Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 呼德   段:
قَالَ یٰنُوْحُ اِنَّهٗ لَیْسَ مِنْ اَهْلِكَ ۚ— اِنَّهٗ عَمَلٌ غَیْرُ صَالِحٍ ۗ— فَلَا تَسْـَٔلْنِ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— اِنِّیْۤ اَعِظُكَ اَنْ تَكُوْنَ مِنَ الْجٰهِلِیْنَ ۟
الله وفرمایل: ای نوحه! هغه ستا له کورنۍ څخه نه دی. ځکه چې هغه د فاسدو کړنو څښتن دی نو له ما نه هغه غوښتنه مه کوه چې په حقیقت یې نه پوهیږې. زه تاته پند درکوم چې باید د ناپوهانو په څیر غوښتنې ونه کړې.
阿拉伯语经注:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْۤ اَعُوْذُ بِكَ اَنْ اَسْـَٔلَكَ مَا لَیْسَ لِیْ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— وَاِلَّا تَغْفِرْ لِیْ وَتَرْحَمْنِیْۤ اَكُنْ مِّنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
نوح وویل ای زما ربه! زه تاته له دینه پناه دروړم چې له تا نه هغه څه وغواړم چې زه پرې نه پوهیږم. که ته ما ته بښنه ونه کړې او راباندې مهربان نه شې نو زه به له زیان کارو څخه شم.
阿拉伯语经注:
قِیْلَ یٰنُوْحُ اهْبِطْ بِسَلٰمٍ مِّنَّا وَبَرَكٰتٍ عَلَیْكَ وَعَلٰۤی اُمَمٍ مِّمَّنْ مَّعَكَ ؕ— وَاُمَمٌ سَنُمَتِّعُهُمْ ثُمَّ یَمَسُّهُمْ مِّنَّا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
حکم وشو چې ای نوحه! ښکته شه زما له لورې پر تا سلامتیا او برکتونه دي او پر هغو خلکو هم چې له تاسره ملګري دي. او داسې خلک به هم راشي چې زه به ښه لورینه پرې وکړم خو بالاخره به هغوی زمونږ له لورې په دردناک عذاب اخته شي.
阿拉伯语经注:
تِلْكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ الْغَیْبِ نُوْحِیْهَاۤ اِلَیْكَ ۚ— مَا كُنْتَ تَعْلَمُهَاۤ اَنْتَ وَلَا قَوْمُكَ مِنْ قَبْلِ هٰذَا ۛؕ— فَاصْبِرْ ۛؕ— اِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟۠
ای محمده! دا هغه پټې خرې دي چې مونږ يې تاته د وحې په وسیله څرګنده وو. که نه نو له دې وړاندې نه تا او نه ستا قوم په دې هکله څه معلومات وو. صبر کوه. اخری بری د پرهیزګارانو په برخه ده.
阿拉伯语经注:
وَاِلٰی عَادٍ اَخَاهُمْ هُوْدًا ؕ— قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا مُفْتَرُوْنَ ۟
او د عادیانو په لور مو د هغوی ورور هود ولیږه. هغه ورته وویل: ای زما قومه! د یو الله عبادت وکړئ له هغه پرته موبل هیڅ خدای نشته. تاسو پرته له دې چې درواغ سره وتړئ بل څه نه دي کړي.
阿拉伯语经注:
یٰقَوْمِ لَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ اَجْرًا ؕ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی الَّذِیْ فَطَرَنِیْ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
ای زما قومه! د دین په رسونه زه له تاسې نه کوم اجر نه غواړم زما اجر او مزدوري یوازي پر هغه ذات ده چې زه يې پیدا کړی یم. ایا تاسې له عقل نه کار نه اخلئ؟.
阿拉伯语经注:
وَیٰقَوْمِ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوْبُوْۤا اِلَیْهِ یُرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَیْكُمْ مِّدْرَارًا وَّیَزِدْكُمْ قُوَّةً اِلٰی قُوَّتِكُمْ وَلَا تَتَوَلَّوْا مُجْرِمِیْنَ ۟
او ای زما قومه! له خپل رب نه بښنه وغواړئ او په پوره توګه هغه ته وګرځیږئ هغه به پر تاسې د اسمان دروازې راخلاصې او اوسنۍ پیاوړتیا به مو لا زیاته کړي نو تاسې د بدئ په لور مه اوړئ.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا یٰهُوْدُ مَا جِئْتَنَا بِبَیِّنَةٍ وَّمَا نَحْنُ بِتَارِكِیْۤ اٰلِهَتِنَا عَنْ قَوْلِكَ وَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِیْنَ ۟
قوم يې وویل: ای هوده! تا خو مونږ ته کوم څرګند دلیل رانه ووړ. نو مونږ هم ستا په خبره د خپلو خدایانو پریښوونکي نه یو او نه هسې په هسې په تا ایمان راوړی شو.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 呼德
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭