Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'an'am   Aya:
اِنَّ اللّٰهَ فَالِقُ الْحَبِّ وَالنَّوٰی ؕ— یُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَمُخْرِجُ الْمَیِّتِ مِنَ الْحَیِّ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ ۟
بې شکه چې الله پاک دانې او زړې څیروي او زرغونوي یې. ژوندی له مړي راوبایسي او مړی له ژوندي. دغه واکمن الله دی نو تاسې په کوم لور ګرځولای شئ.
Tafsiran larabci:
فَالِقُ الْاِصْبَاحِ ۚ— وَجَعَلَ الَّیْلَ سَكَنًا وَّالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ؕ— ذٰلِكَ تَقْدِیْرُ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ ۟
څیروونکی د سهار دی ـ شپه یي د ارام او سکون لپاره لمر او سپوږمۍ يي د حساب لپاره ګرځولي دي. دا د زوره ور او پوه ذات ټاکلي اندازې دي.
Tafsiran larabci:
وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ النُّجُوْمَ لِتَهْتَدُوْا بِهَا فِیْ ظُلُمٰتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ؕ— قَدْ فَصَّلْنَا الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
او همغه ذات دی چې ستاسې لپاره يې ستوري د وچي او لمدې په تروږمیو کې د لار بيژندني وسیلي ګرځولي. مونږ د پوهانو لپاره هر ډول نښې او دلایل په خورا تفصیل سره بیانه وو.
Tafsiran larabci:
وَهُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ فَمُسْتَقَرٌّ وَّمُسْتَوْدَعٌ ؕ— قَدْ فَصَّلْنَا الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّفْقَهُوْنَ ۟
او همغه ذات دی چې تاسې یي له یو تن څخه پیدا کړي یاست بیا د هر چا لپاره د قرار نیولو یو ځای [۷] او د امانت ورسپارلو یو ځای دی[۸] مونږ ټول دلیلونه په خبره پوه قوم ته بیان کړیدي.
[۷] په دنیا کې.
[۸]په اخرت کې( دواړه له فتح القدیر)
Tafsiran larabci:
وَهُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ۚ— فَاَخْرَجْنَا بِهٖ نَبَاتَ كُلِّ شَیْءٍ فَاَخْرَجْنَا مِنْهُ خَضِرًا نُّخْرِجُ مِنْهُ حَبًّا مُّتَرَاكِبًا ۚ— وَمِنَ النَّخْلِ مِنْ طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِیَةٌ ۙ— وَّجَنّٰتٍ مِّنْ اَعْنَابٍ وَّالزَّیْتُوْنَ وَالرُّمَّانَ مُشْتَبِهًا وَّغَیْرَ مُتَشَابِهٍ ؕ— اُنْظُرُوْۤا اِلٰی ثَمَرِهٖۤ اِذَاۤ اَثْمَرَ وَیَنْعِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكُمْ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
او همغه ذات دی چې تاسې ته یې له بره نه اوبه راښکته کړی او په همدی اوبو هر څه را زرغون کړي دي. او بیا مونږ له زرغون بوټو څخه لاندې باندې سپرې داني راویستلي. او د خرماوو له څانګو نه مو له میوې ډک د ځمکي په لور زوړند وږي راوښکلي او دانګورو، زیتونو او انارو باغونه مو جوړ کړي چې په رنګ او خوند کي یو بل ته ورته والی او هم سره جلا والی لري. تاسې ښه زیر شئ چې ونې او بوټي میوه ونیسي او بیا پخه شي. پخه خبره همدا ده چې د ایمان راوړنکي قوم لپاره دا پوره دلیلونه دي.
Tafsiran larabci:
وَجَعَلُوْا لِلّٰهِ شُرَكَآءَ الْجِنَّ وَخَلَقَهُمْ وَخَرَقُوْا لَهٗ بَنِیْنَ وَبَنٰتٍ بِغَیْرِ عِلْمٍ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰی عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟۠
خو دوی هغه پیریان د الله شریکان وګڼل چې الله[۹] پیدا کړي دي او د ناپوهۍ له مخې يي خدای ته څامن او لورګانې جوړې کړې. الله له هغه څه نه پاک او لوړ دې چې دوی یي بیانوي.
[۹] خلقهم په ځینو روایتونو کې ( خلقهم) د ( ل) غړوندی راغلي دی چې معني به یي شي دوې هغه څه چې پخپله یي جوړ کړي وو له الله سره شریکوي( ابن جریرالطبري)
Tafsiran larabci:
بَدِیْعُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اَنّٰی یَكُوْنُ لَهٗ وَلَدٌ وَّلَمْ تَكُنْ لَّهٗ صَاحِبَةٌ ؕ— وَخَلَقَ كُلَّ شَیْءٍ ۚ— وَهُوَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
اسمانونه، او ځمکه یي بې له پخوانۍ نمونې پیدا کړي ـ او چې ښځه [‍۱۰] یی نه وه نو ځوی به یي له کومه شي؟ هر څه یي پیدا کړي او په هر څه ښه پوهیږي.
[‍۱۰] سره له دې چې ځیني عیسویان حضرت مسیح د خدای زوی ګڼي خو یو هم دا نه وايي چې مریم العیاذ بالله دالله ښځه ده( کابلی تفسیر او عزیز التفاسیر)
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'an'am
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa