Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Ghafir   Aya:

غافر

حٰمٓ ۟ۚ
حم
Tafsiran larabci:
تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ ۟ۙ
ددې کتاب نازلیدل د برلاسي او عالم الله له لورې ده.
Tafsiran larabci:
غَافِرِ الذَّنْۢبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِیْدِ الْعِقَابِ ذِی الطَّوْلِ ؕ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— اِلَیْهِ الْمَصِیْرُ ۟
بښونکی د ګناه، مونکی د توبې، د سخت عذاب څښتن او د ډیر مهربانۍ خاوند دی. له هغه پرته بل هیځ معبود نشته. او خاص د هغه په لور د هر څه ورګرځیدل دي.
Tafsiran larabci:
مَا یُجَادِلُ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ اِلَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَلَا یَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِی الْبِلَادِ ۟
د الله په ایتونو کې پرته له هغو کسانو چې کافران شوي بل هیڅوک جګړې نه کوي. نو باید چې په هیوادونو کې د هغوی ډاډمن ښکته او پورته کیدل تا ونه غولوي.
Tafsiran larabci:
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّالْاَحْزَابُ مِنْ بَعْدِهِمْ ۪— وَهَمَّتْ كُلُّ اُمَّةٍ بِرَسُوْلِهِمْ لِیَاْخُذُوْهُ وَجٰدَلُوْا بِالْبَاطِلِ لِیُدْحِضُوْا بِهِ الْحَقَّ فَاَخَذْتُهُمْ ۫— فَكَیْفَ كَانَ عِقَابِ ۟
له دوی نه وړاندې د نوح قوم او له هغوی نه وروسته ډیرو قومونو خپل پیغمبران درواغجن ګڼلي وو. او هر چا هڅه کړي وه چې خپل پیغمبر ونیسي او بډې يې وهلې وي چې د باطل په واسطه حق له مینځه یوسي خو مونږ نیول. نو ګوره چې زمونږ عذاب څرنګه و؟
Tafsiran larabci:
وَكَذٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَی الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّهُمْ اَصْحٰبُ النَّارِ ۟
او په دې توګه ستا د رب دا خبره چې کافران اور ته ورتلونکي دي پر ټولو کافرانو ثابته او پخه شوه.
Tafsiran larabci:
اَلَّذِیْنَ یَحْمِلُوْنَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهٗ یُسَبِّحُوْنَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَیُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَیَسْتَغْفِرُوْنَ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ۚ— رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَیْءٍ رَّحْمَةً وَّعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِیْنَ تَابُوْا وَاتَّبَعُوْا سَبِیْلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟
هغه ملایکې چې عرش يې پورته کړی او هغه چې د عرش په چاپیریال کې دي د خپل رب ثنا او ستاینه کوي، پر هغه پوخ ایمان لري، او د مؤمنانو لپاره بښنه غواړي چې: زمونږ ربه! ستا رحمت او علم په هر څه خپور شوی دی نو هغه کسان وبښه او د دوزخ له اور نه يي وژغوره چې توبه يي ویستلې او ستا لار يې نیولي ده.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Ghafir
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa