Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹൂദ്   ആയത്ത്:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ؕ— قُلْ فَاْتُوْا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِّثْلِهٖ مُفْتَرَیٰتٍ وَّادْعُوْا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
ایا هغوی وايې چې محمد قرآن له ځانه جوړ کړی دی ای محمده! ووایه نو که ستاسې دا خبره رښتیا وي نو تاسې هم د قران په څیر لس سورتونه له ځان نه جوړ کړئ او پرته له الله مو چې چاته لاس رسیږي مرسته ترې وغواړئ.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَاِلَّمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَكُمْ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّمَاۤ اُنْزِلَ بِعِلْمِ اللّٰهِ وَاَنْ لَّاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— فَهَلْ اَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟
که ستاسې معبودانو ستاسې غوښتنه پوره نه کړای شوه نو پوه شئ چې قران یوازې د الله په علم سره نازل شوی دی او پرته له همغه یو الله نه بل هیڅ معبود نشته ـ نو ایا اوس د حق منلو ته تیار یاست؟.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا وَزِیْنَتَهَا نُوَفِّ اِلَیْهِمْ اَعْمَالَهُمْ فِیْهَا وَهُمْ فِیْهَا لَا یُبْخَسُوْنَ ۟
څوک چې یوازې همدا دنیا او ښکلا يې وغواړي مونږ به يې د کړنو بدل همدلته پرته له څه کموالي ورکړو.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَیْسَ لَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ اِلَّا النَّارُ ۖؗ— وَحَبِطَ مَا صَنَعُوْا فِیْهَا وَبٰطِلٌ مَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
خو ددې خلکو لپاره په اخرت کې پرته له اور بل هیڅ نشته. ددې ځای ګردې کړنې يې بابیزه، او ټولې هلې ځلې يې خوشې ولاړې.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اَفَمَنْ كَانَ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّهٖ وَیَتْلُوْهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ وَمِنْ قَبْلِهٖ كِتٰبُ مُوْسٰۤی اِمَامًا وَّرَحْمَةً ؕ— اُولٰٓىِٕكَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ ؕ— وَمَنْ یَّكْفُرْ بِهٖ مِنَ الْاَحْزَابِ فَالنَّارُ مَوْعِدُهٗ ۚ— فَلَا تَكُ فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْهُ ۗ— اِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
نو دا غوره دی او که هغه چې د خپل رب له لورې په روښانه لار وي؟ د الله له لورې شاهد[۲] هم ورسره وي؟ او له دې وړاندې د موسی کتاب د لارښود او رحمت په توګه تیر شوی دی؟ دا غوره خلک په همدې حق ایمان راوړي. او کومې انساني پرګنې چې ترې منکرې شي نو له هغوی سره مو د اور وعده ده. نو ای پیغمبره! په دې هکله باید هیڅ شک درسره نه وي چې دا قران په حقه ستا د رب له لورې نازل شوی دی خو ډیر خلک پرې ایمان نه راوړي.
[۲] یعنې جبرایئیل علیه السلام ( معارف القران)
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ یُعْرَضُوْنَ عَلٰی رَبِّهِمْ وَیَقُوْلُ الْاَشْهَادُ هٰۤؤُلَآءِ الَّذِیْنَ كَذَبُوْا عَلٰی رَبِّهِمْ ۚ— اَلَا لَعْنَةُ اللّٰهِ عَلَی الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ
او له هغه چا نه به بل لوی ظالم څوک وي چې پر الله يې درواغ تړلي ،ي؟ دوی چې الله ته وړاندې کړای شي نو شاهدان به وايي: دوی همغه کسان دي چ ېپر خپل رب يې درواغ تړلي وو. واورئ چې پر ظالمانو د الله لعنت دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
الَّذِیْنَ یَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَیَبْغُوْنَهَا عِوَجًا ؕ— وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
پر هغو ظالمانو چې د الله له لارې خلک منع کوي، او هڅه کوي چې کږه يې خلکو ته وړاندې او له اخرت نه منکر وي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹൂദ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക