Check out the new design

Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Firo pastiiwo - Sarfaraz * - Tippudi firooji ɗii


Firo maanaaji Simoore: Simoore yuunus   Aaya:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیَاتُنَا بَیِّنٰتٍ ۙ— قَالَ الَّذِیْنَ لَا یَرْجُوْنَ لِقَآءَنَا ائْتِ بِقُرْاٰنٍ غَیْرِ هٰذَاۤ اَوْ بَدِّلْهُ ؕ— قُلْ مَا یَكُوْنُ لِیْۤ اَنْ اُبَدِّلَهٗ مِنْ تِلْقَآئِ نَفْسِیْ ۚ— اِنْ اَتَّبِعُ اِلَّا مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ ۚ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اِنْ عَصَیْتُ رَبِّیْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
او چې کله هم پرې زمونږ څرګند ایتونه ولوستل شي نو هغه خلک چې زمونږ د لیدنې هیله من نه دي وايې:له دې پرته یو بل قران راوړه،او یا دابدل کړه ای محمده!ووایه چې زما په توان نه ده چې زه په خپل سر څه پکې بدل کړم. زه یوازې په هغه څه پسې تلونکی یم چې ماته یې وحې کیږي،او که زه له خپل رب نه سروغړوم نو د لویې ورځې له عذاب نه ډاریږم.
Faccirooji aarabeeji:
قُلْ لَّوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا تَلَوْتُهٗ عَلَیْكُمْ وَلَاۤ اَدْرٰىكُمْ بِهٖ ۖؗۗ— فَقَدْ لَبِثْتُ فِیْكُمْ عُمُرًا مِّنْ قَبْلِهٖ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
او ووایه چې:که الله غوښتې وای نو ما به قران په تاسې نه وای لوستی او نه به الله تاسې ترې خبر کړي وای ما خو په تاسې کې له دې وړاندې اوږد ژوند تیر کړی دی. ایا تاسې عقل په کار نه اچوئ؟[۴]
[۴] ـ چې په څلویښتو کلونو کې مې یوه خبره هم له ځان نه جوړه نه کړه.نو دا ناببره مې دومره لوي کتاب څنګه جوړ کړ(فتح القدیر د امام الشوکاني).
Faccirooji aarabeeji:
فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الْمُجْرِمُوْنَ ۟
نو له هغه چا به لوی ظالم څوک وي چې:پر الله درواغ تړي؟او یا د هغه ایتونو درواغ ګڼي؟ بې له شکه مجرمان هیڅکله خلاصون نشي میندلای.
Faccirooji aarabeeji:
وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَضُرُّهُمْ وَلَا یَنْفَعُهُمْ وَیَقُوْلُوْنَ هٰۤؤُلَآءِ شُفَعَآؤُنَا عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— قُلْ اَتُنَبِّـُٔوْنَ اللّٰهَ بِمَا لَا یَعْلَمُ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
هغوی له الله نه پرته د هغه څه عبادت کوي چې نه ورته تاوان رسولای شي او نه ګټه او لا وايي چې:زمونږ دغه خدایان به د الله په وړاندې زمونږ سپارښتنه کوي،ای محمده!ووایه چې تاسې الله پاک له هغه څه نه خبروئ چې هغه یې نه په اسمانو کې پیژني او نه په ځمکه کې؟هغه له ټولو نیمګړتیاوو پاک او له هغه څه نه ډیر لوړدی چې هغوی یې ورسره شریکوي.
Faccirooji aarabeeji:
وَمَا كَانَ النَّاسُ اِلَّاۤ اُمَّةً وَّاحِدَةً فَاخْتَلَفُوْا ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ فِیْمَا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
خلک اصلا ټول یو امت وو، بیا سره جلا شول،او که چیرې ستا د رب له لورې وړاندې یوه خبره نه وای شوی.نو هرو،مرو به د هغه څه پریکړه شوې وه چې هغوی پکې یو له بل سره لاس په ګریوان دي.
Faccirooji aarabeeji:
وَیَقُوْلُوْنَ لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ۚ— فَقُلْ اِنَّمَا الْغَیْبُ لِلّٰهِ فَانْتَظِرُوْا ۚ— اِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُنْتَظِرِیْنَ ۟۠
او هغوي وايې چې:په دې پيغمبر د هغه د رب له لورې یوه لویه معجزه ولې نه نازلیږي؟ووایه چې:د پټو واکمن یوازې یو الله دی،تاسې انتظار وکړئ ـ زه هم له تاسې سره انتظار کوونکی یم.
Faccirooji aarabeeji:
 
Firo maanaaji Simoore: Simoore yuunus
Tippudi cimooje Tonngoode hello ngoo
 
Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Firo pastiiwo - Sarfaraz - Tippudi firooji ɗii

Eggi nde ko Mowlawi Janbaaz Sarfaraz

Uddude