Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾奈尔姆   段:
وَلَا تَقْرَبُوْا مَالَ الْیَتِیْمِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ حَتّٰی یَبْلُغَ اَشُدَّهٗ ۚ— وَاَوْفُوا الْكَیْلَ وَالْمِیْزَانَ بِالْقِسْطِ ۚ— لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا ۚ— وَاِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوْا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبٰی ۚ— وَبِعَهْدِ اللّٰهِ اَوْفُوْا ؕ— ذٰلِكُمْ وَصّٰىكُمْ بِهٖ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟ۙ
او (بل دا چى) د يتيم مال ته مه ورنږدې كيږئ مګر په ښه طريقه، تر هغه چې خپلې ځوانۍ ته ورسيږى، پوره كوئ پيمانه او تول په عدل سره، هيڅوك نه رانيسو مګر په خپل وس يې، او چې خبره مو كوله نو انصاف (رښتينولي) كوئ، كه څه هم خپلوان وي، او د الله په لوز وفا كوئ، په همدې سره يې تاسو ته حكم كړى، ښايي چې نصيحت ومنئ.
阿拉伯语经注:
وَاَنَّ هٰذَا صِرَاطِیْ مُسْتَقِیْمًا فَاتَّبِعُوْهُ ۚ— وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِیْلِهٖ ؕ— ذٰلِكُمْ وَصّٰىكُمْ بِهٖ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ ۟
او دا چې دا زما نېغه سمه لار ده نو متابعت يې وكړئ، او په نورو لارو پسې مه ځئ چې بيا به مو د هغه له لارې خواره واره كړي، په همدې يې تاسو ته حكم كړى چې ځان (له بې لارۍ) وساتئ.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ تَمَامًا عَلَی الَّذِیْۤ اَحْسَنَ وَتَفْصِیْلًا لِّكُلِّ شَیْءٍ وَّهُدًی وَّرَحْمَةً لَّعَلَّهُمْ بِلِقَآءِ رَبِّهِمْ یُؤْمِنُوْنَ ۟۠
بيا مو موسى ته كتاب وركړي و چې پر هغه چا د نعمت پوره كول و چا چې نيكى كړې وه، د هر شي لپاره څرګند بيان، لارښوونه او رحمت و، تر څو هغوى له خپل خداى سره په مخامخ کېدلو ايمان راوړي.
阿拉伯语经注:
وَهٰذَا كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ مُبٰرَكٌ فَاتَّبِعُوْهُ وَاتَّقُوْا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟ۙ
او دا كتاب چې موږ نازل كړى بركتي دى نو متابعت يې كوئ او تقوى كوئ چې رحم درباندې وشي.
阿拉伯语经注:
اَنْ تَقُوْلُوْۤا اِنَّمَاۤ اُنْزِلَ الْكِتٰبُ عَلٰی طَآىِٕفَتَیْنِ مِنْ قَبْلِنَا ۪— وَاِنْ كُنَّا عَنْ دِرَاسَتِهِمْ لَغٰفِلِیْنَ ۟ۙ
تر څو بيا ونه واياست چې كتاب خو پر (هغو) دوو طائفو له موږ مخكې نازل شوى و او موږ د هغوى له لوستلو ناخبره وو.
阿拉伯语经注:
اَوْ تَقُوْلُوْا لَوْ اَنَّاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا الْكِتٰبُ لَكُنَّاۤ اَهْدٰی مِنْهُمْ ۚ— فَقَدْ جَآءَكُمْ بَیِّنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَهُدًی وَّرَحْمَةٌ ۚ— فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَصَدَفَ عَنْهَا ؕ— سَنَجْزِی الَّذِیْنَ یَصْدِفُوْنَ عَنْ اٰیٰتِنَا سُوْٓءَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوْا یَصْدِفُوْنَ ۟
يا داسې ونه واياست چې كه پر موږ باندې كتاب را نازل شوى وى نو حتماً به موږ تر دوى زيات په سمه لار برابر وو، نو دا دى خپل رب له خوا مو ښكاره دليل، لارښوونه او رحمت درته راغلى دى، نو تر هغه چا به لوى ظالم څوك وي چې د الله آيتونه دروغ وګڼي او مخ ترې واړوي، كوم خلك چې زموږ له آيتونو مخ اړوي، هغوى ته به ډېر زر په همدې مخ اړولو د سخت عذاب بدله وركړو.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾奈尔姆
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭