Check out the new design

Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz * - Përmbajtja e përkthimeve


Përkthimi i kuptimeve Surja: El Maide   Ajeti:
وَقَالَتِ الْیَهُوْدُ وَالنَّصٰرٰی نَحْنُ اَبْنٰٓؤُا اللّٰهِ وَاَحِبَّآؤُهٗ ؕ— قُلْ فَلِمَ یُعَذِّبُكُمْ بِذُنُوْبِكُمْ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ ؕ— یَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؗ— وَاِلَیْهِ الْمَصِیْرُ ۟
یهود او نصارا وایې چې مونږ د الله ځامن او دوستان یو( ای محمده!) ووایه نو بیا ولې تاسې ته د خپلو ګناهونو عذاب درکوي؟( نه! هر ګز نه) بلکې تاسې د هغه د مخلوق یوه برخه یاست د الله چې چاته خوښه شي بښنه ورته کوي او چاته یې چې خوښه شي عذاب ورکوي ـ د اسمانونو، ځمکې او ددی دواړو په مینځ کې د ټولو څیزونو واکمني یوازې د یو الله ده او یوازې هغه ته بیرته ورتګ دی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ قَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلُنَا یُبَیِّنُ لَكُمْ عَلٰی فَتْرَةٍ مِّنَ الرُّسُلِ اَنْ تَقُوْلُوْا مَا جَآءَنَا مِنْ بَشِیْرٍ وَّلَا نَذِیْرٍ ؗ— فَقَدْ جَآءَكُمْ بَشِیْرٌ وَّنَذِیْرٌ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠
ای د کتاب خاوندانو! د رسولانو د راتګ له اوږدی وقفې وروسته تاسې ته زمونږ استازی( محمد صلی الله علیه وسلم) د پیغام له بیانولو سره راغی هسې نه چې تاسې ووایې مونږ ته کوم زیری ورکوونکی او ډاروونکی نه وو راغلی. دا دی تاسې ته زیری ورکوونکی او ډاروونکی راغی. الله پاک په هر څه بر لاسی او پیاوړی دی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ اذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ جَعَلَ فِیْكُمْ اَنْۢبِیَآءَ وَجَعَلَكُمْ مُّلُوْكًا ۗ— وَّاٰتٰىكُمْ مَّا لَمْ یُؤْتِ اَحَدًا مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟
او هغه وخت یاد کړه چې موسې خپل قوم ته وویل: ای زما قامه! د الله هغه لورینه در یاده کړئ چې پیغمبران یې له تاسې لیږلي، واک یې درکړی او هغه نعمتونه یې در کړي دي چې تر اوسه یې لا هیچا ته نه دي ورکړي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
یٰقَوْمِ ادْخُلُوا الْاَرْضَ الْمُقَدَّسَةَ الَّتِیْ كَتَبَ اللّٰهُ لَكُمْ وَلَا تَرْتَدُّوْا عَلٰۤی اَدْبَارِكُمْ فَتَنْقَلِبُوْا خٰسِرِیْنَ ۟
ای زما قومه! د الله پاکې ځمکې ته چې تاسې ته یې ټاکلې ده ننه ووځئ، مخ په څټ مه ګرځئ او که تاسې په څټ وګرځیدئ نو زیانمن به شئ.
Tefsiret në gjuhën arabe:
قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِنَّ فِیْهَا قَوْمًا جَبَّارِیْنَ ۖۗ— وَاِنَّا لَنْ نَّدْخُلَهَا حَتّٰی یَخْرُجُوْا مِنْهَا ۚ— فَاِنْ یَّخْرُجُوْا مِنْهَا فَاِنَّا دٰخِلُوْنَ ۟
هغوی وویل: موسی! په هغه ځمکه کې زوره ور خلک دي او تر څو چې هغوی هلته وي مونږ به هیڅکله ورنه شو او که هغوی تری ووتل نو بیا مونږ ورتلونکي یو.
Tefsiret në gjuhën arabe:
قَالَ رَجُلٰنِ مِنَ الَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمَا ادْخُلُوْا عَلَیْهِمُ الْبَابَ ۚ— فَاِذَا دَخَلْتُمُوْهُ فَاِنَّكُمْ غٰلِبُوْنَ ۚ۬— وَعَلَی اللّٰهِ فَتَوَكَّلُوْۤا اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
له ډاریدونکي قوم څخه دوه هغو کسانو چې الله پرې لورینه کړی وه وویل: تاسې پرې د دروازې له لورې ورننوځئ او چې پر دروازه ورننه وتئ نو تاسې برلاسي يې[۴] او په الله توکل وکړئ که تاسې مؤمنان یاست.
[۴] مونږ به له داخل څخه درسره کومک وکړو او د تیښتي لارې به یې تاسې نیولي وي نو تاسې به بریمن شئ( څه برخه له فتح القدیر او ابن جریر الطبری)
Tefsiret në gjuhën arabe:
 
Përkthimi i kuptimeve Surja: El Maide
Përmbajtja e sureve Numri i faqes
 
Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz - Përmbajtja e përkthimeve

Përktheu Molvi Ganibaz Sarfaraz

Mbyll