Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 呼德   段:
قَالَ یٰقَوْمِ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كُنْتُ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَاٰتٰىنِیْ مِنْهُ رَحْمَةً فَمَنْ یَّنْصُرُنِیْ مِنَ اللّٰهِ اِنْ عَصَیْتُهٗ ۫— فَمَا تَزِیْدُوْنَنِیْ غَیْرَ تَخْسِیْرٍ ۟
صالح وویل: ای زما قومه په دې مې پوه کړئ چې که زه د خپل رب له لورې په سپینه او روښانه لار وم او له خپلې خوا یې پر ما لورینه هم کړې وي نو بیا هم زه له هغه نه سرغړونه وکړم ایا شته څوک چې ما له الله نه وژغوري؟ تاسې پرته له دې چې ما نور هم په زیان کې وغورځوئ بل هیڅ ګټه مو ما ته نه را رسوئ.
阿拉伯语经注:
وَیٰقَوْمِ هٰذِهٖ نَاقَةُ اللّٰهِ لَكُمْ اٰیَةً فَذَرُوْهَا تَاْكُلْ فِیْۤ اَرْضِ اللّٰهِ وَلَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابٌ قَرِیْبٌ ۟
او ای زما قومه دغه د الله او ښه تاسې ته یوه نښه ده پریږدئ چې د الله په ځمکه کې وڅري او په بده لاس مه ور وړاندې کوئ که نه نو ډیر ژر به مو عذاب ونیسي.
阿拉伯语经注:
فَعَقَرُوْهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوْا فِیْ دَارِكُمْ ثَلٰثَةَ اَیَّامٍ ؕ— ذٰلِكَ وَعْدٌ غَیْرُ مَكْذُوْبٍ ۟
خو هغوی اوښه ووژله صالح خبر ورکړ چې اوس نو په خپلو کورونو کې یوازې درې ورځې ژوند وکړئ. او ګورئ چې دا د درواغو خبره نده.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا جَآءَ اَمْرُنَا نَجَّیْنَا صٰلِحًا وَّالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَمِنْ خِزْیِ یَوْمِىِٕذٍ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْقَوِیُّ الْعَزِیْزُ ۟
نو چې زمونږ حکم راغی صالح او د هغه مومن ملګري مو په خپل رحمت سره خلاص او د هغې ورځې له رسوايې نه وژغورل. بې شکه چې ستا رب ډیر قوي او پر هر څه بر لاسی دی.
阿拉伯语经注:
وَاَخَذَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوا الصَّیْحَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دِیَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ ۟ۙ
او تیري کوونکي خلک یوې هیبتناکې چیغې ونیول نو په خپلو کورونو کې پړ مخې هلاک وغورځیدل.
阿拉伯语经注:
كَاَنْ لَّمْ یَغْنَوْا فِیْهَا ؕ— اَلَاۤ اِنَّ ثَمُوْدَاۡ كَفَرُوْا رَبَّهُمْ ؕ— اَلَا بُعْدًا لِّثَمُوْدَ ۟۠
ته به وايي لکه چې له سره دلته اوسیدلي نه وو. واورئ چې ثمودیان په خپل رب کافران شوي وو او واروئ چې ثمودیان د الله له رحمت نه خورا ډیر لرې شو.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ بِالْبُشْرٰی قَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ سَلٰمٌ فَمَا لَبِثَ اَنْ جَآءَ بِعِجْلٍ حَنِیْذٍ ۟
او زمونږ پرښتې له زیري سره ابراهیم ته ورغلې وې ملایکو وویل سلام دې وي پر تا. ابراهیم هم د سلام په ویلو ځواب ورکړ او په بیړه يې وریت کړی خوسی راووړ.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا رَاٰۤ اَیْدِیَهُمْ لَا تَصِلُ اِلَیْهِ نَكِرَهُمْ وَاَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیْفَةً ؕ— قَالُوْا لَا تَخَفْ اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمِ لُوْطٍ ۟ؕ
خو چې ویې لیده چې د میلمنو لاسونه د خوسې په لور نه وړاندې کیږي نو نابلده ورته ښکاره او په زړه کې يې ترې ډار وشو. ملایکو ورته وویل ډاریږه مه مونږ د لوط قوم په لور لیږل شوي یو.
阿拉伯语经注:
وَامْرَاَتُهٗ قَآىِٕمَةٌ فَضَحِكَتْ فَبَشَّرْنٰهَا بِاِسْحٰقَ ۙ— وَمِنْ وَّرَآءِ اِسْحٰقَ یَعْقُوْبَ ۟
میرمن يې هلته ولاړه وه ويې خندل مونږ هغې ته اسحاق او له هغه وروسته د یعقوب زیری ورکړ.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 呼德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭