Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 盖萨斯   段:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ جَعَلَ اللّٰهُ عَلَیْكُمُ الَّیْلَ سَرْمَدًا اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِضِیَآءٍ ؕ— اَفَلَا تَسْمَعُوْنَ ۟
ووایه: خبر راکړئ که چېرته الله د قيامت تر ورځې پورې شپه درباندې اوږده كړي، نو له الله پرته هغه معبود څوك دى چې تاسي ته رڼايي راولي؟ نو آيا تاسي نه اورئ؟
阿拉伯语经注:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ جَعَلَ اللّٰهُ عَلَیْكُمُ النَّهَارَ سَرْمَدًا اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِلَیْلٍ تَسْكُنُوْنَ فِیْهِ ؕ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟
ورته ووايه: آيا تاسي پام كړی چې كه الله تر قيامت ورځې پورې ورځ درباندې هميشه كړي، له الله پرته بل معبود څوك دى چې تاسي ته شپه راولي تر څو پكې آرام وكړئ؟ آيا نو تاسي نه وينئ؟
阿拉伯语经注:
وَمِنْ رَّحْمَتِهٖ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوْا فِیْهِ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
او له خپل رحمته يې تاسي ته شپه او ورځ پيدا كړي چې تاسي پكې آرام وكړئ او د هغه فضل ولټوئ او د دې لپاره چې شكر وباسئ.
阿拉伯语经注:
وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟
او (په) كومه ورځ چې آواز ورته وكړي: زما هغه شريكان چېرته دي چې تاسو به ګومان كولو؟
阿拉伯语经注:
وَنَزَعْنَا مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ شَهِیْدًا فَقُلْنَا هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوْۤا اَنَّ الْحَقَّ لِلّٰهِ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟۠
او راوباسو به موږ له هر امته يو شاهد بيا به ووايو: راوړئ خپل دليل مو (په شرک باندې) نو بيا به پوه شي چې حق (د الوهیت) الله لره دى او هغه ټول درواغ به ترې ورك شي چې هغوى به جوړول.
阿拉伯语经注:
اِنَّ قَارُوْنَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوْسٰی فَبَغٰی عَلَیْهِمْ ۪— وَاٰتَیْنٰهُ مِنَ الْكُنُوْزِ مَاۤ اِنَّ مَفَاتِحَهٗ لَتَنُوْٓاُ بِالْعُصْبَةِ اُولِی الْقُوَّةِ ۗ— اِذْ قَالَ لَهٗ قَوْمُهٗ لَا تَفْرَحْ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْفَرِحِیْنَ ۟
بې شکه قارون د موسىٰ له قومه و، خو بيا يې پر هغوى تېرى وكړ او هغه ته مو دومره خزانې وركړې وې چې کنجيانې (چابیانې) به يې پر يوې ځواكمنې ډلې هم درنېدلې، يو وخت چې قوم يې ورته ووېل: (په دنيا) مه نازېږه! بې شكه الله نازېدونكي نه خوښوي.
阿拉伯语经注:
وَابْتَغِ فِیْمَاۤ اٰتٰىكَ اللّٰهُ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِیْبَكَ مِنَ الدُّنْیَا وَاَحْسِنْ كَمَاۤ اَحْسَنَ اللّٰهُ اِلَیْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِی الْاَرْضِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
او په هغه څه (مال) كې چې الله دركړی، د آخرت كور ولټوه او په دنيا كې دې هم خپله برخه مه هېروه او ښېګڼه كوه لكه تا سره چې الله ښېګڼه كړې ده او په ځمكه كې فساد (جوړول) مه غواړه، بې شكه الله فساد كوونكي نه خوښوي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 盖萨斯
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭