Check out the new design

Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz. * - Ishakiro ry'ibisobanuro


Ibisobanuro by'amagambo Isura: Ar’aadu   Umurongo:
لَهٗ دَعْوَةُ الْحَقِّ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَسْتَجِیْبُوْنَ لَهُمْ بِشَیْءٍ اِلَّا كَبَاسِطِ كَفَّیْهِ اِلَی الْمَآءِ لِیَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَالِغِهٖ ؕ— وَمَا دُعَآءُ الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟
یوازې د هغه رابلل حق دي. او هغه کسان چې پرته له هغه نور څه بلي خدایان يې هیڅ بلنه نه شي پوره کولی د الله نه پرته د نور څه بلل داسې دي لکه څوک دواړه لاسونه اوبو ته اوږده کړي چې اوبو راشئ زما خولې ته راشئ او اوبه ورته نه رسیږي. په همدې توګه د کافرانو بلنه هم پرته له زیان او تاوان نه بله ګټه نه لري.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَلِلّٰهِ یَسْجُدُ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ طَوْعًا وَّكَرْهًا وَّظِلٰلُهُمْ بِالْغُدُوِّ وَالْاٰصَالِ ۟
د اسمانونو او څمکې ټول څیزونه او د هغوی سیوري خوښ وي که ناخوښه سهار او ماښام یوازې یو الله ته په سجده پریوزي
Ibisobanuro by'icyarabu:
قُلْ مَنْ رَّبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قُلِ اللّٰهُ ؕ— قُلْ اَفَاتَّخَذْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ لَا یَمْلِكُوْنَ لِاَنْفُسِهِمْ نَفْعًا وَّلَا ضَرًّا ؕ— قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ۙ۬— اَمْ هَلْ تَسْتَوِی الظُّلُمٰتُ وَالنُّوْرُ ۚ۬— اَمْ جَعَلُوْا لِلّٰهِ شُرَكَآءَ خَلَقُوْا كَخَلْقِهٖ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَیْهِمْ ؕ— قُلِ اللّٰهُ خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ وَّهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ۟
ای محمده! ووایه چې د اسمانونو او ځمکې رب څوک دی؟ ورته ووایه چې یوازې یو الله دی. ای محمده! ووایه چې خبره همدا ده نو تاسې ولې پرته له هغه نه داسې دوستان نیولي چې خپلو ځانو ته د ګټې او تاوان واک نه لري؟ ای محمده! ووایه ایا ړوند او بینا یو برابر دي؟ او ایا تیارې او رڼا سره یو شان دي؟ او ایا دوی له الله سره شریکان نیولي؟ ایا د دوی شریکانو د الله په شان پیدایښت کړی؟ چې له دې کبله پر هغوی د پیدایښت موضوع د اشتباه وړ ګرځیدلې؟ ووایه چې الله پاک د هر شي پیدا کوونکی، یو، او په هر څه برلاسی او زورور دی.
Ibisobanuro by'icyarabu:
اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَسَالَتْ اَوْدِیَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّیْلُ زَبَدًا رَّابِیًا ؕ— وَمِمَّا یُوْقِدُوْنَ عَلَیْهِ فِی النَّارِ ابْتِغَآءَ حِلْیَةٍ اَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِّثْلُهٗ ؕ— كَذٰلِكَ یَضْرِبُ اللّٰهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ ؕ۬— فَاَمَّا الزَّبَدُ فَیَذْهَبُ جُفَآءً ۚ— وَاَمَّا مَا یَنْفَعُ النَّاسَ فَیَمْكُثُ فِی الْاَرْضِ ؕ— كَذٰلِكَ یَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَ ۟ؕ
الله پاک له اسمان نه اوبه راښکته، په هره کنده کې په خپله اندازه اوبه رواني او سیلابونو له ځان سره د اوبو په سر زګ هم را روان کړی وي. او همدا وړ زګ د هغو څیزونو په سر هم وي چې د ګاڼو او لوښو د جوړولو لپاره په اور ویلي کيږي. همدا مثال الله پاک د حق او باطل په وړاندې کوي په دې معنا چې زګ اخوا دیخوا بې ګټې ولاړ شي او هغه چې خلکو ته ګټه من وي په ځمکه کې تم کیږي. هو! په دې ډول الله مثالونه بیانوي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
لِلَّذِیْنَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِّهِمُ الْحُسْنٰی ؔؕ— وَالَّذِیْنَ لَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهٗ لَوْ اَنَّ لَهُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّمِثْلَهٗ مَعَهٗ لَافْتَدَوْا بِهٖ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ سُوْٓءُ الْحِسَابِ ۙ۬— وَمَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟۠
کومو کسانو چې د خپل رب مننه وکړه د هغوی لپاره ښیګڼه ده. او هغو کسانو چې د هغه مننه نه ده کړي که د ځمکې ټوله شتمني او دومره نوره هم د هغوی په واک کې وي نو له عذاب نه د بچ کیدلو په هیله به يې خامخا په بدل کې ورکړي. له دې خلکو سره به بد حساب وشي[۱۵] او ورتګ يې جهنم ته دی چې د ورتګ خورا بد ځای دی.
[۱۵] په ټولو ګناهونو به ونیول شي او د هیڅ شي عفوه به ورته ونه شي( ابن جریر الطبری).
Ibisobanuro by'icyarabu:
 
Ibisobanuro by'amagambo Isura: Ar’aadu
Urutonde rw'amasura numero y'urupapuro
 
Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz. - Ishakiro ry'ibisobanuro

byasobanuwe na Mawlawi Janbaz Sarfaraz

Gufunga