Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 呼德   段:
فَلَمَّا جَآءَ اَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِیَهَا سَافِلَهَا وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهَا حِجَارَةً مِّنْ سِجِّیْلٍ ۙ۬— مَّنْضُوْدٍ ۟ۙ
نو کله چې زمونږ پریکړه راغله د هغوی سیمه مو په بل مخ واړوله او د پخې شوې خټې ډبرې مو پرې په مسلسل ډول ووره ولې.
阿拉伯语经注:
مُّسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ ؕ— وَمَا هِیَ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ بِبَعِیْدٍ ۟۠
ستا د رب له لورې هره ډبره په نښه شوې وه. او له ظالمانو سره دا وړ عذاب څه لرې [۱۰] کار نه دی
[۱۰] دا ځای او نیټه د قریشو له ظالمانو نه څه لرې نه دی ډیره پخوا نه ده تیره شوي او ځای هم د مدیني او شام په مینځ کې دی( معارف القران د مفتي محمد شفیع صاحب)
阿拉伯语经注:
وَاِلٰی مَدْیَنَ اَخَاهُمْ شُعَیْبًا ؕ— قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— وَلَا تَنْقُصُوا الْمِكْیَالَ وَالْمِیْزَانَ اِنِّیْۤ اَرٰىكُمْ بِخَیْرٍ وَّاِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ مُّحِیْطٍ ۟
او د مدین خلکو ته مونږ د هغوی ورور شعیب ولیږه. شعیب هغوی ته وویل ای زما قومه! د یو الله عبادت وکړئ له هغه پرته مو بل هیڅ خدای نشته. په پیمانه او تله کې کموالی مه کوئ نن مو په ښه حال کې وینم خو زه پر تاسې ډاریږم چې د هغې ورځې عذاب درباندې راشي چې له هر اړخه مو راګیر کړي.
阿拉伯语经注:
وَیٰقَوْمِ اَوْفُوا الْمِكْیَالَ وَالْمِیْزَانَ بِالْقِسْطِ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ اَشْیَآءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟
او ای زما قومه! بیمانې او تلې مو په انصاف سره پوره او د خلکو څیزونه کم مه ورکوئ او په ځمکه کې د ورانکارئ او فساد هلې ځلې مه کوئ.
阿拉伯语经注:
بَقِیَّتُ اللّٰهِ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۚ۬— وَمَاۤ اَنَا عَلَیْكُمْ بِحَفِیْظٍ ۟
د الله له لورې درکړې ګټه درته غوره او بس ده که تاسې مؤمنان يې. او زه ستاسې څارونکی او ساتونکی نه یم.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا یٰشُعَیْبُ اَصَلٰوتُكَ تَاْمُرُكَ اَنْ نَّتْرُكَ مَا یَعْبُدُ اٰبَآؤُنَاۤ اَوْ اَنْ نَّفْعَلَ فِیْۤ اَمْوَالِنَا مَا نَشٰٓؤُا ؕ— اِنَّكَ لَاَنْتَ الْحَلِیْمُ الرَّشِیْدُ ۟
هغوی وویل: شعیبه! ایا ستا لمونځ تا هڅوي چې مونږ هغه خدایان ټول پریږدو چې زمونږ پلرونه يې رابلي؟ او یا په خپلو مالونو کې د خپلې خوښې تصرف ونکړو؟ بې له شکه چې ته ډیر زغم لرونکی[۱۱] او د سمې لارې سړی يې.
[۱۱] دا خبره يي یا د ملنډو په توګه کړي چې: یوازې همدا ته زغم لرونکی يي بل څوک نشته؟ او یا يي معنا ده ښه ستا د حلم او رشد نتیجه دا شوه چې مونږ په هر څه کې تنګوي؟( ابن جریر الطبری).
阿拉伯语经注:
قَالَ یٰقَوْمِ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كُنْتُ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَرَزَقَنِیْ مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا ؕ— وَمَاۤ اُرِیْدُ اَنْ اُخَالِفَكُمْ اِلٰی مَاۤ اَنْهٰىكُمْ عَنْهُ ؕ— اِنْ اُرِیْدُ اِلَّا الْاِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ ؕ— وَمَا تَوْفِیْقِیْۤ اِلَّا بِاللّٰهِ ؕ— عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ وَاِلَیْهِ اُنِیْبُ ۟
شعیب وویل ای زما قومه! په دې مې پوه کړئ چې که زه خپل رب له لورې په روښانه لار وم او د خپلې لورې يې ماته براخه روزي هم راکړې وي( نو څنګه ستاسې په شان خیانت وکړم؟) او زه نه غواړم چې هغه څه په خپله وکړم چې تاسې ترې منع کوم. زما ټوله غوښتنه همدا ده چې د توان تر اخرنۍ پولې دروغې جوړې او سموالي هڅه وکړم او پرته له الله نه د بل هیچا اسره راسره نشته. یوازې پر هغه مې توکل کړی او یوازې هغه ته مې پناه ده.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 呼德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭