Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'an'am   Aya:
وَقَالُوْا هٰذِهٖۤ اَنْعَامٌ وَّحَرْثٌ حِجْرٌ ۖۗ— لَّا یَطْعَمُهَاۤ اِلَّا مَنْ نَّشَآءُ بِزَعْمِهِمْ وَاَنْعَامٌ حُرِّمَتْ ظُهُوْرُهَا وَاَنْعَامٌ لَّا یَذْكُرُوْنَ اسْمَ اللّٰهِ عَلَیْهَا افْتِرَآءً عَلَیْهِ ؕ— سَیَجْزِیْهِمْ بِمَا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟
او وایې چې دا څاروي او کښت منع دی هیڅوک یې نه شي خوړلای ترڅو چې مونږ ورته اجازه نه وي کړي دایې له ځانه جوړه عقیده ده او هم وايي دا ځیني نور څاروي دي چې سپرلۍ کول او بار وړل پری حرام دي،او ځیني نور څاروي دي چې د حلالولو په وخت کې پرې د الله نوم نه اخلي دا خبرې په الله درواغ تړي،الله پاک به ډير ژر د درواغ تړلو جزاء ورکړي.
Tafsiran larabci:
وَقَالُوْا مَا فِیْ بُطُوْنِ هٰذِهِ الْاَنْعَامِ خَالِصَةٌ لِّذُكُوْرِنَا وَمُحَرَّمٌ عَلٰۤی اَزْوَاجِنَا ۚ— وَاِنْ یَّكُنْ مَّیْتَةً فَهُمْ فِیْهِ شُرَكَآءُ ؕ— سَیَجْزِیْهِمْ وَصْفَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ ۟
او وايې هغه چې ددې څارویو په نسونو کې دي نارینه وو ته مو روا او پر ښځو مو حرام دي خو که مړ پیدا شي نو بیا په نارینه او ښځې دواړه په خوراک کې شریکیدای شي ـ ډیر ژر به الله د دوی د غوټه کړو خبرو جزاء ورکړي هغه د پوره حکمت څښتن او ښه پوه دی.
Tafsiran larabci:
قَدْ خَسِرَ الَّذِیْنَ قَتَلُوْۤا اَوْلَادَهُمْ سَفَهًا بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّحَرَّمُوْا مَا رَزَقَهُمُ اللّٰهُ افْتِرَآءً عَلَی اللّٰهِ ؕ— قَدْ ضَلُّوْا وَمَا كَانُوْا مُهْتَدِیْنَ ۟۠
په تحقیق سره هغه کسان زیانمن شول چې د بې عقلۍ او نا پوهې له کبله یې خپل اولادونه ووژل او د الله له لورې ورکړې روزي یې په الله باندې په درواغ تړلو سره حرامه وګڼله په یقیني ډول هغوی بې لیاری شول او لیار میندونکي نه وو.
Tafsiran larabci:
وَهُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَ جَنّٰتٍ مَّعْرُوْشٰتٍ وَّغَیْرَ مَعْرُوْشٰتٍ وَّالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا اُكُلُهٗ وَالزَّیْتُوْنَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَّغَیْرَ مُتَشَابِهٍ ؕ— كُلُوْا مِنْ ثَمَرِهٖۤ اِذَاۤ اَثْمَرَ وَاٰتُوْا حَقَّهٗ یَوْمَ حَصَادِهٖ ۖؗ— وَلَا تُسْرِفُوْا ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْرِفِیْنَ ۟ۙ
الله هغه ذات دی چې په ډډونو ولاړ او هم پر ځمکه پراته باغونه،د خورما ونې،او د جلا جلا میوو او خوندونو کښتونه یې پیدا کړي دي د زیتون او انار ونې یې بیدا کړي چې میوې یې په رنګ کې سره ورته خو په خوند کې سره بیلې دي،ددغو ټولو بوټو له میوو او حاصل څخه خوراک وکړئ او د ریبلو په ورځ یې د الله حق ورکړئ اسراف مه کوئ بې شکه چې الله اسراف کوونکي نه خوښوي.
Tafsiran larabci:
وَمِنَ الْاَنْعَامِ حَمُوْلَةً وَّفَرْشًا ؕ— كُلُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ وَلَا تَتَّبِعُوْا خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ ؕ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
او الله هغه ذات دی چې څاروي یې ځینې باروړونکي او ځیني یې د فرش لپاره په کار راتلونکي پیدا کړي دي له هغو څیزونو څخه خوراک وکړئ چې الله درکړي دي او شیطان په پل پسې مه ځئ، ځکه چې هغه ستاسې ښکاره دښمن دی.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'an'am
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa