Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'a'raf   Aya:
وَلَمَّا رَجَعَ مُوْسٰۤی اِلٰی قَوْمِهٖ غَضْبَانَ اَسِفًا ۙ— قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُوْنِیْ مِنْ بَعْدِیْ ۚ— اَعَجِلْتُمْ اَمْرَ رَبِّكُمْ ۚ— وَاَلْقَی الْاَلْوَاحَ وَاَخَذَ بِرَاْسِ اَخِیْهِ یَجُرُّهٗۤ اِلَیْهِ ؕ— قَالَ ابْنَ اُمَّ اِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُوْنِیْ وَكَادُوْا یَقْتُلُوْنَنِیْ ۖؗ— فَلَا تُشْمِتْ بِیَ الْاَعْدَآءَ وَلَا تَجْعَلْنِیْ مَعَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او کله چي موسی له قهر نه ډک او افسوس کوونکی خپل قوم ته راستون شو نو ويي ویل: له ما وروسته مو زما ډیره بده نمایندګي کړې ده. ایا دومره صبر مو نه درلود چې د خپل رب د حکم د راتګ انتظار مو کړی وای تختې يې یو طرف ته کیښوولې او خپل ورور هارون يې د سر له ویښتانو ونیو او د ځان په لور يې راکش کړ. هارون ورته وویل: ای زما د مور ځویه[۷] قوم زه بې واکه کړی او ژدې و چې ومې وژني. نو دښمنان راباندې مه خوښوه او د ظالمانو په کتار کې مې مه راوله.
[۷] هارون او موسی د یوه پلار او یوي مور اولاد وو خو هغه پرې ځکه د پلار د ځوی پر ځای د مور ځوی غږ وکړ چې د مور مینه تر هر چا او اغیزمنه وي( ابن جریر الطبری).
Tafsiran larabci:
قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَلِاَخِیْ وَاَدْخِلْنَا فِیْ رَحْمَتِكَ ۖؗ— وَاَنْتَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ ۟۠
بیا موسی وویل ای زما ربه! ما او ورو ته مې بښنه وکړه او ستا پوره مهرباني را په برخه کړه بې شکه چې ته له ټولو مهربانو نه ډير مهربان يي.
Tafsiran larabci:
اِنَّ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ سَیَنَالُهُمْ غَضَبٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ وَذِلَّةٌ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُفْتَرِیْنَ ۟
دا خبره پخه ده چې کومو کسانو خوسې په خدایي نیولی ډير ژر به د خپل رب په غضب اخته او په دنیوي ژوند کې به خوار او رسوا شې. مونږ بهتان تړونکو ته همدا ډول سزا ورکوو.
Tafsiran larabci:
وَالَّذِیْنَ عَمِلُوا السَّیِّاٰتِ ثُمَّ تَابُوْا مِنْ بَعْدِهَا وَاٰمَنُوْۤا ؗ— اِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او کومو کسانو چې بد کار ونه کړي بیا توبه وباسي او ایمان راوړي بې شکه چې ستا رب له توبې او ایمان راوړلو وروسته ښه بښونکی او ښه مهربان دی.
Tafsiran larabci:
وَلَمَّا سَكَتَ عَنْ مُّوْسَی الْغَضَبُ اَخَذَ الْاَلْوَاحَ ۖۚ— وَفِیْ نُسْخَتِهَا هُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّلَّذِیْنَ هُمْ لِرَبِّهِمْ یَرْهَبُوْنَ ۟
او کله چې د موسی قهر سوړ شو هغه تختې يي راپورته کړی چې په لیکنه کې يي لارښوونه او رحمت و د هغو خلکو لپاره چې له خپل رب څخه ډاریږي.
Tafsiran larabci:
وَاخْتَارَ مُوْسٰی قَوْمَهٗ سَبْعِیْنَ رَجُلًا لِّمِیْقَاتِنَا ۚ— فَلَمَّاۤ اَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ قَالَ رَبِّ لَوْ شِئْتَ اَهْلَكْتَهُمْ مِّنْ قَبْلُ وَاِیَّایَ ؕ— اَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ السُّفَهَآءُ مِنَّا ۚ— اِنْ هِیَ اِلَّا فِتْنَتُكَ ؕ— تُضِلُّ بِهَا مَنْ تَشَآءُ وَتَهْدِیْ مَنْ تَشَآءُ ؕ— اَنْتَ وَلِیُّنَا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَاَنْتَ خَیْرُ الْغٰفِرِیْنَ ۟
او موسی له خپل قوم نه اویا تنه غوره کړل چې زمونږ په ټاکلې نیټه کې ورسره وي. خو چې کله هغه خلک یوې زلزلې ونیول نو موسی وویل ای زما ربه که تا غوښتې وای نو لا پخوا دې دوی او زه هلاکولای شو. ایا ته مونږ په هغه ګناه هلاکوي چې زمونږ ناپوهانو کړې وه؟ دا ستا له ازموینې څخه پرته څه نه وو. چا ته چې خوښه شي نو په داسې ازمیښت يې بې لارې کوي ا چې چا ته دې خوښه شي نو لار ورښايي. زمونږ واکدار همدا ته يي نو مونږ ته بښنه وکړه او راباندې مهربانه شه ته له هر چا ښه بښونکی يې.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'a'raf
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa