Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 安比亚仪   段:
وَاِذَا رَاٰكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ یَّتَّخِذُوْنَكَ اِلَّا هُزُوًا ؕ— اَهٰذَا الَّذِیْ یَذْكُرُ اٰلِهَتَكُمْ ۚ— وَهُمْ بِذِكْرِ الرَّحْمٰنِ هُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
او ای محمده!کله چې کافران تا ووینې،نو پرته له ملنډو وهلو بله اړیکه نه ساتي او وایې:ایا دا هغه سړی دی چې ستاسې خدایان یادوي؟ او کافران د مهربان خدای له یاد نه منکر دي.
阿拉伯语经注:
خُلِقَ الْاِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ ؕ— سَاُورِیْكُمْ اٰیٰتِیْ فَلَا تَسْتَعْجِلُوْنِ ۟
انسان تلواري پيدا شوی دی.ډير ژر به زه خپلې نښې تاسې ته وښایم تلوار مه کوئ.
阿拉伯语经注:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او وایې:دا وعده کله پوره کیږي؟که ستاسې خبره رښتیا وي؟
阿拉伯语经注:
لَوْ یَعْلَمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا حِیْنَ لَا یَكُفُّوْنَ عَنْ وُّجُوْهِهِمُ النَّارَ وَلَا عَنْ ظُهُوْرِهِمْ وَلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟
که کافرانو ته هغه وخت معلوم وای چې نه به له خپلو مخونو او نه به له خپلو څټونو اور په څنګولای شي،او نه به ورسره کومک کاوه شي.(نو هیڅکله به یې قیامت ژر نه وغوښتی).
阿拉伯语经注:
بَلْ تَاْتِیْهِمْ بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟
بلکې ناببره به پرې راشي نو هک پک به پاتې،نه به یې مخه نیوای شي او نه به څه مهلت تر لاسه کولای شي.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِیْنَ سَخِرُوْا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠
له تانه وړاندې هم په ډيرو پيغمبرانو ملنډې وهل شوې او ملنډ وهونکو ته د خپلو ملنډو جزا رسیدلې ده.
阿拉伯语经注:
قُلْ مَنْ یَّكْلَؤُكُمْ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ مِنَ الرَّحْمٰنِ ؕ— بَلْ هُمْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهِمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟
ای محمده!ووایه چې څوک به مو له رحمان نه په شپه او ورځ کې وژغوري؟ (هیڅوک نشته)خو دوی د خپل رب له یادولو نه مخ اړوي.
阿拉伯语经注:
اَمْ لَهُمْ اٰلِهَةٌ تَمْنَعُهُمْ مِّنْ دُوْنِنَا ؕ— لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ نَصْرَ اَنْفُسِهِمْ وَلَا هُمْ مِّنَّا یُصْحَبُوْنَ ۟
ایا هغوی خدایان لري چط له مونږ نه یې وژغوري؟خدایان یې له خپلو ځانو سره لاس نشي کولی او نه ورسره زمونږ خواخوږي شته.
阿拉伯语经注:
بَلْ مَتَّعْنَا هٰۤؤُلَآءِ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی طَالَ عَلَیْهِمُ الْعُمُرُ ؕ— اَفَلَا یَرَوْنَ اَنَّا نَاْتِی الْاَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ اَطْرَافِهَا ؕ— اَفَهُمُ الْغٰلِبُوْنَ ۟
خو اصلي خبره همداده چې:مونږ دغو خلکو او پلرونو ته یې له اوږدې زمانې راسې ښه ژوند ورکړی. ایا نه ګوري چې مونږ ځمکه له هرې لورې راکموو؟ ایا هغوی به برلاسي شي؟
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 安比亚仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭