Check out the new design

Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz * - Përmbajtja e përkthimeve


Përkthimi i kuptimeve Surja: El Bekare   Ajeti:
اَللّٰهُ وَلِیُّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یُخْرِجُهُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ؕ۬— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَوْلِیٰٓـُٔهُمُ الطَّاغُوْتُ یُخْرِجُوْنَهُمْ مِّنَ النُّوْرِ اِلَی الظُّلُمٰتِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟۠
الله د مؤمنانو ملاتړی او کار ساز دی له تیارو څخه یې رڼا ته وباسي، او د کافرانو ملاتړي او ملګري شیطانان دي له رڼا څخه یې تیاروته بیایې همدوی د اور څښتنان دي او تل به په اور کې وي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْ حَآجَّ اِبْرٰهٖمَ فِیْ رَبِّهٖۤ اَنْ اٰتٰىهُ اللّٰهُ الْمُلْكَ ۘ— اِذْ قَالَ اِبْرٰهٖمُ رَبِّیَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ۙ— قَالَ اَنَا اُحْیٖ وَاُمِیْتُ ؕ— قَالَ اِبْرٰهٖمُ فَاِنَّ اللّٰهَ یَاْتِیْ بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَاْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِیْ كَفَرَ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۚ
ایا تا ته د هغه سړي کیسه نده معلومه چې د الله له لورې له پاچایي ورکولو وروسته یي له ابراهیم سره د خپل رب په هکله جګړه بازي کړې وه، کله چې ابراهیم وویل زما رب هغه ذات دی چې ژوند او مرګ یې په واک کې دی (نمرود) وویل: ژوندي کول او مړه کول زه هم کولای شم، ابرهیم وویل الله لمر له ختیځ څخه راپورته کوي نو ته یې له لویدیڅ څخه راوخیژوه، ددې دلیل په اوریدو له حق څخه منکر هک، پک حیران پاتې شو ځکه چې الله ظالمانو ته روغه لیار نه ښايې.
Tefsiret në gjuhën arabe:
اَوْ كَالَّذِیْ مَرَّ عَلٰی قَرْیَةٍ وَّهِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا ۚ— قَالَ اَنّٰی یُحْیٖ هٰذِهِ اللّٰهُ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ— فَاَمَاتَهُ اللّٰهُ مِائَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهٗ ؕ— قَالَ كَمْ لَبِثْتَ ؕ— قَالَ لَبِثْتُ یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ ؕ— قَالَ بَلْ لَّبِثْتَ مِائَةَ عَامٍ فَانْظُرْ اِلٰی طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ یَتَسَنَّهْ ۚ— وَانْظُرْ اِلٰی حِمَارِكَ۫— وَلِنَجْعَلَكَ اٰیَةً لِّلنَّاسِ وَانْظُرْ اِلَی الْعِظَامِ كَیْفَ نُنْشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوْهَا لَحْمًا ؕ— فَلَمَّا تَبَیَّنَ لَهٗ ۙ— قَالَ اَعْلَمُ اَنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
او ایا تاته د هغه سړي کیسه نه ده معلومه چې: په یوه داسې کلي تیریده چې چتونه یې پړمخ پریوتې وو، هغه وویل دا وران کلی به الله په څه ډول بیرته آباد کړي؟ الله هملته مړ و سل کلونه مړ پاتې شو، بیا یې را ژوندی او ورته یې وویل: څومره وخت دې د تیر کړی دی؟ هغه وویل: پوره ورځ او یا له ورځې څخه څه کم وخت الله ورته وفرمایل: نه، سل کلونه دې دلته تیر کړي دي، خوراک او څښاک ته دې وګوره چې هیڅ خراب شوي نه دي او خره ته دې وګوره او ددې لپاره چې مونږ تا د خلکو لپاره یوه نښه وګرځوو اوس هغو هډوکو ته وګوره چې څه ډول یې مونږ خوزوو او بیا غوښه وراغوندو نو کله چې ټوله پیښه ورته ښه څرګنده شوه ویې ویل: زه پوهیږم چې الله په هر څیز ښه توانا دی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
 
Përkthimi i kuptimeve Surja: El Bekare
Përmbajtja e sureve Numri i faqes
 
Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz - Përmbajtja e përkthimeve

Përktheu Molvi Ganibaz Sarfaraz

Mbyll