Check out the new design

Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igi Pashto - Byakosowe n'ikigo Rowad Translation Center. * - Ishakiro ry'ibisobanuro

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Ibisobanuro by'amagambo Isura: Al Baqarat   Umurongo:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الْمَلَاِ مِنْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ مِنْ بَعْدِ مُوْسٰی ۘ— اِذْ قَالُوْا لِنَبِیٍّ لَّهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُّقَاتِلْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— قَالَ هَلْ عَسَیْتُمْ اِنْ كُتِبَ عَلَیْكُمُ الْقِتَالُ اَلَّا تُقَاتِلُوْا ؕ— قَالُوْا وَمَا لَنَاۤ اَلَّا نُقَاتِلَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَقَدْ اُخْرِجْنَا مِنْ دِیَارِنَا وَاَبْنَآىِٕنَا ؕ— فَلَمَّا كُتِبَ عَلَیْهِمُ الْقِتَالُ تَوَلَّوْا اِلَّا قَلِیْلًا مِّنْهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟
آیا ته نه ګورې حال د یوې ډلې د بني اسرائيلو ته وروسته له زمانې د موسی -علیه السلام- نه کله چې دوی خپل نبي ته وویل: ته موږ ته یو پاچا وټاکه چې موږ (د هغه تر مشرۍ لاندې) د الله په لاره کې جګړه وکړو، (نو) وویل (نبي) یقینا نږدې ده که فرض کړی شي پر تاسو دا جنګ، تاسو به جګړه ونه کړئ. دوی وویل: دا څنګه کېدای شي چې موږ د الله په لاره کې جنګ ونه کړو؟ حال دا چې موږ له خپلو کورونو ویستل شوي یو او له اولادونو نه (لرې کړای شوي یو) نو کله چې فرض کړی شو پر دوی باندې جنګ، نو له لږ کسانو پرته نورو ټولو (له جګړې) مخ وګرځولو او الله تعالی ښه عالم دی پر ظالمانو باندې (نو هغوی ته جزا ورکوي).
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَقَالَ لَهُمْ نَبِیُّهُمْ اِنَّ اللّٰهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوْتَ مَلِكًا ؕ— قَالُوْۤا اَنّٰی یَكُوْنُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَیْنَا وَنَحْنُ اَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ یُؤْتَ سَعَةً مِّنَ الْمَالِ ؕ— قَالَ اِنَّ اللّٰهَ اصْطَفٰىهُ عَلَیْكُمْ وَزَادَهٗ بَسْطَةً فِی الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ ؕ— وَاللّٰهُ یُؤْتِیْ مُلْكَهٗ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟
او وویل دوی ته نبي د دوی چې بېشکه الله تعالی تاسي ته طالوت (د) پاچا (په توګه) غوره کړی دی. دوی (بني اسرائیلو) وویل: چې څنګه به (طالوت) پر موږ پاچا وي؟ په داسې حال کې چې موږ ډېر مستحق یو له هغه نه چې په پاچايۍ؛ او هغه ته د مال پراخي (هم) نه ده ورکړل شوې، (نبي) وویل: چې بېشکه الله تعالی غوره کړی دی دا طالوت پر تاسي باندې او زیات کړی يې دی هغه له جهته د پراخۍ په علم او (په) جسم کې او الله تعالی ورکوي خپله پاچاهي چاته یې چې وغواړي او الله تعالی پراخ فضل والا عالم دی.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَقَالَ لَهُمْ نَبِیُّهُمْ اِنَّ اٰیَةَ مُلْكِهٖۤ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ التَّابُوْتُ فِیْهِ سَكِیْنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَبَقِیَّةٌ مِّمَّا تَرَكَ اٰلُ مُوْسٰی وَاٰلُ هٰرُوْنَ تَحْمِلُهُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟۠
او د دوی نبي دوی ته وویل: چې بېشکه علامه د پادشاهۍ د ده (طالوت) دا ده چې تاسې ته به (یو) صندوق راشي چې په هغه کې به ستاسې د رب (له لوري) آرامتیا او د موسی او هارون د اولادې میراثونه وي چې هغه (صندوق) به ملایکې حمل کوي، بېشکه په دې کې ستاسو لپاره لویه نښه ده که چېرې تاسي مومنان یاست.
Ibisobanuro by'icyarabu:
 
Ibisobanuro by'amagambo Isura: Al Baqarat
Urutonde rw'amasura numero y'urupapuro
 
Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igi Pashto - Byakosowe n'ikigo Rowad Translation Center. - Ishakiro ry'ibisobanuro

Yasobanuwe n'itsinda ry'ikigo Rowad cy'ubusobanuzi ku bufatanye n'ishyirahamwe ryo kwamamaza idini ry'ahitwa Rab'wat hamwe n'umuryango Islamic Content mu ndimi zitandukanye.

Gufunga