Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹൂദ്   ആയത്ത്:
یَقْدُمُ قَوْمَهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فَاَوْرَدَهُمُ النَّارَ ؕ— وَبِئْسَ الْوِرْدُ الْمَوْرُوْدُ ۟
د قیامت په ورځ به د خپل قوم په وړاندې روان او ټول به اور ته ننه باسي. د ورتګ خورا بد ځای همدا اور دی چې دوی پرې ورننویستل کیږي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَاُتْبِعُوْا فِیْ هٰذِهٖ لَعْنَةً وَّیَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— بِئْسَ الرِّفْدُ الْمَرْفُوْدُ ۟
په دنیا کې پرې لعنت دی او د قیامت په ورځ هم. دا خورا بده ورکړه ده چې دوي ته ورکول کیږي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
ذٰلِكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ الْقُرٰی نَقُصُّهٗ عَلَیْكَ مِنْهَا قَآىِٕمٌ وَّحَصِیْدٌ ۟
دا د څو کلیو کیسې دي چې مونږ يي تا ته اوروو ځینې يي اوس هم ولاړ او ځينې نور يي نړیدلي دي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَا ظَلَمْنٰهُمْ وَلٰكِنْ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَمَاۤ اَغْنَتْ عَنْهُمْ اٰلِهَتُهُمُ الَّتِیْ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ لَّمَّا جَآءَ اَمْرُ رَبِّكَ ؕ— وَمَا زَادُوْهُمْ غَیْرَ تَتْبِیْبٍ ۟
مونږ پرې تیری نه وو کړې بلکې هغوی په خپله پر ځانونو تیری کړی وو خو کله چې ستا د رب حکم راغی هغو خدایانو چې پرته له الله نه يي رابلل هیڅ دفاع ترې ونه شوه کړای او پرته له هلاکوالي او بربادۍ نه يې بل هیڅ شی ورته رانه وړ.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَكَذٰلِكَ اَخْذُ رَبِّكَ اِذَاۤ اَخَذَ الْقُرٰی وَهِیَ ظَالِمَةٌ ؕ— اِنَّ اَخْذَهٗۤ اَلِیْمٌ شَدِیْدٌ ۟
او چې کله ستا رب کومې ظالمې سیمي نیسي نو همدا ډول کړنه ورسره کوي. بې شکه چې ستا د رب نیونه خورا دردناکه او سخته وي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّمَنْ خَافَ عَذَابَ الْاٰخِرَةِ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمٌ مَّجْمُوْعٌ ۙ— لَّهُ النَّاسُ وَذٰلِكَ یَوْمٌ مَّشْهُوْدٌ ۟
هو! همدا خبره د هغوی خلکو لپاره چې د اخرت ډار ورسره وي لویه نښه او دلیل دی. د اخرت ورځ هغه ورځ ده چې ټول خلک به ورته راټول او هر څه به پکې رامیدان ته کړای شي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَمَا نُؤَخِّرُهٗۤ اِلَّا لِاَجَلٍ مَّعْدُوْدٍ ۟ؕ
مونږ هغه ورځ نه وروسته کوو بلکې د هغې لپاره مو په شمار موده ټاکلې ده.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
یَوْمَ یَاْتِ لَا تَكَلَّمُ نَفْسٌ اِلَّا بِاِذْنِهٖ ۚ— فَمِنْهُمْ شَقِیٌّ وَّسَعِیْدٌ ۟
کله چې هغه ورځ راشي د الله له اجازی پرته به هیڅ ساه لرونکی څه نه شي ویلای نو ځیني به يې بدمرغه او ځینې به يي نیکمرغه وي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
فَاَمَّا الَّذِیْنَ شَقُوْا فَفِی النَّارِ لَهُمْ فِیْهَا زَفِیْرٌ وَّشَهِیْقٌ ۟ۙ
کوم کسان چې بدمرغه وي په اور کې به په لوړو او ټیټو [۱۳] اوازونو یانګیږي.
[۱۳] زفیر د خره یانګلو اواز ته وايي او شهیق يي د یانګلو ټیټ اواز ته وایي( فتح القدی د امام الشوکاني)
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا مَا دَامَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ اِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِّمَا یُرِیْدُ ۟
د تل لپاره به هملته وي تر څو چې اسمانونه او ځمکه ولاړ وي[۱۴] مګر دا چې ستا رب بل څه وغواړي. بې له شکه چې ستا رب څه وغواړي همغه کوي.
[۱۴] معنا يې ده چې د تل لپاره ځکه د عربي محاوري له مخې دا جمله دوام لپاره استعمالیږي او یا يې معنا دا ده چې د اخرت اسمانونونه او ځمکې ځکه چې قیامت شروع کیږي نو دنیا اسمانونه او ځمکه له مینځ ځي( ابن جریر الطبري).
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَاَمَّا الَّذِیْنَ سُعِدُوْا فَفِی الْجَنَّةِ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا مَا دَامَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ اِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ ؕ— عَطَآءً غَیْرَ مَجْذُوْذٍ ۟
او کوم کسان چې نیک مرغه کړای شي نو د تل لپاره به په جنت کې وي تر څو چې اسمانونه او ځمکه ولاړ وي مګر دا چې ستا رب نور څه وغواړي. په هغوی به د نه پرې کیدونکي ورکړې لورینه وکړای شي.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹൂദ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക