Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 盖萨斯   段:
فَلَمَّا قَضٰی مُوْسَی الْاَجَلَ وَسَارَ بِاَهْلِهٖۤ اٰنَسَ مِنْ جَانِبِ الطُّوْرِ نَارًا ۚ— قَالَ لِاَهْلِهِ امْكُثُوْۤا اِنِّیْۤ اٰنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّیْۤ اٰتِیْكُمْ مِّنْهَا بِخَبَرٍ اَوْ جَذْوَةٍ مِّنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُوْنَ ۟
نو كله چې موسىٰ هغه نېټه پوره كړه او له خپلې كورنۍ سره روان شو نو د طور لخوا يې يو اور وليد، هغه خپلې كورنۍ ته وويل: تاسي (دلته) اوسئ، ما يو اور ليدلى ښايي له هغه (لوري) څه خبر راوړم يا د اور كومه سكروټه چې تاسو (پرې) تاوده شئ.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّاۤ اَتٰىهَا نُوْدِیَ مِنْ شَاطِئِ الْوَادِ الْاَیْمَنِ فِی الْبُقْعَةِ الْمُبٰرَكَةِ مِنَ الشَّجَرَةِ اَنْ یّٰمُوْسٰۤی اِنِّیْۤ اَنَا اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
نو كله چې هلته ورغی د ښۍ خوا د ناو د څنډې په يوه بركتناکه ټوټه ځمكه كې له يوې ونې لخوا غږ وشو چې ای موسى! همدا زه الله يم د ټولو مخلوقاتو پالونکی.
阿拉伯语经注:
وَاَنْ اَلْقِ عَصَاكَ ؕ— فَلَمَّا رَاٰهَا تَهْتَزُّ كَاَنَّهَا جَآنٌّ وَّلّٰی مُدْبِرًا وَّلَمْ یُعَقِّبْ ؕ— یٰمُوْسٰۤی اَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ ۫— اِنَّكَ مِنَ الْاٰمِنِیْنَ ۟
او امسا دې وغورځوه، نو كله چې ده وليدل هغه د مار په څېر خوځيږي نو مخ يې وګرځولو شا يې كړه او بيرته را ونه ګرځېد، (وويل شو) اى موسىٰ راوګرځه او مه وېرېږه، ته بیخي په امن يې.
阿拉伯语经注:
اُسْلُكْ یَدَكَ فِیْ جَیْبِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ ؗ— وَّاضْمُمْ اِلَیْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ فَذٰنِكَ بُرْهَانٰنِ مِنْ رَّبِّكَ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟
خپل لاس دې په ګرېوان كې ننباسه، تك سپين به راووځي، بې له كوم عيبه، او له وېرې (بچ كېدو لپاره) دې خپل مټ در جوخت كړه نو فرعون او د هغه سردارانو ته ستا د رب لخوا دا دوه (ښكاره) کلک دلیلونه دي، بې شكه هغوى سرغړوونکي خلك دي.
阿拉伯语经注:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَاَخَافُ اَنْ یَّقْتُلُوْنِ ۟
وېلې زما ربه! ما خو له هغوى يو تن وژلى نو ډارېږم چې ما به ووژني.
阿拉伯语经注:
وَاَخِیْ هٰرُوْنُ هُوَ اَفْصَحُ مِنِّیْ لِسَانًا فَاَرْسِلْهُ مَعِیَ رِدْاً یُّصَدِّقُنِیْۤ ؗ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّكَذِّبُوْنِ ۟
او زما ورور هارون تر ما زيات فصیح (خوله ور) دى؛ نو له ما سره يې مرستيال ولېږه چې تصديق مې كوي، زه وېرېږم چې درواغجن به مې وګڼي.
阿拉伯语经注:
قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِاَخِیْكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطٰنًا فَلَا یَصِلُوْنَ اِلَیْكُمَا ۚۛ— بِاٰیٰتِنَا ۚۛ— اَنْتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغٰلِبُوْنَ ۟
الله وويل: دا دى په خپل ورور به دې مټ در قوي كړو او يو داسې برلاسى به دركړو چې دوى به هيڅ نه شي در رسولاى، زموږ په دې نښانو به تاسي او ستاسي پيروان برلاسي وي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 盖萨斯
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭