Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'a'raf   Aya:
وَجٰوَزْنَا بِبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْبَحْرَ فَاَتَوْا عَلٰی قَوْمٍ یَّعْكُفُوْنَ عَلٰۤی اَصْنَامٍ لَّهُمْ ۚ— قَالُوْا یٰمُوْسَی اجْعَلْ لَّنَاۤ اِلٰهًا كَمَا لَهُمْ اٰلِهَةٌ ؕ— قَالَ اِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُوْنَ ۟
او مونږ بني اسرائیل له دریاب نه تیر کړل، د لارې په اوږدو کې په داسې یو قو راغلل چې پر بوتانو پړمخ پراته او د هغوی عبادت يي کاو. نو ویي ویل ای موسی! مونږ ته هم د دغو خلکو په شان خدای جوړ کړه. موسی وویل: رښتیا هم چې تاسې ناپوه قوم يي.
Tafsiran larabci:
اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ مُتَبَّرٌ مَّا هُمْ فِیْهِ وَبٰطِلٌ مَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
بې شکه د دغو خلکو تګ لار له مینځه تلونکې او ټولې کړنې یي بابیزه دي.
Tafsiran larabci:
قَالَ اَغَیْرَ اللّٰهِ اَبْغِیْكُمْ اِلٰهًا وَّهُوَ فَضَّلَكُمْ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟
او هم يي وویل ښه! زه اوس تاسې ته له هغه الله نه پرته بل خدای ولټوم چې تاسي يي پر ګردو[۴] نړیوالو غوره کړي یاست؟
[۴] د همغه وخت په ګردو نړیوالو.
Tafsiran larabci:
وَاِذْ اَنْجَیْنٰكُمْ مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَسُوْمُوْنَكُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ ۚ— یُقَتِّلُوْنَ اَبْنَآءَكُمْ وَیَسْتَحْیُوْنَ نِسَآءَكُمْ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكُمْ بَلَآءٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَظِیْمٌ ۟۠
او ای بني اسرائیلو! هغه وخت په زړه کړئ چې مونږ تاسي له فرعونیانو نه خلاص کړئ هغوی تاسې ته سخت ربړ در کاو. نران يي وژل او ښځې يي درته ژوندۍ پریښوولې. او په دې کار کې ستاسې د رب ډیر لوی ازمیښټ و.
Tafsiran larabci:
وَوٰعَدْنَا مُوْسٰی ثَلٰثِیْنَ لَیْلَةً وَّاَتْمَمْنٰهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِیْقَاتُ رَبِّهٖۤ اَرْبَعِیْنَ لَیْلَةً ۚ— وَقَالَ مُوْسٰی لِاَخِیْهِ هٰرُوْنَ اخْلُفْنِیْ فِیْ قَوْمِیْ وَاَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِیْلَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
او مونږ له موسی سره د دیرشو شپو وعده کړې وه. لس مې نورې پرې ور زیاتې او په دې توګه د هغه د رب له لورې ټاکلې موده څلویښتو شپو ته ورسیده. موسی خپل ورور هارون ته وویل په قوم کې زما پر ځای کار وکړه، خوړښت کوه او د ګډوډیو کوونکو په لیار مه ځه.
Tafsiran larabci:
وَلَمَّا جَآءَ مُوْسٰی لِمِیْقَاتِنَا وَكَلَّمَهٗ رَبُّهٗ ۙ— قَالَ رَبِّ اَرِنِیْۤ اَنْظُرْ اِلَیْكَ ؕ— قَالَ لَنْ تَرٰىنِیْ وَلٰكِنِ انْظُرْ اِلَی الْجَبَلِ فَاِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهٗ فَسَوْفَ تَرٰىنِیْ ۚ— فَلَمَّا تَجَلّٰی رَبُّهٗ لِلْجَبَلِ جَعَلَهٗ دَكًّا وَّخَرَّ مُوْسٰی صَعِقًا ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَاقَ قَالَ سُبْحٰنَكَ تُبْتُ اِلَیْكَ وَاَنَا اَوَّلُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او کله چې موسی زمونږ ټاکلې مودې ته راغی او خپل رب ورسره خبرې وکړی نو ویي ویل: ای زما ربه! ماته ځان وښایه چې په غبرګو سترګو درته وګورم. الله پاک وفرمایل ته هیڅکله ما نشې لیدلی[۵] بیا هم که تلوسه دی ډیره وي نو مخامخ غره ته وګوره که جیرې هغه په خپل ځای ولاړ پاتې شو نو کیدای شي ما وویني. نو کله چې الله پاک غره ته د دیدار وړانګې وځلولي نو غر ذرې ذرې له ځمکي سره هوار شو موسی بې هوشه پریووت. چې رابیدار شو نو وایی ویل ای الله ته له هر عیب نه پاک یې تاته مې توبه ده زه له هر چا نه لومړی منونکی یم.
[۵] ته ما په دنیا کې نشي لیدای( ابن جریر الطبری).
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'a'raf
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa