Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 安比亚仪   段:
وَكَمْ قَصَمْنَا مِنْ قَرْیَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَّاَنْشَاْنَا بَعْدَهَا قَوْمًا اٰخَرِیْنَ ۟
او مونږ څومره ډير ظالم کلي وران او په ځای مو له هغوی وروسته نور خلک را پورته کړل.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّاۤ اَحَسُّوْا بَاْسَنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَرْكُضُوْنَ ۟ؕ
هغوی ته چې کله هم زمونږ عذاب مخ په مخ ورغلی،نو ناببره یې ترې منډه اخیستې.
阿拉伯语经注:
لَا تَرْكُضُوْا وَارْجِعُوْۤا اِلٰی مَاۤ اُتْرِفْتُمْ فِیْهِ وَمَسٰكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْـَٔلُوْنَ ۟
ملایکو به ورته وویل:منډې مه وهئ،بیرته مو همغو ځایونو او کورونو ته ولاړ شئ چې تاسې پکې خورا نازول شوي واست کیدای شي چې ستاسې پوښتنه[۳]وشي.
[۳] چې جناب څه امر او خدمت دی مونږ خدمت ته ولاړ یو.او یا دا چې کیدای شي تاسې وپوښتل شئ چې نعمتونه او مالونه مو څه شول؟څه مو پکې وکړل؟(البحر المحیط في التفسیر).
阿拉伯语经注:
قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟
هغوی به ویل:های زمونږ بدمرغۍ بې له شکه چې مونږ ظالمان وو.
阿拉伯语经注:
فَمَا زَالَتْ تِّلْكَ دَعْوٰىهُمْ حَتّٰی جَعَلْنٰهُمْ حَصِیْدًا خٰمِدِیْنَ ۟
او تر هغو یې همدا چیغې وې تر څو چې مونږ د ریبلو شوو بوټو په شان د تل لپاره چپ کړل.
阿拉伯语经注:
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا لٰعِبِیْنَ ۟
او مونږ اسمان، ځمکه او ددې دواړو په مینځ کې ټول څيزونه د لوبې په ډول نه دي پیدا کړي.
阿拉伯语经注:
لَوْ اَرَدْنَاۤ اَنْ نَّتَّخِذَ لَهْوًا لَّاتَّخَذْنٰهُ مِنْ لَّدُنَّاۤ ۖۗ— اِنْ كُنَّا فٰعِلِیْنَ ۟
که چیرې مو د لوبو اراده وای او هرو مرو مو دا کار کولای نو له خپلې لورې به مو ځانته یو څه پیدا کړي وای.
阿拉伯语经注:
بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَی الْبَاطِلِ فَیَدْمَغُهٗ فَاِذَا هُوَ زَاهِقٌ ؕ— وَلَكُمُ الْوَیْلُ مِمَّا تَصِفُوْنَ ۟
بلکې مونږ پر باطل د حق ګوزار کوو.په کاري ګوزاریې ولو او د تل لپاره له[۴]مینځه ځي.او ستاسې د وینا له کبله تاسې ته هلاکت په برخه دی.
[۴] دمغ د دماغ هغو ویشتلو ته وایې چې زخم یې دماغ ته ورسیږي.(فتح القدیر د امام الشوکاني).
阿拉伯语经注:
وَلَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَمَنْ عِنْدَهٗ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِهٖ وَلَا یَسْتَحْسِرُوْنَ ۟ۚ
او په اسمانونو او ځمکه کې چې څه دي ټول د الله دي. او هغه ملایکې چې له الله سره دي نه يي له عبادت نه سر غړوي او نه پکې سستي ښکاره کوي.
阿拉伯语经注:
یُسَبِّحُوْنَ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ لَا یَفْتُرُوْنَ ۟
شپه او ورځ پرته له دې چې ستړي شي هغه په پاکۍ ستايې.
阿拉伯语经注:
اَمِ اتَّخَذُوْۤا اٰلِهَةً مِّنَ الْاَرْضِ هُمْ یُنْشِرُوْنَ ۟
ایا په ځمکه کې یې داسې خدایان نیولي چې مړي ژوندي[۵]را پاڅوي؟
[۵] ـ نه هرګز یې داسې خدایان نه دي نیولي،ځکه د مړو ژوندي راپورته کولو واک یوازې له یو الله سره دی.(فتح القدیر).
阿拉伯语经注:
لَوْ كَانَ فِیْهِمَاۤ اٰلِهَةٌ اِلَّا اللّٰهُ لَفَسَدَتَا ۚ— فَسُبْحٰنَ اللّٰهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟
که چیرې په ځمکه او اسمان کې پرته له الله نور خدایان وای نو د دواړو نظام به ګډوډ شوی ؤ.د عرش څښتن الله له هغه څه نه پاک دی چې مشرکان یې وایې.
阿拉伯语经注:
لَا یُسْـَٔلُ عَمَّا یَفْعَلُ وَهُمْ یُسْـَٔلُوْنَ ۟
له الله څخه د هغه د کړنو پوښتنه نه کیږي بلکې مخلوق پوښتل کیږي.
阿拉伯语经注:
اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً ؕ— قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ ۚ— هٰذَا ذِكْرُ مَنْ مَّعِیَ وَذِكْرُ مَنْ قَبْلِیْ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۙ— الْحَقَّ فَهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟
ایا پرته له هغه یې نور خدایان نیولي دي؟ووایه دلیل مو را وړاندې کړئ.دغه کتاب موجود دی چې زما د زمانې خلکو لپاره نصیحت دی او هغه څه هم پکې شته چې د پخوانیو قومونو لپاره نصیحت و. خو د دوی ډیر خلک له حقیقت نه ناخبره دي نو ځکه مخ اړوي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 安比亚仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭