Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Ghafir   Aya:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّنْ قَبْلِكَ مِنْهُمْ مَّنْ قَصَصْنَا عَلَیْكَ وَمِنْهُمْ مَّنْ لَّمْ نَقْصُصْ عَلَیْكَ ؕ— وَمَا كَانَ لِرَسُوْلٍ اَنْ یَّاْتِیَ بِاٰیَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَمْرُ اللّٰهِ قُضِیَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُوْنَ ۟۠
او مونږ له تا نه وړاندې ډیر رسولان لیږلي دي چې د ځینو حال مو تاته بیان کړی[۹] او د ځینو مو نه دی بیان کړی. او د یو رسول هم په وس نه وه چې د الله له حکم ا واذن نه پرته کومه معجزه راوړي. او چې کله د الله حکم صادر شو نو په حقه فیصله وشوه او باطل پرستان له زیان سره مخ شول.
[۹] په قران کریم کې یوازې د ۲۵ پیغمبرانو حال بیان شوی دی( تفسیر ابن کثیر) د سورت النساء ۶۴ایت.
Tafsiran larabci:
اَللّٰهُ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَنْعَامَ لِتَرْكَبُوْا مِنْهَا وَمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟ؗ
الله هغه ذات دی چې څاروي يي ستاسې لپاره پیدا کړي دي چې په ځینو يي تاسې سپریږئ. او له ځینو نورو نه خوراک کوئ
Tafsiran larabci:
وَلَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ وَلِتَبْلُغُوْا عَلَیْهَا حَاجَةً فِیْ صُدُوْرِكُمْ وَعَلَیْهَا وَعَلَی الْفُلْكِ تُحْمَلُوْنَ ۟ؕ
او په هغوی کې ستاسې نورې ګټې هم شته. او هغو ځایو ته هم پرې رسیدای شئ چې ستاسې زړونه يې هیله وکړي. په همدي څارویو او پر کښتیو تاسې سپرولای شئ.
Tafsiran larabci:
وَیُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ ۖۗ— فَاَیَّ اٰیٰتِ اللّٰهِ تُنْكِرُوْنَ ۟
الله تاسې ته خپل ډیر دلایل درښایې له کوم یو نه به يې انکار کوئ؟
Tafsiran larabci:
اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَانُوْۤا اَكْثَرَ مِنْهُمْ وَاَشَدَّ قُوَّةً وَّاٰثَارًا فِی الْاَرْضِ فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
ایا په ځمکه کې نه دي ګرځیدلي چې وګوري چې د پخوانیو خلکو پای څه شوه؟ سره له دې چې له دوی نه په شمیر کې ډیر، په توان کې پیاوړي، او په ځمکه کې د زیاتو نښو پریښوونکي وو خو بیا يې هم ټولو هلو ځلو له هیڅ شي نه بچ نه شو کړای.
Tafsiran larabci:
فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَرِحُوْا بِمَا عِنْدَهُمْ مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
کله چې رسولان د ښکاره دلایلو سره ورته راغلل نو په خپل موجود علم [۱۰] خوښمن او بالاخره په هغه جال کې ونښتل چې ټوکي او مسخرې به يي ګڼلي.
[۱۰] د پیغمبرانو تعلیماتو ته يي هیڅ پاملرنه ونکړه او د خپلو موجودو رواجونو او علومو په ټینګولو کې يي خوښي ښکاره ( البحرالمحیط فی التفسیر)
Tafsiran larabci:
فَلَمَّا رَاَوْا بَاْسَنَا قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَحْدَهٗ وَكَفَرْنَا بِمَا كُنَّا بِهٖ مُشْرِكِیْنَ ۟
خو چې زمونږ عذاب يي ولید نو ویې ویل: مونږ په یوه الله ایمان راوړی او له هغه څه نه بیزار یو چې له دې نه پخوا به مونږ شریکان ګڼل.
Tafsiran larabci:
فَلَمْ یَكُ یَنْفَعُهُمْ اِیْمَانُهُمْ لَمَّا رَاَوْا بَاْسَنَا ؕ— سُنَّتَ اللّٰهِ الَّتِیْ قَدْ خَلَتْ فِیْ عِبَادِهٖ ۚ— وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْكٰفِرُوْنَ ۟۠
خو زمونږ د عذاب له لیدلو وروسته يي ایمان راوړلو هیڅ ګټه ورته ونه شوه رسولای. او همدا د الله کړنلاره ده چې له پخوا نه د هغه په بنده ګانو کې را روانه ده. هو! هلته وو چې کافران زیانمن شول.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Ghafir
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa