Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹൂദ്   ആയത്ത്:
قَالَتْ یٰوَیْلَتٰۤی ءَاَلِدُ وَاَنَا عَجُوْزٌ وَّهٰذَا بَعْلِیْ شَیْخًا ؕ— اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ عَجِیْبٌ ۟
هغې وویل: های زه بوډۍ به بچی وزیږوم؟ او زما دا خاوند چې ډير بوډا شوی دی. دا خو یو ډیر حیرانوونکی کار دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قَالُوْۤا اَتَعْجَبِیْنَ مِنْ اَمْرِ اللّٰهِ رَحْمَتُ اللّٰهِ وَبَرَكٰتُهٗ عَلَیْكُمْ اَهْلَ الْبَیْتِ ؕ— اِنَّهٗ حَمِیْدٌ مَّجِیْدٌ ۟
ملایکو وویل د الله پاک کار درته حیرانوونکی ښکاري؟ ای د نبوت کورنۍ د الله رحمتونه او برکتونه دې پرتاسې وي. هغه ښه ستایل شوی او د ډیرې لويي څښتن دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَلَمَّا ذَهَبَ عَنْ اِبْرٰهِیْمَ الرَّوْعُ وَجَآءَتْهُ الْبُشْرٰی یُجَادِلُنَا فِیْ قَوْمِ لُوْطٍ ۟ؕ
له ابراهیم نه چې ډار ولاړ او زیری يې واورید نو د لوط د قوم په هکله یي له مونږ سره په شخړه لاس پورې کړ.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اِنَّ اِبْرٰهِیْمَ لَحَلِیْمٌ اَوَّاهٌ مُّنِیْبٌ ۟
په رښتیا چې ابراهیم خورا زغم لرونکی فریاد کوونکی او په هر حال کې مونږ ته راګرځیدونکی ؤ.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
یٰۤاِبْرٰهِیْمُ اَعْرِضْ عَنْ هٰذَا ۚ— اِنَّهٗ قَدْ جَآءَ اَمْرُ رَبِّكَ ۚ— وَاِنَّهُمْ اٰتِیْهِمْ عَذَابٌ غَیْرُ مَرْدُوْدٍ ۟
ای ابراهیمه دا خبره نوره پریږده ځکه چې ستا د رب پریکړه راغلې او اوس هغوی ته هغه عذاب راتلونکی دی چې په هیڅ ډول يې مخه نه شي اړول کیدای.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلَمَّا جَآءَتْ رُسُلُنَا لُوْطًا سِیْٓءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَّقَالَ هٰذَا یَوْمٌ عَصِیْبٌ ۟
او چې کله زمونږ استازي لوط ته ورغلل نو خورا درانه پرې تمام او خپلې بې وسۍ يي لاپسې کمزوری او ويې ویل چې نن خورا د غم ورځ ده.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَجَآءَهٗ قَوْمُهٗ یُهْرَعُوْنَ اِلَیْهِ ؕ— وَمِنْ قَبْلُ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ السَّیِّاٰتِ ؕ— قَالَ یٰقَوْمِ هٰۤؤُلَآءِ بَنَاتِیْ هُنَّ اَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَلَا تُخْزُوْنِ فِیْ ضَیْفِیْ ؕ— اَلَیْسَ مِنْكُمْ رَجُلٌ رَّشِیْدٌ ۟
او قوم يې په ځغاسته ورغی هغوی لا له پخوا نه په بدو اخته وو. لوط ورته وویل ای زما قومه دا زما لوڼې [۷] شته هغوی ستاسې لپاره ډيرې پاکې دي نو له الله نه وډار شئ او میلمنو ته مې مه خجالت کوئ. ایا په تاسې کې کوم هوښیار اوسم سړی نشته.
[۷] کیدای شي چې مطلب د لوط خپلې لورګانې وي یانې په نکاح يي واخلئ او یا د قوم لورګانې ځکه پیغمبر د یو قوم پلار وي( فتح القدیر).
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قَالُوْا لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِیْ بَنَاتِكَ مِنْ حَقٍّ ۚ— وَاِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِیْدُ ۟
قوم يې وویل تا ته خو څرګنده ده چې ستا په لوڼو کې زمونږ حق نشته او پدې هم پوهیږې چې مونږ څه غواړو؟
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قَالَ لَوْ اَنَّ لِیْ بِكُمْ قُوَّةً اَوْ اٰوِیْۤ اِلٰی رُكْنٍ شَدِیْدٍ ۟
لوط وویل: کاشکې چې زما دومره توان وای چې ستاسې مقابله مې کړې او یا مې یوې پخې او کلکې [۸] اسرې ته پناه وړې وای.
[۸] لوط علیه السلام په قوم کې یو مسافر سړی وو الله پاک له ده وروسته هر پیغمبر له خبل قوم څخه لیږلی ( ابن جریر الطبری).
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قَالُوْا یٰلُوْطُ اِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَنْ یَّصِلُوْۤا اِلَیْكَ فَاَسْرِ بِاَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ الَّیْلِ وَلَا یَلْتَفِتْ مِنْكُمْ اَحَدٌ اِلَّا امْرَاَتَكَ ؕ— اِنَّهٗ مُصِیْبُهَا مَاۤ اَصَابَهُمْ ؕ— اِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ ؕ— اَلَیْسَ الصُّبْحُ بِقَرِیْبٍ ۟
پرښتو وویل : ای لوط! مونږ ستا د رب استازي یو دا خلک به هیڅکله تاته څه ونه شي رسولای خپله کورنۍ دې شپې د شپې له دې ځایه وباسه او ستاسې یو تن هم باید مخ په څټ ونه ګوري خو پرته ستا له ښځې. چې هغه به په دوی کې پاتې وي او همغه څه به وررسیږي چې د قوم خلکو ته رسیږي. د هوی د هلاکولو وخت سهار ټاکل شوی دی. ایا سهار نژدې نه دی؟.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹൂദ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക