Check out the new design

Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz * - Përmbajtja e përkthimeve


Përkthimi i kuptimeve Surja: El Bekare   Ajeti:
وَلَنْ تَرْضٰی عَنْكَ الْیَهُوْدُ وَلَا النَّصٰرٰی حَتّٰی تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ؕ— قُلْ اِنَّ هُدَی اللّٰهِ هُوَ الْهُدٰی ؕ— وَلَىِٕنِ اتَّبَعْتَ اَهْوَآءَهُمْ بَعْدَ الَّذِیْ جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ— مَا لَكَ مِنَ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟ؔ
یهودیان او نصارا به تر هغې له تا څخه خوښ( راضي) نه شي تر څو یې چې دین ونه منې، ورته ووایه چې د الله لیار ښوونه خو همدا ده چې ما راوړې ده او قسم دی که چیرې تا سره له دې چې پوره معلومات درته راغلي دي د دوی هیلې ومنلې نو له الله څخه به دې هڅ دوست او ملاتړ ونه شي ژغورلی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَتْلُوْنَهٗ حَقَّ تِلَاوَتِهٖ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ ؕ— وَمَنْ یَّكْفُرْ بِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟۠
کومو کسانو ته چې مونږ کتاب ورکړی دی په رښتینې ډول یې لولي( ځان پرې پوهوي) او ایمان پرې راوړي او څوک چې په دې قران کافران شول نو همدوی زیانمن دي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اذْكُرُوْا نِعْمَتِیَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتُ عَلَیْكُمْ وَاَنِّیْ فَضَّلْتُكُمْ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟
ای بنې اسرائیلو! زما هغه لورینه در یاده کړئ چې پر تاسې مې کړې وه او تاسې مې د خپل وخت پر ګردو خلکو غوره کړي واست.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَاتَّقُوْا یَوْمًا لَّا تَجْزِیْ نَفْسٌ عَنْ نَّفْسٍ شَیْـًٔا وَّلَا یُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَّلَا تَنْفَعُهَا شَفَاعَةٌ وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟
او د هغې ورځې له ستونزو څخه وډارشئ چې هیڅوک به له هیچا څخه، هیڅ شی نه شي لرې کولای او نه به ترې تاوان منل کیږي او نه به سپارښت ورته ګټه رسولای شي او نه به ورسره څوک لاس( امداد ) کولای شي.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَاِذِ ابْتَلٰۤی اِبْرٰهٖمَ رَبُّهٗ بِكَلِمٰتٍ فَاَتَمَّهُنَّ ؕ— قَالَ اِنِّیْ جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ اِمَامًا ؕ— قَالَ وَمِنْ ذُرِّیَّتِیْ ؕ— قَالَ لَا یَنَالُ عَهْدِی الظّٰلِمِیْنَ ۟
او یاد کړه هغه وخت چې پر ابرهیم د هغه رب د څو خبرو ازمیښت وکړاو هغه ټولې سرته ورسولې نو الله وفرمایل: زه تا د ټولو خلکو لارښوونکی ټاکم ابراهیم وړاندیز وکړ چې زما په اولاده کې به هم له ځینو سره همدا وعده وي؟ الله ځواب ورکړ چې: زما وعده له ظالمانو سره نشته.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَاِذْ جَعَلْنَا الْبَیْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَاَمْنًا ؕ— وَاتَّخِذُوْا مِنْ مَّقَامِ اِبْرٰهٖمَ مُصَلًّی ؕ— وَعَهِدْنَاۤ اِلٰۤی اِبْرٰهٖمَ وَاِسْمٰعِیْلَ اَنْ طَهِّرَا بَیْتِیَ لِلطَّآىِٕفِیْنَ وَالْعٰكِفِیْنَ وَالرُّكَّعِ السُّجُوْدِ ۟
او هغه وخت را په زړه کړه چې مونږ د کعبې خونه دخلکو د ورتګ خوندې ځای وګرځاو او امر مو وکړ چې د ابراهیم د اودریدو ځای د لمانځه لپاره خاص کړئ او ابراهیم او اسماعیل دواړو ته مې امر وکړ چې زما خونه د طواف کوونکو، اعتکاف کوونکو، رکوع او سجده کوونکو( لمونځ کوونکو) لپاره پاکه کړئ.
Tefsiret në gjuhën arabe:
وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهٖمُ رَبِّ اجْعَلْ هٰذَا بَلَدًا اٰمِنًا وَّارْزُقْ اَهْلَهٗ مِنَ الثَّمَرٰتِ مَنْ اٰمَنَ مِنْهُمْ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاَخِرِ ؕ— قَالَ وَمَنْ كَفَرَ فَاُمَتِّعُهٗ قَلِیْلًا ثُمَّ اَضْطَرُّهٗۤ اِلٰی عَذَابِ النَّارِ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
او هغه وخت هم را یاد کړه چې ابراهیم وویل : اې زما ربه ! دغه ځای د امن ښار وګرځوه او هغو اوسیدونکو ته یې چې په الله او د قیامت په ورځ ایمان لري د خوراک لپاره ډول، ډول میوې ورکړه، الله وفرمایل او څوک چې کافر شوی زه د یو څو ورځو ګټه وټه ورکوم خو بالاخر به یې د اور عذاب ته په زور بیایم او هغه د ورتګ لپاره خورا بد ځای دی.
Tefsiret në gjuhën arabe:
 
Përkthimi i kuptimeve Surja: El Bekare
Përmbajtja e sureve Numri i faqes
 
Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - Përkthimi në gjuhën pashto - Sarfaraz - Përmbajtja e përkthimeve

Përktheu Molvi Ganibaz Sarfaraz

Mbyll