Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 盖萨斯   段:
وَلَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟ؕ
او موږ پرله پسې هغوى ته (د نصيحت) خبره رسولې ده چې ښايي څه درس واخلي.
阿拉伯语经注:
اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِهٖ هُمْ بِهٖ یُؤْمِنُوْنَ ۟
هغه كسان چې له دې مخكې مو كتاب وركړى و، هغوى په دې (قرآن) ايمان راوړي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا یُتْلٰی عَلَیْهِمْ قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِهٖۤ اِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلِهٖ مُسْلِمِیْنَ ۟
او كله چې پر هغوى لوستل كيږي وايي موږ پرې ايمان راوړى، بې شكه دا زموږ د رب لخوا حق دى، موږ له دې لا مخکې مسلمانان وو.
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ یُؤْتَوْنَ اَجْرَهُمْ مَّرَّتَیْنِ بِمَا صَبَرُوْا وَیَدْرَءُوْنَ بِالْحَسَنَةِ السَّیِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟
دغو خلكو ته به يې اجر دوه ځلې وركړى شي، چې صبر يې كړى وو، او دوى د بدۍ مخنيوى په نيكۍ كوي او له هغه څه چې موږ ور روزي كړي لګښت كوي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ اَعْرَضُوْا عَنْهُ وَقَالُوْا لَنَاۤ اَعْمَالُنَا وَلَكُمْ اَعْمَالُكُمْ ؗ— سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ ؗ— لَا نَبْتَغِی الْجٰهِلِیْنَ ۟
او كله چې دوی واوري بې فایدې خبرې مخ اړوي د هغې نه او دوی وایې موږ لپاره زموږ عملونه دي او تاسو ته خپل عملونه، سلام (د بیلتون) دې وي پر تاسو، نه لټوو موږ ملګرتیا د جاهلانو.
阿拉伯语经注:
اِنَّكَ لَا تَهْدِیْ مَنْ اَحْبَبْتَ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟
ته هغه چا ته هدايت نه شې كولاى چې ستا خوښ وي خو چا ته چې الله وغواړي هدايت ورته كوي او همغه په لار موندونكو ښه پوه دى.
阿拉伯语经注:
وَقَالُوْۤا اِنْ نَّتَّبِعِ الْهُدٰی مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ اَرْضِنَا ؕ— اَوَلَمْ نُمَكِّنْ لَّهُمْ حَرَمًا اٰمِنًا یُّجْبٰۤی اِلَیْهِ ثَمَرٰتُ كُلِّ شَیْءٍ رِّزْقًا مِّنْ لَّدُنَّا وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
او هغوى وويل: كه له تاسره د دې هدايت پيروي وكړو نو له خپلې ځمكې به وتښتول شو! آيا هغوى ته مو بې غمه حرم كې ځاى نه دى وركړى؟ چې زموږ لخوا د روزۍ په توګه هر ډول مېوې ورته راچليږي خو زياتره يې نه پوهيږي.
阿拉伯语经注:
وَكَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ بَطِرَتْ مَعِیْشَتَهَا ۚ— فَتِلْكَ مَسٰكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَنْ مِّنْ بَعْدِهِمْ اِلَّا قَلِیْلًا ؕ— وَكُنَّا نَحْنُ الْوٰرِثِیْنَ ۟
او څومره داسې كلي موږ تباه كړي دي چې په خپل ژوندون كې مغرور شوي وو، نو دا دی كورونه يې چې له هغوى وروسته څه ډېره لږ هستوګنه پكې شوې ده او وو موږ اخري مالکان.
阿拉伯语经注:
وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرٰی حَتّٰی یَبْعَثَ فِیْۤ اُمِّهَا رَسُوْلًا یَّتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا ۚ— وَمَا كُنَّا مُهْلِكِی الْقُرٰۤی اِلَّا وَاَهْلُهَا ظٰلِمُوْنَ ۟
او نه و رب ستا هلاكوونكى د کلیو، څو چې په مینځ د هغې کې به يې يو رسول نه و لېږلى چې زموږ آيتونه به يې پرې لوستل او نه و موږ هلاکوونکي د کلیو، مګر اوسیدونکي د هغې ظالمان دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 盖萨斯
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭