Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 安比亚仪   段:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا نُوْحِیْۤ اِلَیْهِ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاعْبُدُوْنِ ۟
او له تانه وړاندې چې مونږ هر پیغمبر لیږلی دی، نو هغه ته مو همدا وحي کړې ده چې:پرته له ما بل معبود نشته نو یوازې زما عبادت وکړئ.
阿拉伯语经注:
وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمٰنُ وَلَدًا سُبْحٰنَهٗ ؕ— بَلْ عِبَادٌ مُّكْرَمُوْنَ ۟ۙ
او دوی وایې چې رحمان ذات ځوی نیولی دی،الله پاک دی.بلکې هغوی د خدای عرتمند[۶]بنده ګان دي.
[۶] ـ عیسې،عزیر یا ملایکې چې دوی یې د خدای د ځوی په نوم پيژني د خدای نیک بنده ګان دي چې خدای ورته ډیر قدر او ارزښت ور کړی دی.(البحر المحیط فی التفسیر).
阿拉伯语经注:
لَا یَسْبِقُوْنَهٗ بِالْقَوْلِ وَهُمْ بِاَمْرِهٖ یَعْمَلُوْنَ ۟
د هغه له اجازې پرته خبره نه کوي او یوازې د هغه په امر کار ته وړاندې کیږي.
阿拉伯语经注:
یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا یَشْفَعُوْنَ ۙ— اِلَّا لِمَنِ ارْتَضٰی وَهُمْ مِّنْ خَشْیَتِهٖ مُشْفِقُوْنَ ۟
الله ته د هغوی وړاندې او وروسته ټول معلوم او هغوی یوازې د هغه چا لپاره سپارښتنه کوي. چې الله ترې خوښ وي او هغوی د الله له ډار او ویرې لړزیدونکي دي.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ یَّقُلْ مِنْهُمْ اِنِّیْۤ اِلٰهٌ مِّنْ دُوْنِهٖ فَذٰلِكَ نَجْزِیْهِ جَهَنَّمَ ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِی الظّٰلِمِیْنَ ۟۠
او که د دوی کوم یو ووایې چې زه له الله نه پرته خدای یم.نو هغه ته به مونږ د دوزخ جزا ورکړو.هو!ظالمانو ته زمونږ همدا جزا ده.
阿拉伯语经注:
اَوَلَمْ یَرَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنٰهُمَا ؕ— وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَآءِ كُلَّ شَیْءٍ حَیٍّ ؕ— اَفَلَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
ایا کافرانو دې ته ژور ندي کتلي چې اسمانونه او ځمکه سره نښتي وو.مونږ دواړه سره جلا،او له اوبو نه مو هر شي ته ژوند وربښلی دی ایا دوی یې نه مني؟
阿拉伯语经注:
وَجَعَلْنَا فِی الْاَرْضِ رَوَاسِیَ اَنْ تَمِیْدَ بِهِمْ وَجَعَلْنَا فِیْهَا فِجَاجًا سُبُلًا لَّعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟
په ځمکه مو غرونه ټک وهل چې ونه خوزیږي.او په هغو کې موارتي لارې جوړې کړې تر څو خپلې لارې ومومي.
阿拉伯语经注:
وَجَعَلْنَا السَّمَآءَ سَقْفًا مَّحْفُوْظًا ۖۚ— وَّهُمْ عَنْ اٰیٰتِهَا مُعْرِضُوْنَ ۟
او اسمان مو یو ساتلی شوی چت جوړ کړ.خو کافران د هغه نښانو ته هیڅ پاملرنه نه کوي.
阿拉伯语经注:
وَهُوَ الَّذِیْ خَلَقَ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ؕ— كُلٌّ فِیْ فَلَكٍ یَّسْبَحُوْنَ ۟
او الله هغه ذات دی چې شپه،ورځ،لمر او سپوږمۍ یې پیدا کړي.هر یو په خپل مدار کې لامبو وهې.
阿拉伯语经注:
وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّنْ قَبْلِكَ الْخُلْدَ ؕ— اَفَاۡىِٕنْ مِّتَّ فَهُمُ الْخٰلِدُوْنَ ۟
ای محمده!له تانه وړاندې مونږ هیڅ انسان ته تل پایښت نه دی ورکړی.که ته مړ شوی نو دوی به تل تر تله ژوندي وي؟
阿拉伯语经注:
كُلُّ نَفْسٍ ذَآىِٕقَةُ الْمَوْتِ ؕ— وَنَبْلُوْكُمْ بِالشَّرِّ وَالْخَیْرِ فِتْنَةً ؕ— وَاِلَیْنَا تُرْجَعُوْنَ ۟
نه:هر ساکښ د مرګ خوند څکونکی دی. او مونږ د ناوړه او ښو حالاتو په مخ کولو سره تاسې ازمایو،او بیا مو زما په لور راګرځیدل دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 安比亚仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭