Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾奈尔姆   段:
وَقَالُوْا هٰذِهٖۤ اَنْعَامٌ وَّحَرْثٌ حِجْرٌ ۖۗ— لَّا یَطْعَمُهَاۤ اِلَّا مَنْ نَّشَآءُ بِزَعْمِهِمْ وَاَنْعَامٌ حُرِّمَتْ ظُهُوْرُهَا وَاَنْعَامٌ لَّا یَذْكُرُوْنَ اسْمَ اللّٰهِ عَلَیْهَا افْتِرَآءً عَلَیْهِ ؕ— سَیَجْزِیْهِمْ بِمَا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟
او دوى وويل: دا څاروي او دا كښت منع (بند) دي، له هغه پرته چې زموږ خوښه وي بل څوك به يې نه خوري –د دوى په ګومان– او (څه نور داسې) څاروي دي چې شاګانې يې حرام شوې او ځينې څاروي داسې وو چې د الله نوم يې پرې نه يادولو، پر هغه باندې دروغ تړلو سره، په دې دروغ تړلو به هغوى ته ډېر زر سزا وركړي.
阿拉伯语经注:
وَقَالُوْا مَا فِیْ بُطُوْنِ هٰذِهِ الْاَنْعَامِ خَالِصَةٌ لِّذُكُوْرِنَا وَمُحَرَّمٌ عَلٰۤی اَزْوَاجِنَا ۚ— وَاِنْ یَّكُنْ مَّیْتَةً فَهُمْ فِیْهِ شُرَكَآءُ ؕ— سَیَجْزِیْهِمْ وَصْفَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ ۟
او ويل يې: د دغو څارويو په ګېډو كې چې څه دي هغه به مو يوازې د نارينه وو لپاره وي او زموږ پر ښځو به حرام وي، او كه هغه مرداره وي نو بيا به ټول پكې شريك وي، زر به يې د دې دروغو سزا وركړ شي، بې شكه هغه حكمت والا ډېر پوه دى.
阿拉伯语经注:
قَدْ خَسِرَ الَّذِیْنَ قَتَلُوْۤا اَوْلَادَهُمْ سَفَهًا بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّحَرَّمُوْا مَا رَزَقَهُمُ اللّٰهُ افْتِرَآءً عَلَی اللّٰهِ ؕ— قَدْ ضَلُّوْا وَمَا كَانُوْا مُهْتَدِیْنَ ۟۠
حقيقتاً هغو خلكو ډېرتاوان وكړ چې په جهالت او ناپوهۍ سره يې خپل اولادونه ووژل او څه چې الله ور روزي كړي وو هغه يې هم پر الله باندې دروغ تړلو سره حرام كړل، په يقينى توګه هغوى بې لارې شول او لار موندونكي نه دي.
阿拉伯语经注:
وَهُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَ جَنّٰتٍ مَّعْرُوْشٰتٍ وَّغَیْرَ مَعْرُوْشٰتٍ وَّالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا اُكُلُهٗ وَالزَّیْتُوْنَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَّغَیْرَ مُتَشَابِهٍ ؕ— كُلُوْا مِنْ ثَمَرِهٖۤ اِذَاۤ اَثْمَرَ وَاٰتُوْا حَقَّهٗ یَوْمَ حَصَادِهٖ ۖؗ— وَلَا تُسْرِفُوْا ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْرِفِیْنَ ۟ۙ
او دى هماغه دى چې په څپريو پراته او بې څپريو باغونه يې پيدا كړي او كجورې او كښتونه چې بېلا بېل خواړه لري، او زيتون او انار چې (په رنګ) سره ورته او (په خوند كې) سره بېل وي، له دې مېوو نه خورئ چې كله ميوه نيسي، او د هغه حق وركوئ (عشر) د فصل اخيستو په ورځ او اسراف مه كوئ، بې شكه الله اسراف كوونكي نه خوښوي.
阿拉伯语经注:
وَمِنَ الْاَنْعَامِ حَمُوْلَةً وَّفَرْشًا ؕ— كُلُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ وَلَا تَتَّبِعُوْا خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ ؕ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
او له څارويو نه ځينې بار وړونكي او ځينى (پر ځمكه) هوارېدونكي، كومه روزي چې الله دركړې، له هماغې نه يې خورئ او د شيطان پلونو پسې مه ځئ، يقيناً هغه مو څرګند غليم (دښمن) دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾奈尔姆
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭