِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَیْءٌ عَظِیْمٌ ۟
ای خلکو!له خپل رب نه ودار شئ.او پوه شئ چې د قیامت زلزله خورا درنه ده.
Ibisobanuro by'icyarabu:
یَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّاۤ اَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَی النَّاسَ سُكٰرٰی وَمَا هُمْ بِسُكٰرٰی وَلٰكِنَّ عَذَابَ اللّٰهِ شَدِیْدٌ ۟
په کومه ورځ چې ورسره مخ شي نو وبه ګورې چې هره تي ور کوونکي به له خپل تي خورنه بې پروا،او هره بلار به،به په خیټه بچی ګوزار او خلک به درته نیشه ښکاره شي هغوی به له مستۍ نیشه نه وي بلکې د الله عذاب خورا ډیر سخت دی.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّیَتَّبِعُ كُلَّ شَیْطٰنٍ مَّرِیْدٍ ۟ۙ
او ځینې خلک د الله په هکله د ناپوهۍ خبرې کوي او د هر سرکښه شیطان پسې ځي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
كُتِبَ عَلَیْهِ اَنَّهٗ مَنْ تَوَلَّاهُ فَاَنَّهٗ یُضِلُّهٗ وَیَهْدِیْهِ اِلٰی عَذَابِ السَّعِیْرِ ۟
د شیطان په هکله دا خبره پخه ده چې هر څوک ورسره دوستي وکړي،نو هغه به یې بې لارې او د دوزخ د عذاب په لور به ښوونه ورته وکړي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنْ كُنْتُمْ فِیْ رَیْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَاِنَّا خَلَقْنٰكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَّغَیْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَیِّنَ لَكُمْ ؕ— وَنُقِرُّ فِی الْاَرْحَامِ مَا نَشَآءُ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوْۤا اَشُدَّكُمْ ۚ— وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّتَوَفّٰی وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّرَدُّ اِلٰۤی اَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَیْلَا یَعْلَمَ مِنْ بَعْدِ عِلْمٍ شَیْـًٔا ؕ— وَتَرَی الْاَرْضَ هَامِدَةً فَاِذَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَاَنْۢبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِیْجٍ ۟
ای خلکو!که له مرګ نه وروسته په بیا ژوند کې مو څه شک وي نو باید پوه شئ چې تاسې مو له خاورې([۱۵]ب)پيدا کړي یې بیا له نطفي،بیا د ویني له یوې ټوټې،بیا د غوښې له یوی بوټۍ چې روغ بدن ترې جوړ شوی وي او یا ترې پوره بدن نه وي جوړ شوی. تر څو درته خپل قدرت او حکمت څرګند کړو.او چې زمونږ خوښه شي.نو په رحمونو کې ځینې نطفې تر ټاکلي مودې پورې ساتو.بیا مو کوچني راوباسو،بیا مو پالو[۱۶] تر څو چې بشپړې ځوانۍ ته ورسیږئ.ځینې مو مړه کیږي،او ځینې مو د ناکاره عمر خواته ګرځول کیږي چې په هر څه باندې له پوهیدلو وروسته بیا په هیڅ ونه پوهیږي.او ته ګورې چې ځمکه وچه کلکه وي خو کله چې مونږ پرې اوبه راوور وو نو تاسره ډډه او خوزیږي او هر ډول ښکلي او تازه بوټي را زرغون کړي.
[۱۵] ـ یوه معنا یې داسې کیدای شي چې:د هر څیز اصل له خاورې نه دی یعنې له کومو عناصرو چې انسان جوړ شوی دی او یا معنا دا چې ستاسې اولنې پیدایښت له خاورې وشو چې ادم علیه السلام په مستقیم ډول له خاورې نه پيدا شو.او بیا د پيدایښت سلسله له نطفې نه دوامداره شوه.
[۱۶] ـ له پیدایښت وروسته تاسې دری ډوله یاست:۱:ځینې له ځوانۍ نه مخکې مړه کیږئ۲:ځينې تر ځوانۍ رسیږئ۳:او ځینې تر بوډا توب رسیږئ.
Ibisobanuro by'icyarabu:
 
Ibisobanuro by'amagambo Isura: Al Hajj
Urutonde rw'amasura numero y'urupapuro
 
Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz. - Ishakiro ry'ibisobanuro

byasobanuwe na Mawlawi Janbaz Sarfaraz

Gufunga