Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'an'am   Aya:
ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ فَاعْبُدُوْهُ ۚ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ وَّكِیْلٌ ۟
همدا ذات ستاسې رب دی پرته له هغه بل د ستاینې وړ ندی. د هر شي پیدا کوونکی دی نو تاسې یې عبادت وکړئ او هغه د هر شي پالونکی دی.
Tafsiran larabci:
لَا تُدْرِكُهُ الْاَبْصَارُ ؗ— وَهُوَ یُدْرِكُ الْاَبْصَارَ ۚ— وَهُوَ اللَّطِیْفُ الْخَبِیْرُ ۟
سترګي یي نشي احاطه کولی خو هغه سترګې احاطه کوي ځکه چې هغه خورا باریک بین او له هر څه خبر دی.
Tafsiran larabci:
قَدْ جَآءَكُمْ بَصَآىِٕرُ مِنْ رَّبِّكُمْ ۚ— فَمَنْ اَبْصَرَ فَلِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ عَمِیَ فَعَلَیْهَا ؕ— وَمَاۤ اَنَا عَلَیْكُمْ بِحَفِیْظٍ ۟
تاسې ته د خپل رب له لورې حق ښوونکي دلایل راغلل چا چې ولیدل د ځان ګټه یي ده او څکو چې ترې ړوند شو نو د ځان تاوان یي دی. زه ستاسې ژغورونکی نه یم.
Tafsiran larabci:
وَكَذٰلِكَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ وَلِیَقُوْلُوْا دَرَسْتَ وَلِنُبَیِّنَهٗ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
او په دې توګه مونږ ټولې نښې او معجزې بیانوو تر څو ځیني ناپوهان ووایي چې تا له بل چا نه زده کړی دی او کوم چې پوهیږي نو هغوې ته واقعیت څرګند کړو.
Tafsiran larabci:
اِتَّبِعْ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— وَاَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
ای محمده! د هغه څه مننه وکړه چې د خپل رب له لورې تا ته وحې کیږي. پرته له یو الله نه بل څوک د بلنې وړ ندی. او په مشرکانو پسې سر مه خوږه وه.
Tafsiran larabci:
وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَاۤ اَشْرَكُوْا ؕ— وَمَا جَعَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ حَفِیْظًا ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ ۟
که چیرې الله غوښتې واي نو هغوی به شرک نه ؤ کړی او مونږ ته پر هغوی څارونکی نه یي ټاکلی او نه ته هغوی پالونکی یې.
Tafsiran larabci:
وَلَا تَسُبُّوا الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَیَسُبُّوا اللّٰهَ عَدْوًا بِغَیْرِ عِلْمٍ ؕ— كَذٰلِكَ زَیَّنَّا لِكُلِّ اُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ۪— ثُمَّ اِلٰی رَبِّهِمْ مَّرْجِعُهُمْ فَیُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
او هغو څیزونو ته کنځا مه کوئ چې کافران يې پرته له الله نه رابلي هسې نه چې کافران د کینې او ظلم له کبله په ناپوهۍ الله پاک ته کنځا وکړي مونږ هر چا ته د هغوی د کړنې ورښایسته کړي دي بیا د هر چا ورتګ خپل رب ته دی هغه به یې د کړنو په نتیجه خبر کړي.
Tafsiran larabci:
وَاَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ لَىِٕنْ جَآءَتْهُمْ اٰیَةٌ لَّیُؤْمِنُنَّ بِهَا ؕ— قُلْ اِنَّمَا الْاٰیٰتُ عِنْدَ اللّٰهِ وَمَا یُشْعِرُكُمْ ۙ— اَنَّهَاۤ اِذَا جَآءَتْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
او کافران د الله په نوم لوی لوی قسمونه اخلي چې که غوښتل شوې معجزه یې ورته راشي نو ایمان به راوړي. ای محمده! ووایه چې معجزې له الله سره دي. او ای مؤمنانو! تاسې څرنګه وپوهول شئ چې که معجزې راشي هم هغوی ایمان نه دی.
Tafsiran larabci:
وَنُقَلِّبُ اَفْـِٕدَتَهُمْ وَاَبْصَارَهُمْ كَمَا لَمْ یُؤْمِنُوْا بِهٖۤ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّنَذَرُهُمْ فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟۠
او مونږ یې زړونه او سترګې په همغه شان اړوو لکه چې په لومړۍ ورځ یې په حق دین ایمان نه دی راوړی او پریږدو یې چې په خپله سرغړونه کې لالهانده وي
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'an'am
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa