Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹൂദ്   ആയത്ത്:
وَیٰقَوْمِ لَا یَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِیْۤ اَنْ یُّصِیْبَكُمْ مِّثْلُ مَاۤ اَصَابَ قَوْمَ نُوْحٍ اَوْ قَوْمَ هُوْدٍ اَوْ قَوْمَ صٰلِحٍ ؕ— وَمَا قَوْمُ لُوْطٍ مِّنْكُمْ بِبَعِیْدٍ ۟
او ای زما قومه! هسې نه چې له ماسره دښمني مو په هغو غمونو اخته کړي چې د نوح، هود او یا د صالح قومونه ورسره لاس او ګریوان شوي وو. او د لوط قوم هم له تاسې نه څه لرې نه دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَاسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوْبُوْۤا اِلَیْهِ ؕ— اِنَّ رَبِّیْ رَحِیْمٌ وَّدُوْدٌ ۟
او له خپل رب نه مو بښنه وغواړئ او په بشپړ ډول هغه ته ور وګرځئ. بې له شکه چې زما رب ډير مهربان او ډیر مینه کوونکی دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قَالُوْا یٰشُعَیْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِیْرًا مِّمَّا تَقُوْلُ وَاِنَّا لَنَرٰىكَ فِیْنَا ضَعِیْفًا ۚ— وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنٰكَ ؗ— وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْنَا بِعَزِیْزٍ ۟
هغوی وویل شعیبه! مونږ ستا په ډیرو خبرو نه پوهیږو او مونږ وینو چې ته په مونږ کې یو ناتوانه انسان يې[۱۲] که د قوم او خپلوانو ملاتړ درسره نه وای نو خامخا به مو په ډبرو وژلی وای. ځکه چې ته پر مونږ څه برلاسی نه لرې.
[۱۲] وايي چې شعیب په دواړو سترګو ړوند وو. خو د خبرو او منطق هومره ځواک ورسره وو چې په( خطیب الانبیاء) سره يي شهرت میندلی و( کابلی تفسیر).
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
قَالَ یٰقَوْمِ اَرَهْطِیْۤ اَعَزُّ عَلَیْكُمْ مِّنَ اللّٰهِ ؕ— وَاتَّخَذْتُمُوْهُ وَرَآءَكُمْ ظِهْرِیًّا ؕ— اِنَّ رَبِّیْ بِمَا تَعْمَلُوْنَ مُحِیْطٌ ۟
شعیب په ځواک کې وویل ای زما قومه! ایا زما خپلوان درته له الله نه ډیر پیاوړي ښکاري؟ او الله مو شاته وغورځاوو؟ خو باید پوه شئ چې زما رب ستاسې پر ټولو کړنو ښه احاطه کوونکی دی.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَیٰقَوْمِ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ اِنِّیْ عَامِلٌ ؕ— سَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۙ— مَنْ یَّاْتِیْهِ عَذَابٌ یُّخْزِیْهِ وَمَنْ هُوَ كَاذِبٌ ؕ— وَارْتَقِبُوْۤا اِنِّیْ مَعَكُمْ رَقِیْبٌ ۟
او ای زما قومه! تاسې په خپل دریځ باندې ولاړ او زه په خپله کړنلاره ولاړ یم ډیر ژر به درته څرګنده شي چې چا ته رسوا کوونکی عذاب راځي؟ او څوک درواغجن دي؟ تاسې يې انتظار کوئ زه هم ستاسې په شان انتظار کوونکی یم.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلَمَّا جَآءَ اَمْرُنَا نَجَّیْنَا شُعَیْبًا وَّالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَاَخَذَتِ الَّذِیْنَ ظَلَمُوا الصَّیْحَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دِیَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ ۟ۙ
او کله چې زمونږ حکم راغی نو مونږ شعیب او د هغه مومن ملګري د خپلې مهربانۍ له مخې خلاص کړل او ظالمان یوی چیغې ونیول نو ټول په خپلو کورونو کې پړمخ ځای په ځای هلاک شول.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
كَاَنْ لَّمْ یَغْنَوْا فِیْهَا ؕ— اَلَا بُعْدًا لِّمَدْیَنَ كَمَا بَعِدَتْ ثَمُوْدُ ۟۠
ته به وايې لکه چې له سره په دې کورونو کې اوسیدلي نه وو. واورئ د مدین خلک له رحمت نه لرې دي لکه څنګه چې ثمودیان ترې لرې شوي وو.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَا وَسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
او مونږ موسی له خپلو ایتونو او څرګنده دلیل سره لیږلی وو.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَاتَّبَعُوْۤا اَمْرَ فِرْعَوْنَ ۚ— وَمَاۤ اَمْرُ فِرْعَوْنَ بِرَشِیْدٍ ۟
فرعون او د هغه د واکمنۍ د سر سړیو ته خو هغوی د فرعون حکم ته غاړه کیښوده. سره له دې چې د فرعون حکم په سمه برابر نه ؤ.
അറബി തഫ്സീറുകൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹൂദ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അവസാനിപ്പിക്കുക