Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾奈尔姆   段:
ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ فَاعْبُدُوْهُ ۚ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ وَّكِیْلٌ ۟
همدا الله دى ستاسو رب، له هغه پرته -په حقه- كوم بل معبود نشته، د هر څه پيدا كوونكى دى نو ويې لمانځئ او هماغه په هر شي څارونكى ساتونكى دى.
阿拉伯语经注:
لَا تُدْرِكُهُ الْاَبْصَارُ ؗ— وَهُوَ یُدْرِكُ الْاَبْصَارَ ۚ— وَهُوَ اللَّطِیْفُ الْخَبِیْرُ ۟
نظرونه یې نه شي موندلاى او هغه نظرونه موندلى شي هغه خورا باریک بین او با خبره دى.
阿拉伯语经注:
قَدْ جَآءَكُمْ بَصَآىِٕرُ مِنْ رَّبِّكُمْ ۚ— فَمَنْ اَبْصَرَ فَلِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ عَمِیَ فَعَلَیْهَا ؕ— وَمَاۤ اَنَا عَلَیْكُمْ بِحَفِیْظٍ ۟
تاسو ته د خپل رب له خوا د حق ليدلو نښانې راغلي دي، نو چا چې هغه وليد (ګټه يې) د خپل ځان ده او څوك چې ړوند شو نو تاوان يې (خپله) پر ده دى او زه خو پر تاسو كوم پيره دار نه يم.
阿拉伯语经注:
وَكَذٰلِكَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ وَلِیَقُوْلُوْا دَرَسْتَ وَلِنُبَیِّنَهٗ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
او په همدې شان موږ دغه ايتونه بيا بيا (ورته) بيانوو چې دوى ووايي له چا دې درس ويلى دى، او چې هغو خلكو ته يې بيان كړو چې پوهيږي.
阿拉伯语经注:
اِتَّبِعْ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— وَاَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
د هغه څه متابعت كوه چې د خپل رب له خوا درته وحى شوې، له هغه پرته -په حقه- كوم بل معبود نشته او له مشركانو مخ ګرځوه.
阿拉伯语经注:
وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَاۤ اَشْرَكُوْا ؕ— وَمَا جَعَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ حَفِیْظًا ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ ۟
او كه الله غوښتي وى نو دوى به شرك نه و كړى او ته مو ورباندې پيره دار نه يې ټاكلى او نه ته پر دوى واكمن څارونكى يې.
阿拉伯语经注:
وَلَا تَسُبُّوا الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَیَسُبُّوا اللّٰهَ عَدْوًا بِغَیْرِ عِلْمٍ ؕ— كَذٰلِكَ زَیَّنَّا لِكُلِّ اُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ۪— ثُمَّ اِلٰی رَبِّهِمْ مَّرْجِعُهُمْ فَیُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
او هغه كسان مه ښكنځئ چې الله نه پرته شيان را بلي (ځكه چې) بيا به له بريده ورتېر په ناپوهۍ سره الله ته ښكنځل كوي، همداسې مو هرې ډلې ته خپل عمل ښايسته كړى دى بيا يې خپل رب لور ته ورستنېدل دي، هغه به يې په هغه څه خبر كړي چې دوى به كول.
阿拉伯语经注:
وَاَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ لَىِٕنْ جَآءَتْهُمْ اٰیَةٌ لَّیُؤْمِنُنَّ بِهَا ؕ— قُلْ اِنَّمَا الْاٰیٰتُ عِنْدَ اللّٰهِ وَمَا یُشْعِرُكُمْ ۙ— اَنَّهَاۤ اِذَا جَآءَتْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
او دوى كلك قسمونه وخوړل چې كه څه نښانه ورته راشي نو خامخا به ايمان پرې راوړي، ووايه: خبره دا ده چې دغه نښانې الله سره دي او څه شى به مو پوه كړي چې كه هغه نښانې هم راشي، ايمان نه راوړي.
阿拉伯语经注:
وَنُقَلِّبُ اَفْـِٕدَتَهُمْ وَاَبْصَارَهُمْ كَمَا لَمْ یُؤْمِنُوْا بِهٖۤ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّنَذَرُهُمْ فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟۠
او هماغه شان به يې زړونه او نظرونه اړوو لكه چې ړومبى ځل يې پرې ايمان نه و راوړى او همداسې يې په خپلې ناړامۍ كې لا لهانده پرېږدو.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾奈尔姆
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭