Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'a'raf   Aya:
وَلَقَدْ ذَرَاْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِیْرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ ۖؗ— لَهُمْ قُلُوْبٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ بِهَا ؗ— وَلَهُمْ اَعْیُنٌ لَّا یُبْصِرُوْنَ بِهَا ؗ— وَلَهُمْ اٰذَانٌ لَّا یَسْمَعُوْنَ بِهَا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ كَالْاَنْعَامِ بَلْ هُمْ اَضَلُّ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْغٰفِلُوْنَ ۟
مونږ د جهنم لپاره ډیر پیریان او انسانان پیدا کړي دي. هغوی زړونه لري خو د پوهې کار ترې نه اخلي سترګې يي شته خو حق پرې نه ویني او غوږونه يې شته خو حق ورباندې نه اوري. د څارویو په شان بلکې د هغوی نه هم ډیر لار ورکي دي. ځکه له هر څه نه بې پروا او ناخبره دي.
Tafsiran larabci:
وَلِلّٰهِ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی فَادْعُوْهُ بِهَا ۪— وَذَرُوا الَّذِیْنَ یُلْحِدُوْنَ فِیْۤ اَسْمَآىِٕهٖ ؕ— سَیُجْزَوْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
او الله پاک د غوره نومونو څښن دی په هغو سره یې یاد کړئ او د هغو خلکو څه پروا مه ساتئ چې د الله په نومونو کې کوږوالی کوي. ډير ژر به هغوی ته خپلو کړنو جزاء ورکړل شي.
Tafsiran larabci:
وَمِمَّنْ خَلَقْنَاۤ اُمَّةٌ یَّهْدُوْنَ بِالْحَقِّ وَبِهٖ یَعْدِلُوْنَ ۟۠
او زمونږ په پیدایښت کې داسې امت هم شته چې د حق په لور ښوونه کوي[۱۱] او تل د حق په تله پریکړې کوي.
[۱۱] مفسرین وايي چې مراد ترې محمدي امت دی( ابن جریر الطبری).
Tafsiran larabci:
وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِّنْ حَیْثُ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۚ
او کومو کسانو چې زمونږ ایتونه درواغ ګڼلي مونږ به يي پوړۍ په پوړۍ داسې ونیسو چې هغوی به پوه هم نه شي.
Tafsiran larabci:
وَاُمْلِیْ لَهُمْ ؕ— اِنَّ كَیْدِیْ مَتِیْنٌ ۟
اوس هغوی ته وخت ورکوم. زما تدبیر خورا پیاوړې دی.
Tafsiran larabci:
اَوَلَمْ یَتَفَكَّرُوْا ٚ— مَا بِصَاحِبِهِمْ مِّنْ جِنَّةٍ ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
ایا هغوی غور نه دی کړی چې ورغلی استازی لیونی نه بلکې ښکاره ډاروونکی دی؟
Tafsiran larabci:
اَوَلَمْ یَنْظُرُوْا فِیْ مَلَكُوْتِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ ۙ— وَّاَنْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ قَدِ اقْتَرَبَ اَجَلُهُمْ ۚ— فَبِاَیِّ حَدِیْثٍ بَعْدَهٗ یُؤْمِنُوْنَ ۟
ایا هغوی د اسمانو او ځمکې واکمنئ، د الله جلاجلاله پیدا کونې او دې خبرې ته چې کیدای شي د مرګ وخت يي نژدې شوی وي په غور نه دي ځیر شوي؟ ښه نو له دی خبرې پرته بل څه شته چې دوی پرې ایمان راوړي؟.
Tafsiran larabci:
مَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَلَا هَادِیَ لَهٗ ؕ— وَیَذَرُهُمْ فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟
الله چې څوک بې لارې کړ بیا يي هیڅوک لارې ته نه شي سمولی. او الله يي هم پریږدي چې په سرغړونه کې لالهانده ګرځي.
Tafsiran larabci:
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ السَّاعَةِ اَیَّانَ مُرْسٰىهَا ؕ— قُلْ اِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّیْ ۚ— لَا یُجَلِّیْهَا لِوَقْتِهَاۤ اِلَّا هُوَ ؔؕۘ— ثَقُلَتْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— لَا تَاْتِیْكُمْ اِلَّا بَغْتَةً ؕ— یَسْـَٔلُوْنَكَ كَاَنَّكَ حَفِیٌّ عَنْهَا ؕ— قُلْ اِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللّٰهِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
ای محمده! هغوی له تا نه پوښتنه کوي چې قیامت به کله پیښیږي؟ ووایه د قیامت علم یوازې زما له رب سره دی او بس. په خپل وخت کې به يي هغه راښکاره کړي. د قیامت نامعلومې په اسمانو او ځمکې درنه ده. تاسو ته به ناببره راشي. هغوی تا داسې پوښتي لکه چې تا د قیامت په هکله ډيره څیړنه کړي وي. ای محمده! ورته ووایه د قیامت علم یوازې له الله سره دی خو ډیر خلک نه پوهیږي.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'a'raf
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa