Check out the new design

Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igi Pashto - Byakosowe n'ikigo Rowad Translation Center. * - Ishakiro ry'ibisobanuro

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Ibisobanuro by'amagambo Isura: Al Baqarat   Umurongo:
اِنَّ فِیْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاخْتِلَافِ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِیْ تَجْرِیْ فِی الْبَحْرِ بِمَا یَنْفَعُ النَّاسَ وَمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنَ السَّمَآءِ مِنْ مَّآءٍ فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِیْهَا مِنْ كُلِّ دَآبَّةٍ ۪— وَّتَصْرِیْفِ الرِّیٰحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَیْنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
بېشکه د آسمانو او زمکې په پیداکولو کې او په اختلاف د شپې او د ورځې کې (چې اوږدیږي، لنډیږي پرله پسې رڼا او تیاره راځي، یخیږي او ګرمیږي) او په بیړیو (کښتیو) هغو کې چې روانې وي په دریاب کې په هغه سره چې فائده رسوي خلکو ته او په هغه څه کې چې نازل کړي دي الله تعالی له (طرفه د) آسمانه له اوبو ځينې نو ژوندۍ (زرغونه) کړې یې ده په هغو (اوبو) سره زمکه وروسته له مرګه (وچوالی) د هغې او خواره کړي یې دي په دې زمکه کې له هر قسمه خوځیدونکو (حیواناتو) څخه، او په ګرځولو (بدلولو) د بادونو کې او په (ودرولو) د هغې وریځې کې چې مسخره کړل شوې ده په مینځ د اسمان او زمکې کې، خامخا دلیلونه دي (په وحدانیت د الله تعالی) لپاره د هغه قوم چې له عقله کار اخلي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّتَّخِذُ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَنْدَادًا یُّحِبُّوْنَهُمْ كَحُبِّ اللّٰهِ ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَشَدُّ حُبًّا لِّلّٰهِ ؕ— وَلَوْ یَرَی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اِذْ یَرَوْنَ الْعَذَابَ ۙ— اَنَّ الْقُوَّةَ لِلّٰهِ جَمِیْعًا ۙ— وَّاَنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعَذَابِ ۟
او ځینې خلک داسې دي چې له الله پرته شریکان (په عبادت کې) نیسي، له هغوی سره داسې مینه کوي لکه څنګه چې له الله سره (مینه لازمه) ده او هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی له الله سره ډېره (بې درېغه) مینه کوي او که ووینې هغه کسان چې ظلم یې کړی دی (په خپلو نفسونو په شرک سره) په هغه وخت کې چې وویني دوی عذاب چې بېشکه ټول قوت خاص الله تعالی لره دی او بېشکه الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی.
Ibisobanuro by'icyarabu:
اِذْ تَبَرَّاَ الَّذِیْنَ اتُّبِعُوْا مِنَ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْا وَرَاَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْاَسْبَابُ ۟
کله چې مشران (چې پرته له الله یې تابعداري کېدله) له خپلو پیروانو (کشرانو) بېزاري څرګنده کړي او دوی عذاب وویني او غوڅ شي په دوی (هغه ټول) سببونه (د خپلولۍ اړیکې).
Ibisobanuro by'icyarabu:
وَقَالَ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْا لَوْ اَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّاَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوْا مِنَّا ؕ— كَذٰلِكَ یُرِیْهِمُ اللّٰهُ اَعْمَالَهُمْ حَسَرٰتٍ عَلَیْهِمْ ؕ— وَمَا هُمْ بِخٰرِجِیْنَ مِنَ النَّارِ ۟۠
او هغه خلك (چې په دنيا كې) پیروان وو، و به وايي چې كاشكې يو ځل بېرته دنيا ته ستانه شوي وای؛ نو څنګه چې نن دوى له موږ بېزاري څرګندوي، نو موږ به هم له دوی څخه بېزاري ښكاره كړې واى، همداسې (لکه چې وښوده الله جل جلاله دوی ته د عذاب سختي او د یوه بل نه بیزاري) وبه ښایي دوی ته الله (ناکاره) عملونه د دوی افسوسونه په دوی باندې او نه به وي دوی هېڅکله (د دوزخ) له اور څخه وتونکي.
Ibisobanuro by'icyarabu:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ كُلُوْا مِمَّا فِی الْاَرْضِ حَلٰلًا طَیِّبًا ؗ— وَّلَا تَتَّبِعُوْا خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ ؕ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟
اې خلکو! خورئ تاسې له (ځینو هغو) شیانو څخه چې په زمکه کې دي حلال پاک او د شیطان د قدمونو پیروي مه کوئ (شیطان پسې مه ځئ!) بېشکه چې هغه (شیطان) ستاسې ښکاره دښمن دی.
Ibisobanuro by'icyarabu:
اِنَّمَا یَاْمُرُكُمْ بِالسُّوْٓءِ وَالْفَحْشَآءِ وَاَنْ تَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
بېشکه هغه (شیطان) خو تاسې ته د بدو کړنو او ګناه حکم کوي او تاسې ته د الله تعالی په اړه داسې څه وايي (په الله پورې دروغ خبرې تړي) چې تاسې پرې نه پوهېږئ.
Ibisobanuro by'icyarabu:
 
Ibisobanuro by'amagambo Isura: Al Baqarat
Urutonde rw'amasura numero y'urupapuro
 
Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igi Pashto - Byakosowe n'ikigo Rowad Translation Center. - Ishakiro ry'ibisobanuro

Yasobanuwe n'itsinda ry'ikigo Rowad cy'ubusobanuzi ku bufatanye n'ishyirahamwe ryo kwamamaza idini ry'ahitwa Rab'wat hamwe n'umuryango Islamic Content mu ndimi zitandukanye.

Gufunga